
لیکوال: فیصل جلالی
لکه څنګه چې اسلامي تاریخ ډیرې ځلانده څېرې لري چې له دې جملې بدیع الزمان سعید نورسی هم په اسلامي تاریخ کې یو لوړ مقام لري.
بدیع زمان له یوې ډیرې مجاهدې او عالمې کورنۍ څخه و چې په(١٢٩٣هـ – ١٨٧٨م) کال کې د ترکيې د کردستان په يوه کلې کې چې نورس نوميده د صالحې مور او صالح پلار څخه وزيږيد. پلار مرحوم يې ميرزا بن علي بن خضر بن ميرزا خالد بن ميرزا رشان نوميده او مور يې نوريه بنت ملا طاهر نوميده چې د ترکيې د بالکان له کلې څخه وه، بدیع الزمان په وړکتوب کې ډیر ذهین و او د علم سره یې ډیره مینه وه، نو کله چې ۹ کلنی ته ورسید ښوونځی ته یې تګ پیل کړ. په ۹کلونو کې یې خپلی لومړنۍ زده کړی یې د قصبی په ښوونځی کې سر ته ورسولی، په ۱۸کلنی کې یې د خپل شاوخو د کلیو او ښارونو دعلما و صف کې ځانته ځای غوره کړ. الله ج ورته یو حیرانونکې ذهن قوت او لیاقت ورکړی و چې دده دعلم اوپوهی انګازې په ټولو کلیو ښارونو کې خپری شوی وی . د استاذ نورسي په ذکاوت هغه وخت ټولو اعتراف وکړ کله چې هغه د اصول الفقه لوي کتاب (جمع الجوامع) په يوه هفته کې مکمل زده کړ. په ١٨٩٢ميلادي کال کې ملا سعيد (مادرين) ته ولاړ او هلته يې تدريس پيل کړ، د خلکو پوښتنې به يې ځوابولې، کله چې دمادرين حاکم د ملا سعيد په پوهې باندي خبر شو ورڅخه يې غوښتنه وکړه چې له ده سره و اوسي، ده هم ومنله او له موقع څخه په استفادې يې مطالعه پيل کړه او منطق، علم الکلام، حديث، تفسير، فقه او نحو يې ولوستل
په ١٨٩٤ميلادي کال کې د (وان) ښار ته ولاړ او هلته يې کيميا، بيالوژي، جيالوجې، فلک، رياضي، فلسفه او تاريخ ولوستل، د استاد سعيد نورسي د ډيري پوهي او ذکاوت له امله د علماو په منځ کې (بديع الزمان) په نامه وپيژندل شو
بدیع الزمان یو عابد اوزاهد متواضع انسان و چې تل به یې د احادیثو اوقران په رڼاکې ژوند کاو او دخپل ټول ژوند یې ددغه حدیث په رڼا سرته رساو (دع ما یریبک الی ما لایریبک)هغه څه چې دی په اندیښنه کې اچوی پریږیده اوغه څه چې دی په اندیښنه کې نه اچوی غوره یې کړه. بدیع الزمان د ورځی درېیمه برخه به په جهادی تمرین کې تېروله؛ لکه نښه ویشتل په اس سپریدل اوهمدارنګه نوری طریقی یې زده کولی او ځان به یې د جهاد او مبارزی ډګرته تیاراو.
بدیع الزمان به همیشه داسلامي امت په فکر کې و، غوښتل یې د ترکیې څخه دکمال اتاترک فاجر او فاسق نظام ختم کړی او یوځل بیا اسلامي خلافت راولی، هماغه و چې کله ۲۰کلنی ته ورسیده نوریې نو په اسلامي امت ظلم نشو زغملی د وخت په تیریدو سره او د حالاتو له خرابیدو سر چې په ترکیې کې پر اسلامي امت باندې ظلم ورځ په ورځ زیاتیده چې په داسی وخت کې الله ج دظالم دتباهی له پاره خپله یو ډله راپیداکوی چې داسلامي قوانینو نافذول به غواړی.
