غزل

لمر او باران غیږ  په غیږ کیدل  چې ته مې ولیدې
ما چې په ژړا درته خندل  چې ته مې ولیدې
تش دزړه درزا که وای خو ما به پټه کړي وای
ټول غړي مې یاره لرزیدل  چې ته مې ولیدې
ستانوي انځورته مې  لیمو کې ځای پیدا نه کړ
ټول پکې زاړه راغړیدل  چې ته مې ولیدې
زړه کې مې چڼلي درته نن ډیري خبرې وې
خولې ته مې کولپونه ولویدل چې ته مې ولیدې
څومره مې ژور ژور کاته په نه کتو کې وو
ما چې ستا  په  خوا نه درکتل  چې ته مې ولیدې
ډیر مې تصویرونه د (حسن)  په تصور کې وو
ټول له دې  ا ئینې وکوچیدل  چې ته مې ولیدې
 
ډاکتر حسن