ای د ټو پک ږغه  !

 ای د ټوپک ږغه ته خور مور لري
ای دراکټ درزه ته پلار ورور لری
نه یې لرې پوهیږم بې پدریې ته
ماشه دی بل په لاس کې فرمان بریې ته
سترگی دې ړندې خاصه نوکریې ته
زمونږ غوندې ته چیر ته کور او اورلرې
خبر نه  له اولاده نه له مینې
لاهو دمور زړگی په رود وینې
سیلاب چې غوټی غو څې کله یې وینی
کری شپه ورځ غمونه څونه نور لرې
پټې چې کې سترگې یوزخمي ماشوم
درد نه چې آرام سي بیده سوی شوم
لړزوي مریض ستا ږغ بدمرغه شوم
بوډا دې لیونی کی څه زړه تور لری
اورونه او بریښنا وې گرده ستادي
د ښاره دې لوټ کړي ټول په غلادي
یخنی او تاریکی په برخه زما دي
ډک ای بې انصافه ته شاجور لري
سپرلیه سږ نسیم دې جوړ تو پان که
ږغونه دتوپو ورک له جهان که
درزا او لړزا چخ په گورستان که
بیا جوړ یو گلستان که ته خو زور لرې
 
یادښت : د جمیلی شهیدې په فرمایش چې ویل یې:
بابکه ! ډیر عمر کیږي شعردې نه دی راته ویلی. نو لاندې څوبیته ولیکل چې لو مړی بیت به یې څو وخته ددی پر سرو شونډو جاري و.
 
ډاکتر صالح محمد( زیری )
دریم مکروریان – بلاک 104 کابل
19 حوت- 1371