یو ورځ بدیع زمان په یو ترکې ورځپاڼه کې لوستل چې د برتانیې د استعماروزیر(ګلاډسټون) ویناوی پکې خپری شوی وی، هغه په خپلو ویناوو کې داسی ویلی و:«موږبه هیڅکله بری ونه مومو ترڅو چې دمسلمانانو کتاب (قران کریم)بی عزتی ونه کړو اوله منځه یې یونه سو». په دی وخت کې دترکیې رییس جمهور کمال اتاترک هم داسی غوښتل، لمونځ یې ترکې ژبی ته واړاو، اذان هم په ترکې ژبه شو او همداسی نور ازکار یې ترکې ژبی ته کړل. بدیع زمان دورځپاڼی په ختم کولوسره یې اسلام بول (استان بول)ته حرکت وکړ اوهلته یې د ازهردپوهنتون په څیر یو کوچنی مدرسه د زهرا په نوم جوړه کړه. ، له نيکه مرغه د ازهر د پوهنتون رئيس شيخ بخيت استامبول ته راغي، په دي وخت کې د هغه او د بديع الزمان ترمنځ اوږدي خبري وه شوي، د خبرو په ترڅ کې شيخ بخيت له بديع الزمان څخه پوښتنه وکړه:
د عثمانې حکومت او اروپايانو په اړه څه نظر لري؟
بديع الزمان په عربې ژبه کې ځواب ورکړ:
اروپا نن له اسلام څخه حمل اخستي يوه ورځ نه يوه ورځ به بچي زيږوي او عثمانې خلافت له اروپايې تهذيب څخه حمل اخستي دا به هم يوه ورځ بچي زېږوي.
شيخ بخيت په ډيره حيرانتيا سره وويل: له داسي زلمو سره بحث او مباحثه نشي کيدي
په ۱۹۰۸ز کال کې په ترکیې کې اسلامي امت مخ په ختمیدو روان و، نو بدیع زمان د(الاتحادالمحمدی) په نامه یو تنظیم جوړ کړ چې په دی تنظیم کې دځوانانو مسؤولیت ډیر و او یو ازاده او خپلواکه تنظیم و او خپلو شعارونو کې به یې داسلامي قوانینو نافذول غوښتل له دی څخه پس بدیع الزما د(وان)په لوری حرکت وکړ چې تر لومړی نړیوال جنګ پوری په وان کې اوسیده کله چې لومړی نړیوال جنګ شروع شو بدیع الزمان دترکیې دقوانینو په اساس پوځ کې داخل شو، کله به چې سهار جنګ ته ولاړ اوماښام به بیرته قرارګاه ته ستون شو نوپه قرارګاه کې به یې د حدیثو تفسیر درس ورکاو.
بدیع الزمان خپل یو مشهور تصنیف(اشارات الاعجازی فی مظان الایجاد) دعسکری په دوره کې سرته رسولی چې دا په عربی ژبه کې دهغه لومړی تصنیف و.
دجنګ په دوران کې بدیع الزمان د روسانو لاسته ورغی اوهغه یی سایبریا په سړه سیمه کې زندانی کړ، دوه کاله څلور مياشتې او څلور ورځي زندان تيرولو وروسته له سايبيريا څخه په وتو بريالي شو او بيرته استامبول ته راغي.
او یوزل بیا یې خپلی مبارزی ته دوام ورکړ. یو ورځ کمال اتاترک بدیع الزمان پارلمان ته وغوښت، کله چې بدیع الزمان راغی خپلی ټولی خبری یې دایمان او لمانځه په باب وکړی کمال اتاترک ډیرپه غوسه شواوبدیع الزمان یې خپل دفترته وغوښت هلته یې ورته وویل چې ماخوته دلته درسمی مشوری لپاره دعوت کړی وی نه د لمانځه اوایمان لپاره؛ بدیع الزمان په ډیری غوسی سره وویل پاشا پاشا(پاچا پاچا)دمسلمان لومړی مسؤولیت لمونځ دی که څوک دلمانځه څخه انکار وکړی کافردی. کمال هغه په عزت سره رخصت کړ او له بدیع الزمان څخه یې لوړو رتبو غوښتنه وکړه خوهغه ونه منله.
