دافغانستان دطبيعي زيرموپه هکله دامريکايانوپلټنې

دافغانستان دکانووزيرويلي ، چې دامريکايانوله خوادافغانستان دزيرموپه هکله پلټنې ترسره شوي اوکره مالوت يې دکانووزارت ته سپارلي . محمدابراهيم عادل ويلي ، چې دامريکايانودرپوټونوپربنسټ دتيلوزېرمې دهرات ، هلمند او پکتياپه وﻻيتونوکې اوهمداراز دتاجکستان سرحدته نږدې پرتې دي . دګازو زيرمې په شمال کې ښودل شوي . نوموړي زياته کړه ، چې دهېوادڅلورمه برخه له دې امله دپلټنې پاتې شوې ، چې هلته ياامنيت نشته ياهم ډېرې لوړې سيمې دي اوياهم صفري سيمې دي ، چې پلټنې يې جواز نه لري  . عادل زياته کړه ، چې 15 په سلوکې سرحدي سيمې دي ، چې پلټنې به يې ونه شي لېکن دلوړو سيمې پلټنې به هم وروسته ترسره شي . ځينې شنونکي په دې باور دي ، چې په افغانستان کې راز رازنورکانونه لکه داوسپنې ،يورانيومو ، سکاره ، مس ، قيمتي ډبرې اوداسې نور هم شته اوښکېل هېوادونه به په اسانه له افغانستان نه بهرنه شي . ددغوزيرمو ارزونه 500 زره مليونه ډالره اټکل شوي .