
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو افغانانو، درنو خويندو او وروڼو،
داده، سږکال، يوځل بيا، د ګران افغانستان د سياسي استقلال د تاريخي
وياړمنه ورځ د
روژیِ په
مُبارکه مياشت کې راځي . له همدې امله، په
بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه، ســږکال د
افغانستان د استقلال، د دوه نويــيــم [
۹۲ ] په
ياد جشن د
جولای دمياشتیِ په څلرويشتمه [۲۴ ] نېټه،
چې د يکشنبیِ [ دوَيم ] ورځ
کيږي،جوړوي
.
د څو بيانيو، مقالو او شعرونو
وروسته به
د جشن زيات وخت سندرو، سازونو،
ډولونو او اتڼونو ته ورکړل
شي
.
تاسو ټولو قدرمنو وطنوالو ته،
ستاسو د کورنيو
او دوستانو سره يوځای، بلنه درکوو چې په خپل ګډون سره د افغانانو د ازادۍ د ياد
جشن، د تېرو کلونو په څېر، دروند
او ښکلی کړئ
.
استقبال ته مو سترګی په لاره يو!
په
درنښت
سيدجان
کارواني
د
افغانانو د ټولنی مشر
نوټ: محترم شاعران
او اديبان او
ګران اتڼچيان ځوانان دې، لطفآ، د جشن د پيل نه نيم ساعت مخکی راشي.
د پيل وخت: د
مازديګر درې
نيمی بجی.
ځای يې: د پخوا په څېر
West Acton Community Centre
Churchill Gardens,
LONDON W3 0JN
د معلوماتو ټيليفونونه:
02089930593
او 02089932129