عذاب ته ورنږدې  خلک

ښايي  د انساني حقونو نړيوال روڼ اندي  ، پوهان ، عام وګړي ، مهذب اوغيرمهذب  خلک ليکوال او ژورنالستان دايو پخوانى ، بيکاره تصوراو يوليونى خوب ياد کړې ، مګر د جولايي د مياشتې د ٢٤ نيټې نه تراوسمهاله پورې  زه په يوه لړز وونکې ويره کې يم ، داسې ښکاري چې موږ په ټوليز ډول په ګناهونو کې ورګډ يو نا اهله او بدکاريو ، مګر په تيروخت کې ددې ټولوسربيره موږ په غلطيو اوپرخپلو ګناهونو فخرنه کاوه او موږ ددې د ښکاره کولو څخه  په ډاګيزه توګه ويريدو که چيرته به  په موږ کې يوتن په کوم عيب اخته هم ؤ نوهغه  به کوښښ کاوه چې دده د عيب اونيمګړتيا راز چاته ښکاره نه شې ، اوکه چابه دغه کړنه  کې شرم او حيا ونه کړه ، نو ټولنې به له هغه څخه نفرت په هرحال کې ښامخا کاوه او خپلواولادنوته  به يې نصيحت کاوه چې ددغه تن سره ملګرتوب يا تړاو و نه ساتي  .
روسته بيا په خپلو عيبونو د فخر کولو سربيره،  کله نا کله په تيرو لسو کلونو کې د صفا ذهنونو وخت پيل شو ، اوس خلکو د ميډيا ( رسنيو) په پلمه اود ياد نښلوونکې جال (انترنيت) په واسطه د خپل جذباتې کړنو اظهار پيل کړ،  اوددغو ټولوګناو د پيلولو لپاره يې يو ښائيسته ټکى ايجاد کړ ، دغه لفظ په اصل کې د سوشيالوژۍ ( ټولنو ) دعلم ټکى دى ، چې  اوسمهال په مهذبو ټولنوکې د ناروا پابندۍ په څير استعماليږي ، داټکى دى (Taboo) (ټيبو)  چې مطلب يې دى د ورور ، خور ، پلار، لور، عمه ، خاله ، خوري ، تره او وريرې په خپلو منځو کې سره ناروا جنسي اړيکي جوړي کړي نغوذ باالله  او اوسنۍ ټولنى ته دوى د پيړيو پيړيو د ټولنې پابندي او د زياتى وخت ويل  پيل کړه  .
د دوى په اند همدغې ته د رايې ازادى وويل کيږي چې په بل مطلب موږ ورته په اسلام کې دمحرماتو په  پخپلو منځوکې جنسي اړيکي  ويلى شو .
اوپه همدغه معاملاتواوکړنوکې په ازادانه ډول خبرې کول او ورته ځوابونه پيداکول د دوى په وينا ورته احترام وويل کيږې ،
چې څنګه ............. او چاپرانسانانودغه پابندۍ مسلط کړيدي . لدې  سربيره دوى  همجنس  هم په ياد ټکي کې رانغاړي ، په تاريخ کې د لويو لويو شخصيتونو نومونه په خپلو دليلونو کې  اخلي د شاعرانو په شعرويلو او د ادب ليکونکو په قيصوکې د نظرونو راکړه ورکړه کيږې ، پردغې موضوع د رايې ښکاره کول اود انسانى حقونو په نوم په لويديځ کې بحثونه خو  تقريباً د نوى کلونو څخه راروان دي په ١٩٢٤ زيږديز کال کې ښځو ته د ووټ حق ورکول شوى اوپه همدغه کال په نيو يارک کې د همجنسو لپاره او لنى تنظيم جوړشوى دغه راز په ياد کې کال دمشهورو همجنسو وګړو جنګ جګړې او په هغوى د اوښکوبهونکو ګازونه ورشيندل شوې ، دغه د جون د مياشتې شپږمه نيټه وه له دغې ورځې څخه ترننه پورې د جون د مياشتې وروستۍ هفته د (ګے پرائډ) يعنې همجنسيت ورځ په فخر سره  لمانځل کيږې په ١٩٩٦ ز کال  زه (مضمون ليکونى ) په ورځ د امريکا ترټولو بدنام ايالت  سان فرانسسکوکې ووم ، چې په ياد ښارکې د ٧ رنګونو واله بيرغونه اوچت کړې شوې ؤ اود ګولډن ګيټ له برج څخه واخله ترد ښارد سرکونواو کوڅو پورې په زرهاؤ خلک پدې لاريون کې برخه درلوده اود بحث اندازه داسې وه چې د ټيکساس  مشهور راهب (پادرى) سره مې پدي اړه خبرې وکړې ، هغه د نوى پلټنو په مثال کې ورکولو سره وويل :چې دده په وينا همجنسيت خو اوسمهال يو فطرتې کاردى چې په انسان کې دجينز په واسطه په وراثت  سره  انتقاليږې ، پدغه وخت د همدغه ښار مرستيال ډپټې ميئر د همجنسيت په ګناه ورګډ ؤ چې په غوږو کې يې مندرۍ او په شونډوکې بيرنګه سورخې وهلې وه چې موږ سره يې  په ناسته کې برخه درلوده ، يوعام تاثرپدغه ښارکې داهم وو چې هم جنسه  وګړې هيڅوک نه ازاروى (نه تکلفوى ) اود خپل کارسره کار لرې پوره ١٥ کاله وروسته په تيرو ورځوکې دامريکا ولسمشر تيره مياشت (جون) دهمجنسو وګړو لپاره د هغوى د حقونو مياشت ياده کړه اود امريکا په ګاونډ کې پروت کاناډا په روان کال کې د ټورنټو په ښارکې په يو لاريون کې يو ميليون خلکو برخه اخيستې وه ،
د امريکا ولسمشر باراک اوباما له دغه اعلان وروسته په ٢٦ د جون ٢٠١١ ز کال کې د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د امريکا په سفارت خانه کې هم همجنسوته يوه اعزازې ميلمستيا ورکړه چې پکې د خداې په نوم جوړشوې هيواد څخه ٧٥ تنو ګډون وکړ ، دوى په خبروکې قائم مقام ( مرستيال ) سفير ريچارډ هوګ لينډ پخپله وينا کې وويل : امريکا په ټوله نړۍ کې دهمجنسو د حقونو حمايت کوي ، دغه خبره د ورځپاڼو ښائست جوړشوى وو خو مګر ډيرلږ چې له هغې وروسته د امريکا سفارت ويب پاڼې ته د وراوچتيدو وروسته يو نوى بحث پيل شو، لکه څه ډول چې په ١٩٢١ ز کال پيل شوي ؤ .
