
په ډېرې خواشينۍ سره مې د وتلي ليکوال او اقتصاد پوه شريف بهاند د مړينې خبر په رسنيو کې ولوست.
انالله و انا اليه راجعون.
د نوموړي د يوه استاد په توګه زما لپاره د داسې يو خبر اوريدل له څو اړخه د خواشينۍ وړ و. يو خو معمولا شاګردان د استادانو پر مړينه غمرازي کوي او اوس برعکس ده. بل دا، چې هر ﻻيق شاګرد لپاره ښوونکی د پرمختګ دعا کوي خو اوس ورته د فردوس جنت غوښتنه کوم.
الله دې دی وبخښي، د ده د کورنۍ ټولو غړو او په ځانګړې توګه ډاکترلطيف بهاند ،استاد آصف بهاند ته ډېر زغم او د زړه صبر غوښتنه کوم.
آمين يا رب العالمين
پوهندوی عبدالروف خپلواک
د کابل پوهنتون پخوانی استاد