
همدرد ساپى
پېښور: د پېښور د شهاب الدين غوري په عالي ليسه کې په اسټرليا کې د ميشتو افغان کډوالو رالېږل شوې مرسته په پېښور کې د افغان قونصلګرۍ د چارواکو لخوا د پېښور په افغان سيلاب ځپلو وويشل شوه، په دې اړه په نوموړې ليسه کې يوه غونډه وشوه چې پکې د افغان قونصلګرۍ لومړى مرستيال حاجي معراج، د مهاجرو د چارو مرستيال عبدالحميد جليلى، د قونصلګرۍ د فرهنګي چارو مرستيال عبدالحسيب نوري او يو شمېر د افغان کډوالو قومي مشرانو برخه واخسته، دغه مرسته په پنځه سوه شپېتو بې وزله کورنيو وويشل شوه چې د کراچۍ په بندر له اته مياشتو راهيسې بنده وه چې د افغان کونصل ابراهيم خېل په هلو ځلو راخلاصه کړى شوه، په دغه مرستو کې کمپلې، جامې او يو شمېر نور توکي شامل وو، افغان کډوالو په استرليا کې د ميشتو افغانانو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې افغان کونصلګرۍ او د کډوالو چارو رياست تل زمونږ سره د مرستو هڅې کړي.