دلته بلاګونه جوړيدل پيل شول چې پکې يوتن د نوازش په نوم پکې خپله رايه داسي څرګنده کړيده ، زما خپل بدن دى زه يې چې څرنګه وغواړم استعمالوم يې د دولت اوپه کوڅوکې د ګرځيدونکو موليان بايدزموږ د بسترو څخ لرې ووسيږې ، دايکسپريس  ټربيون بلاګ بآندې يوځوان على خپل نظرداسې څرګنده وى اى په رواجې توګه ژوند تيره ونکوخلکو..... لږفکروکړئ ... ولې يو سړي دهمجنسيت ژوند غوره کوي ، دده په خبره په ياده لارکې ظلم دى ، تشدددى ، معاشرتې پابندۍ دى او بدنامۍ هم دى  مګر بياهم دغې خواته ميلان کوى .
يوبل ځوان ليکې پرماڅومره سختى پابندۍ دى زما دکورخلک ماته د يومرګ کوونکى سړي په سترګه کتل غواړې او زه دغه جوړيدل نه غواړم ، زه خپلې جنسې اړيکې پټه ول غواړم ، دظالمي ټولنى له ويرې څخه زه د امريکا سفارت خانى پدغه غونډه کې يومياشت وړاندې په نتياګلى کې يو  اين ، جې ، او کې (پروژه ) کې چې نوم د ( شپه د ټولو لپاره ) ترسرليک لاندې Nightsfoiall  د ټول پاکستان څخه بدن خرڅوونکى ښځې ، او همجنسه وګړې راټول کړي شوي ؤ او تربيت ورکوونکى ورکشاپ ورکړاى شو ، په ياد ورکشاپ کې ټولو خپلې خپلې تجربې اولاسته راوړنى وويلې ، او هرچا خپلې کړنې او قيصې يودبل سره شريکې کړې کومې چې د دوى په وينا ظالمى ټولنې اود نارواء بنديزونو لامله دوى  پټې ساتلې وي  په ازاد ډول يو بل ته وويل شوې .
زموږ د الله جل جلاله حکم وايې خپلې ګناوى چې کله  بل چاته وويل شې  په خپل ځان باندې ګواهان پيداکوئ ، ګناه کله چې دبنده اود خداى په مينځ کې پټه وى نود توبې قبوليت ته نږدې وى اوچې ښکاره شې نوبيا ترې دوسيه (عريضه ) جوړه شي او هم دغه شان وليکل شې او سزايې لازم او خامخا شي
که موږ د تهذيبونو د ختميدو اوعذابيدو تواريخو کتل وکړو  نو په هرموړ کې داسې ليکل شوي وى چه فلانکې قوم  داسې ګناهونه کول وروسته  ختم شوې چې هغوخلکو په خپلو ګناهونوباندې په ډاګيزه توګه فخرکاوه ، له هرڅه سربيره  موږ په خپلو فسادګرو ،درغليو ، او د نااهلو خلکو په طرفې کولو کې له ډيروخته کارکوو،
او دغه قسم خلک تر ډيره وخته بيا بيا منتخب  کړې چې په فخر سره وايې په فساد کې برخه بايد  ټولو خلکو ته په  مناسب تقسيم سره ورکړې شې  .
ليکن موږ په خپله په خپل ځان بآندې د عذاب الهى  عريضې لاسليک کړي دى په ياد کاربآندې ټوله ټولنه غلې پاتې ده ، نه څوک ديوې ګناه څخه منع کول او بندول کوې
اونه د نيکيو ښوونه کوي ، پدې ډول عذاب ياقهر لږ په قلاره راځې او که چيرته لږ د عذاب څخه يوه څنډه  ښکاره شې ، نو خلک بيا په ژراسره معافې غواړې
پداسې حال کې عذاب  په همدې نړۍ کې راځې چې دخداى ج خاوره صفا او پاکه شي ، خوداسې ښکارې چې موږ د الله جل جلاله دعذاب د راتلو پخه اداره کړيده ،
                   اوس دا دخلکوپورې اړتيالرې .......................
مرګ  عذاب پريوه وخت راځې کله کله  انجام بيلابيل شي
د الله جل جلاله څخه د ويريدونکو او د الله جل جلاله ته سترګې ورښودل انجام هم بيلابيل
دهغه د قوانينو پورې دخندا کولو واله انجام هم بيلابيل وي
 
اوريامقبول جان
ډيلي ايکسپريس نيوز
06 July 2011
ژ: مسيح الله (عصام)