
څه باندې درې لسيزې کېږي ،چې زموږ په ګران هېواد کې خونړۍ جګړه روانه ده . دغې ويجاړوونکې او خونړۍ جګړې زموږ هېواددخپل ټولنيز ژوند په هر ډګر کې ډېر بد وځاپۀ،چې بيارغونه او جوړونه به يې کلونه وخت ونيسي.
دافغان ټاټوبي اوږدې غميزې تر ټولوزيات زيان د هېواد اډانه ييز نظام ته ورواړاوۀ،چې له کبله يې زموږ مادي او معنوي بنسټونه يو په بل پسې وران او ويجاړ شول . هېواد او زموږ معصوم او مظلوم ولس دبشري ټولنې له خوځند او پرمخيوني تکاملي بهير څخه په سلګونو کلونه شاته پاتې شول. زموږ دګران افغانستان يوه لويه غميزه په کوردننه رامنځ ته شوه او هغه دجګړو، دپرديو ايډيالوژيو او نا افغاني ګوندونو پرديو ته دګوډاګيتوب تګلاري او ستراتېژۍ وې ،چې له امله يې په هېواد کې ملي يووالي او ملي وحدت ته سخت زيان ورؤرسېد . همداملي وحدت ته په کورنۍ او ملي کچ وراوښتى زيان ددې لامل شو ،ترڅوزموږګاونډيان خپلو سپېرو، شومو او افغاني ضدموخوته ورسيږي. زموږ دښمن ګاونډيانو په خلاص مټ په هېواد کې خپلې اوږدمهاله او ستراتېژيکې ګټې دهمدغو ګوډاګيو او مزدورو سياسي ګوندونو او ډلو ټپلو په وجودکې ترلاسه کړې ،چې همدا افغاني ضد ګوندونه او سازمانونه په ښکاره او ډاګه دهېواد دوېشاک او تجزيې خبرې هم کوي . داناافغاني ګوندونه ، سازمانونه او ډلې ټپلې په خورا سپين سترګۍ سره په هېواد کې دفدرالي نظام غوښتنه کوي ،چې په هېڅ صورت دافغان ملت غوښتنه او هيله نه ده ، بلکې دپرديو په اشاره او لمسون دداسې نا افغاني او نااسلامي موخو لپاره کمپاين پرمخ بيايي ، چې دګران افغانستان او افغان اتل ولس دملي ګټو سره په ټکر کې واقع دي . همدا دپرديو په لاس جوړشوي ګوندونه ،چې هېڅډول افغاني صبغه نه لري ، زموږ هېواد په اوږدمهال کې له جدي ګواښونو سره مخ کړى ،چې ناوړه او بدې پايلې يې ورځ ترورځې رابرسېره کېږي ، او ديوې ټاکل شوې طرحې او پلان له مخې خپله اجنډا پرمخ بيايي او په دې لړکې داړوند هېوادونو دڅارګرو شبکو او ادارو له خوا ورته په لويه کچه پانګه او سرمايه راځي او په دغه لار کې يې لګوي ، ترڅو دهمدغو هېواد دښمنه خاينو ګوندونو او سياسي معلوم الحاله ډلو ټپلو په وجودکې خپلو سياسي ، اقتصادي او نظامي مو خو ته ورسيږي .
د٢٠٠١ زېږديزکال دسپټمبر ١١ مې نېټې ترهګر يزبريدونه ،چې دامريکې پرمتحده ايالتونو ترسره شول ، نړيواله ټولنه راويښه کړه ،ځکه دافغانستان خونړۍ جګړې نړيواله ټولنه هم وسوځوله . امريکې او پلويانو يې وپتېيله ، ترڅو په افغانستان کې له ترهګر و سره خپل حساب تصفيه کړي . هغه ؤ،چې نوموړې سياسي او نظامي ټلوالې دملګرو ملتونو دامنيت شورا ترپرېکړې لاندې په ټول پوځي ځواک سره په هېواد کې پرطالب واکمني پرله غښتي بريدونه پيل کړل ،چې ديوې مياشتې څخه په کمه موده کې يې دطالب رژيم رانسکور کړاو دلته يو نوى حکومت اورژيم دواک پرګدۍ کښېناست،چې ورسره جوخت دافغان ملت په مړۀ کالبوت کې ساه په چلېدو شوه او دژوند مړاوې غوټۍ يې په غوړېدا راغلې . او دټولو افغانانو سره داهيله وه ،چې زموږ هېواد په دڅه کم څلورلسيزې له اوږدۀ ناورين څخه خلاصون ومومي او دهوسا او سوکاله ژوندخاوندان به شي . خو له بده مرغه ،هغسې ونشول ،چې عمده او اساسي لامل يې په کورنۍ کچه په دولت ، پارلمان او ولس کې دملي يووالي او وحدت نشتون دى .
په هېواد کې دنوي سياسي نظام له راتلوسره جوخت دافغاني مطبوعاتو بازار په بې ساري ډول تود شو . په لسګونو او سلګونو ليکنيزه ، غږيزه او انځوريزه رسنيو په کار پيل وکړ او دمطبوعاتو ډګر ته مسلکي او نا مسلکي وګړو ورودانګل ، ځکه دمطبوعاتو څانګه يې دروزي ګټلو يوه اسانه او ارزانه وسيله وبلله .
