دترکمنستان دګازودانتقال په سرافغانستان ته په کال کې نيم ملياردډالرورکول کيږي

دافغانستان دکانووزيرويلي ، چې دترکمنستان دګازودانتقال په سرافغانستان ته  په کال کې نيم ملياردډالرورکول کيږي  . دمحمدابراهيم عادل په قول دګازو دنلليکودامنيت دتامينولوپه صورت کې به شپږزروافغانانوته دکار زمينه مساعده شي .  نوموړي زياته کړه ، چې تراوسه دامنيتي ستونځوله امله ددغه نلليکې دغځولوچارې نه وې ترسره شوي . عادل همدا راز ويلي ، چې دترکمنستان اوافغانستان ترمنځ يودرې ګونی تړونونه ، دترکمنستان دجمهوررييس قربانقلي بردي محمدوف دسفر په مهال هم شوي . په دې وروستيوکې دافغانستان ، ترکمنستان ، پاکستان اوهندترمنځ دګازدنلليکې دغځولوپه موخه يوتړون ﻻسليک شوی ، چې په 2010 زکال کې به د1600 کيلومتروپه اوږدوالي دګازو نلليکه غځول کيږي .