
له شاوخوا دوو میاشتو را پدېخوا د هېواد په ختیځو ولایتونو د پاکستان پوځ له لوري توغندیز بریدونه روان دي. په لومړي سره کې د پاکستان د پوځ له لور د ننګرهار ولایت پر ګوشتې ولسوالۍ شاوخوا دوه اونۍ بریدونه تر سره شول، خو لوړپوړیو افغان چارواکیو پرې سترګې پټې کړي او یوازې یې دومره په ډاګه کړه، چې دوی له پاکستاني چارواکیو سره پدې اړه خبرې اترې کړي دي.
پر ګوشتې ولسوالۍ له بریدونه څخه وروسته، چې د افغان لوړپوړیو چارواکیو جدي غبرګون یې له ځانه سره نه درلود بیا هم د پاکستان له لوري د ننګرهار، کوڼر، خوست او پکتیا پر ولایتونو له اووه سوو څخه ډېر توغندي وتوغول شول.
که څه هم په لومړیو بریدونو کې، چې د ننګرهار ولایت پر ګوشتې ولسوالۍ تر سره شول د ملکي وګړیو مرګ ژوبله ډېره نه وه خو په وروستیو بریدونو کې د کڼر او ننګرهار سرحدي ولسوالیو ډېری کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې مرکزي دولت د نه پاملرنې له امله د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي اړل شول، څو په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي او مرکزي دولت څخه یې غوښتنه وکړه، که چېرې افغان دولت پا کستان ته د ځواب ورکولو توان نه لري نو دوی دې پرېښودل شي، څو د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي.
د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په نړۍ وال کنفرانس کې، چې د ایران په پلازمینه تهران کې تر سره شو افغان ولسمشر حامد کرزي پدې اړه د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ته خپله اندېښنه څرګنده کړه، خو د زرداري په ګډون پاکستاني چارواکیو له یادو بریدونوه بې خبري څرګنده کړه.
لدې څخه وروسته یو ځل بیا په ځینو ولایتونو کې د خلکو له لوري د پاکستان پر وړاندې لاریونونه تر سره شول او ولسي جرګې هم له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه څو پدې اړه دې جدي اقدام وکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت یوازې په افغانستان کې د پاکستان سفیر صادق خان یاد وزارت ته راوباله او ترې پوښتنې ګروېږنې یې ترسره کړي او پدې اړه یوازې خپله اندېښنه څرګنده کړه.
لدې وروسته ولسي جرګې د هېواد امنیتي ارګانونو لوړپوړي چارواکي، چې په هغو کې د کورینو او دفاع وزیران د ملي امنیت سر پرست شامل وو غونډې ته راوبلل او د خلکو د استازو له جدي پوښتنو سره مخ شول، خو دغو چارواکیو په ډاګه کړه، چې دوی د پاکستان بریدونو ته د ځواب ویلو لپاره په بشپړه توګه چمتوالی لري او یوازې د وسله والو ځواکونو سر قوماندان، چې اشاره ولسمشر حامد کرزي ته وه د امر منتظر دي.
د خلکو له پراخو لاریونو او د ولسي جرګې له جدي غبرګون بر څېره ولسمشر حامد کرزي په ډاګه کړه، چې دی به هېڅ کله پر پاکستان د ځوابي ډزو امر ور نه کړي، ځکه هلته به ملکي وګړي زیان من شي او دا هغه څه دي، چې د ده په وینا د منلو وړ نه ده.
لدې ټولو کړنو وروسته د یوې لنډې مودې لپاره د پاکستان له لوري بریدونه و درول شول، خو د چنګاښ په شلمه یو ځل د پاکستان له لوري دولس توغندي د افغانستان خاورې په لوري و توغول شول، چې ملکي خلکوته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.
په پکتیا او پکتیکا کې سرحدي چارواکي وايي: لدې وړاندې هم په یادو ولایتونو د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاورې بریدونه تر سره شوي وو خو د دوی له لوري له ځوابي بریدونوسره مخ شول،، خو دا چې دغه بریدونه په څه ډول وو څرګنده نده او له ځوابي بریدونو څخه وروسته د پاکستان لخوا پر یادو ولایتونو برید تر سره نه شو.
پوځي چارواکي هم پدې باور دي که چېرې د یوه هېواد له لوري د بل هېواد ارضي تمامیت تر برید لاندې راځي نو باید دفعتاً په بریدونو یې ځواب وویل شي، دا چې ولې پر ختیځو ولایتونو د بریدونو د تر سره کولو څخه وروسته افغان چارواکيو د ځوابي بریدونو اجازه ورنه کړه بېلابېل لاملونه لري.
لومړی: افغان امنیتي ځواکونه تر دې مهاله پر پرمختللو وسلو سمبال ندي او په سپکو وسلو نه شي کولای، چې د پاکستان بریدونه ته ځواب ووايي.
دویم: داسې ویل کېږي، چې د افغان دولت دننه ځینې خاصې کړﺉ دي، چې دپاکستان ګټو ته ژمن دي او هېڅکله نه غواړي، څو د پاکستان ګټي زیانمې شي او په مقابل کې یې پر خپلې خاورې او خلکو هېڅ زړه نه سوځوي.
درېیم: که چېرې ځیر شو، نو پدې وروستیو کې د افغانستان او امریکې ترمنځ د ستراتیژیک تړون پر سر خبرې روانې دي، چې د دغو خبرو دویم پړاو تېره ورځ پای ته ورسېده او همدا راز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل هم پیل شوي دي. داسې هم ویل کېږي، چې دغه بریدونه د امریکا په نغوته د پاکستان له لوري تر سره کېږي، څو عامو خلکو ته دا ذهنیت پیدا شي، چې افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان د امنیت ساتلو تابیا نده او باید بهرني ځواکونه په افغانستان کې تر نامالومې مودې پاتې شي.
څلورم: د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي: د افغان ولسمشر له لوري له پاکستان سره د ډیورند کرښې تړون په پټه لاس لیک شوی او لدې امله ښاغلی حامد کرزی نه غواړي، چې له یوه لوري د دغه تړون لاس لیکول افشا شي او له بل لوري د پاکستان باور پر ده باندې کم شي.
دې ټولو ته په پام سره ویلو شو، چې په تېرو لسو کلونو کې بهرنیو ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او تجهیز په صادقانه توګه ندی تر سره کړی او که چېرې یې دغه لړۍ په صادقانه توګه تر سره کړې وای نو اوس به د هېواد امنیتي ځواکونه د دې جوګه وای، چې پاکستان ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ویلی وای او همدا راز په درنو وسلو به هم سمبال وو.
همدا راز اوس مهال هم د افغان دولت په دننه کې داسې کړۍ شته، چې د افغانستان ملي ګټو او ارضي تمامیت ته هېڅ راز پاملرنه نه کوي او یوازې او یوازې د بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه د ایران او پاکستان ګټو ته ژمن دي.
که چېرې د هېواد اوږده تاریخ ته یوه ځغلنده کتنه وکړو نو لیدل کېږي، چې همدا ولس وو، چې د بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې یې اقدام کړی او غاښ ماتوونکی ځواب یې ورته ویلی دی. اوس مهال هم پر ولس ده، څو پاکستان ته داسې ځواب ورکړي، چې بیا هېڅکله زموږ خاورې ته پورته هم نه ګوري.
مجیب الرحمن ساپی کابل