په ۱۹۲۱ز کال کې بدیع الزمان غوښتل له سیاسی خبرو څخه ځان لري کړی، له اسلام بول څخه وان ته ولاړ او هلته یې دخلکو ته خصوصاْ ځوانانو ته رسالی لیکلی، په رسالو کې به دینی مطالب وو، نه سیاسی. دا رسالی به بدیع الزمان دلکچر په شکل ویل او ځوانانو به لیکل اوخلکوته به یې رسولی.
دی حالت تر ۲۰کلو پوری دوام وکړ اوبلاخره دکمال اتاترک حکومت ورته د جلاوطنی اخطارورکړ، خو هغه د رسایلو څخه لاس وانه خیست. تر هغی چې دحکومت له لوری بندی شو پس له یو څو ورځو وروسته یې سپارتا ته ولیږه تریو څه وخته رسالی بندی شو.
پس له یو څه وخته کوم کسان چې په سپارتا کې د بدیع الزمان پیره کوله هغوی د بدیع الزمان شاګردان شول او رسالی یې خلکو ته رسولی، تر ۸کاله یې په سپارتا کې تیر کړل. اوبیا له هغه ځایه یې دحکومت په امر د۱۲۰کسه شاګردانوسره په زندان کې وساتلی شو پس له ۱۱میاشتو یې دخپلو شاګردانو سره کاستامانو ته ولیږه او هلته یې په یو کورکې دپولیسو ترڅارنی لاندی نظر بند کړی شو. کله چې یې محکمې ته راوست لومړی بدیع الزمان خبری پیل کړی د بدیع الزمان خبری اغیز ناکه وی پر ټولو قاضیانو باندی اثر وکړ په نتیجه کې بدیع الزمان په محکمه کې کامیاب شو او محکمې ورته رسالو لړی جاری ساتلو اجازه هم ورکړه .
بدیع الزمان تر ۱۹۴۱ز کال پوری په جلا وطنی شپی ورځی تیرولیې، پس له محاکمی ۷کاله ازاد و اوبیا دکمال اتاترک په امر زندانی شو په دی زل کې ډیری سختی ولیدی په ټوله شپه ورځ کې به ورته دوه ټوټی ډوډی ورکوله کله به یې ورته زهر په ډوډی کې ورکول خو دهغوی یو جادو پر هغه اثر نه کاو بلاخره یې په ۱۹۴۸ز کال یې محاکمی ته مخ کړ، دامحاکمه استاذ بدیع الزمان دژوند اخره محاکمه و اود ترکې په تاریخ کې یادشو، محکمې د ۲۰میاشتو قید امرپری ورکړ خو دریو سترو قاضیانو رد کړه اود ازادی پر امر یې محکمه پای ته ورسوله، له دې څخه وروسته داستاذ بدیع الزمان عمر زیات و غوښتل یې چې خپل پاتی عمر دخدای ج په ذکرکې تیر کړی لومړی یې سپارتا ته سفر وکړ اوله هغه ځای نه یې اورفه ته ولاړ او هلته یې دوې ورځی تیری کړی او په دریمه ورځ اسلامي نړی په خواشینی سره د استاذ بدیع الزمان د وفات اعلان وکړ.
استاذ بدیع الزمان سعید نورسی په ۱۳۷۹ق کال د روژی دمیاشتی په ۲۷نیټه له دی فانی دنیا څخه د حقیقي ژوند په لور سفر وکړاو داسلامي امت یو ستره ضایع و داسلامي امت دځوانانو زړونه دهغه په نابودی کې مات شول . د استاد نورسي قبر هم د استبدادي حکومت څخه په ارامه پاتي نشو او له څلورو مياشتو څخه وروسته له قبر څخه وويستل شو او د طياري په واسطي يو نامعلوم لورته يوړل شو چې تر ننه يې د قبر ځاى څرگند ندى
داستاذ نورسي هیڅ دیدنی ضایعه نه شوی هماغه داستاذ نورسي نیالګی دی چې نن په ترکیې کې اسلامي امت بیا د اسلامي خلافت غږونه پورته کوي.