ګريوان مې خپل لاسونه ټول پردي دي
اولس مې خپل جنګونه ټول پردي دي
هسې په نوم مېشت يم په دغه خاوره
خاوره زما واکونو ټول پردي دي
نړۍ دی مونږ په دغه نه توروې
کور دی زما بامونه ټول پردي دي
خدایه! بې زوره یو که نه پوهیږو
مغزه مې خپل اندونه ټول پردي دي
اوس خو د ترنګ د نغمې خوند نه راځې
رباب مې خپل تاورنه ټول پردي دي
د باور نښه په کې ګرانه ښکارې
پټکۍ مې خپل سرونه ټول پردي دي
(( انوره )) داسی بدرنګ وخت راغلی
سړي مې خپل ګواښونه ټول پردي دي
انورخان (( نيکزی ))
وروستي