په دغه لړکې درېښتيني افغاني مطبوعاتو کچه او شمېر کم دى ،ځکه هغوى مالي بسپنې نه لري ،خو هغه مطبوعات ،چې دباندېنيو مؤسسو اودپرديو او په تېر زموږ دګاونديانو دڅارګرو شبکو سره اړيکې لري او هغوى تمويلوي ، ښه په زور او ځان بسياينې سره کار او فعاليت کوي،او دافغانستان ملي ګټو پرځاى دپرديو ګټو لپاره بوختې دي او داسې څه خپروي ،چې په هېڅډول زموږ دافغاني ، اسلامي او ملي ارزښتونوسره اړخ نه لګوي . ددوى په خپرنيزه ارګانونو کې داسې څه خپريږي ،چې زموږ دملي او کلتوري ارزښتونو سره په مطلق ډول په ټکر کې واقع دي . په هېواد کې دنوې ادارې يوه لويه لاس ته راوړنه داوه ،چې دهېواد لپاره دنوې زمانې دغوښتنو په رڼاکې يې يو خورا بډايه او شتمن اساسي قانون جوړ کړ ،چې دهېواد تاريخ يې سارى نه لري ، اوله دې سره جوخت دهمدغه اساسي قانون په رڼا کې دهېواد دمطبوعاتو قانون چمتو او وروسته تصويب او نافذ شو ،چې نه يوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله سيمه کې يو بډايه او شتمن دمطبوعاتو قانون دى ، له بده مرغه ،چې هم اساسي قانون شته هم درسنيو قانون شته او هم نور قوانين موجود دي ،خو د تطبيق او عملي کېدا ساحه يې تنګه لنډه ده ، او دافغاني ټولنې هر وګړى ، هر تابعه او هېڅ رسنۍ يې پلې کېدا ته ژمن او متعهده نه ده. نوځکه په مطبوعاتو کې دملي ،اسلامي ، افغاني او کلتوري ارزښتونو پرخلاف خپرونې او ليکنې خپريږي ،چې زموږ هېواد او په تېره بيا افغان دولت يې له زښتو زياتو ننګونو او خنډونو سره مخ کړى دى . يوه لسيزه کېږي ،چې په هېواد کې نوى سياسي نظام دواک پرګدۍ ناست دى، خو تر دامهاله يې په رښتيني توګه دقانون واکمني په کورنۍ کچه ټينګه نه کړى شوه ،چې بياهم عمده او بنسټيز لامل يې دافغان په حکومت کې پراخ اداري فساد ، مافيايي بدمعاشې کړۍ ، ټوپکسالاران ، زور واکان ، دنېشه ييزه توکو کارو باريان ، جنګي جنايتکاران ، قوماندانان اودپرديو ګوډاګيانو پراخ شتون دى ،چې دولسمشر حامدکرزي حکومت څخه يې دغوڅ او پرېکندعمل نوښت تر وړلى او همدغې چارې افغان دولت پۀکورنۍ او نړيواله کچه په ناغېړۍ او بې کفايتۍ تورن کړى د ى . لکه څرنګه ،چې اوسنۍ نړۍ دمطبوعاتو دجګړې په ډګر بدله شوې او دنړۍ مطبوعات دعامه ذهنونو په رڼاوي اوهغوى ته دتګلوري په ورکولو کې بنسټيزرول لوبوي ، نو بايد افغان دولت مشران په دغه لړکې يوه مشخصه ستراتېژي او کوټلې تګلاره چمتو او دعمل په ډګر کې پلې کاندي . اوسمهال زموږ خوږ هېواد اوځورېدلى او کړېدلى ملت دتاريخ له يوۀ حساس او برخليک ټاکونکي پړاو څخه دتېرېدو په درشل کې دى ، او هران ددې شونتيا شته ،څو دکورني او بهرني دښمن دتوطيو او دسيسو په ترڅ کې لس کلنه بريا رانه ولاړه او موږ يو ځل بيا دتباهۍ کندې ته ګوزار شو ،نو بايد دهېواد شخصي او دولتي مطبوعات دافغانستان د مطبوعاتو قانون په رڼاکې دملي ، اسلامي او افغاني ګټو لپاره په خورا ستړياوتې توګه کار وکړي . داشان افغان دولت ته لازمه ده ،څو دهغورسنيو پروړاندې ،چې دافغانستان د رسنيو قانون خلاف کار او فعاليت کوي ، غوڅ او پرېکنده اقدامات ترسړه کړي . او په نهايت کې بايددافغاني مطبوعاتو موخه او هدف دافغانستان ملي ګټو خونديتوب وي او بس . داکار به دې ته زمينه چمتو کاندي ، څوپه افغانستان کې سراسري اوهېواد شموله ملي وحدت ټينګ اوزموږ دا وران ، ويجاړ هېواد سمسور او ودان شي . او افغان اتل او مېړنى ولس دنړۍ دمتمدنو اومترقي ولسونو په کتارکې
د درېدو جوګه وګرځي . .دهمداسې ورځې پۀ هيله !
فضل وزيرهيله من