سليمان لايق ته ډالۍ

سلیمان لايق ته ډالۍ
سلام سلام دی غرونه غرونه مینهد ښکلاګانو انځورګر شاعرهد طبیعت په جزیرو کي ورکهدهسکو څوکو دچونغر شاعره

ګرانه خبره مي دځان کومهوایه رشتیا چي مرور خو نه یيله ګړنګونو درني میني نه ميچیري یورپ کي لاس په سر خو نه يي

کلونه کیږي چي خاموش ولاړ یمباران خفه رانه شرنګی نه لرمچیني د سترګو مي دي وچي وچيته وا له ځایه نه زړګی نه لرم

اوښان د وریځو مي په سر روان ديپکشي انډي دسرو سکروټو ښوريلمن مي ټوله ده لمبو اخیستيترینه بڅرکي دسپرغیو اوري

سویان هوسۍ سا اخیستلای نه شيښکاري دهري شیلي څار نیولی دغوریځه دګلو ژیړي څهريګرانه دسرو وینو غبار نیولی

را باندي اوري د پولادو ږلۍدهر لاله په زړه مي اوربل دیداوښکوپرخي مي را وییشیديد هر ګو نګه ترخي په کور بل دی

اسماني تندر مي لویدلی په سرد ملا پرشو مي چاکونه کړيپه ټول وجود کي مي خوري دي څړیکيد کاڼو کریژي مي په هر خوا رغړي

پرهر پرهر وجود مي ګوره کنهد دي زخمونو دوا تا سره دهته یي شاعر او زه ښکلا لرمهستا د زړګي دنیا له ما سره ده

دغه سپیره سپیره پرهر وجود تهنه څه دوا نه څه پټۍ غواړمله ولولو ډکي خوږي ترانيیو څوټپي شوخي لنډۍ غواړم

راشه داوښکو اوبه خور راکړهچي دي په خیال کي را زرغون شمهليږ په لفظونو کي مي واړوهچي د حالاتو اوشتون شمه

غواړم د مستو څڼو سیل وکړمیو څه ماضي ته مي یادونه یوسهله ازانګو مي چي شي غیږه ډکهسرو درمندنو ته ډولونه یوسه

چي مي کوچۍ له سترګو ژي ډکويراشه په غیږ کي مي کیږدۍ ټک وههچي یي لمنه نیسي تاته دروميپه هر قدم کي یي ما خۍ ټک وهه

ژڼو پټکو کشي یابندي لکي ويپیغلي په څڼو کي سورساندي تړيچا وي ګوډۍ ډکي له شیځو ځینيګورت د مشکڼو لاندي باندي تړي

چي مي سپوږمۍ په څوکه کړنګ ووهيلرغوني پیغلي مي غونډۍ ته راشیسر په سر نوش کړي د سوما جامونهخوند به بي کیفه زندګۍ ته راشي

کړه ټینګه پوڅه له شیدو نه جوړهراشه شپونکیه خمزوره یوسهد هر غریب شونډي کړه غوړي بانديتر هر بزګره تر مزدوره یوسه

شه په کمال یي په مچړوغزه کي ږدهراځه چي کلکي تیږي توري درکړملیوه شغال دواړه په ټنډه ولهکه شوي در کمي بیا به نوري درکړم

چي د وطن لمنه ډکه شي تريپکشي د وړانګو ملغلري رغړيد لمر امیل مي په سر وشلوهچي په ټټر مي لري بري رغړي

زه به پوټی شم د ښرني در تهد هر غلیم سترګي ور ډکي کړه تريپه بړبوکیو کشي يي پلونه نغاړهلاري کوڅي د وطن سپکي کړه تري 
خالد ریحانسعودي عربستان