
مخلص
څه افراد پر حزب اسلامي نيوکی کوی چې ولی یی کورنی جنګونو کې برخه واخیسته په دی وروڼو کې طالبان هم شامل دي. ځما ځواب دوی ته دادی چې ایا تاسو پوهیږی چې پر نجیب کودتا د آمریکا او روس په راکړه ورکړی کې او د ایران په وساطت رامنځته شوه عربستان او پاکستان هم د هغی کودتا او شمالی ایتلاف حامیان ول نجیب لاړ خو پر ځای یی مسعود ربانی سیاف او مجددی راغلل قدرت ټول د همغه پخوانی کمونست جنرالانو په لاس کې وو چې د یو نیم میلیون شهیدانو باعث ول چې شپږ میلیونه یی مهاجر کړل چې دوه میلیونو نه یی پښی لاس او سترګی واخیشتی ایاکه طالب هغه وخت موجود وی دا ایتلاف د کمونستانو سره یی منلو؟ که پر مونږ نیوکې کوی خو بیا تاسو ولی تر آخره مسعود سره په چنګ کې وی؟؟ستاسو جنګ نو بیا ولی خپل منځی جنګ نه دی؟؟تاسو خو اوس هم ربانی سیاف او مجددی د اسلام لوی دښمنان بولی اوس هم افغان حکومت سره په جنګ کې ښکېل یاست ایا دا جنګ هم خپل منځی جنګ دی؟؟کله چې روسان ووتل مونږ د نجیب حکومت سره چهاد ته ادامه ورکړه هغه ته مو جهاد ویل تاسو هم ورته جهاد وایاست حال داچې د نجیب په وخت روسان لاړل او افغان مجاهد له افغان کمونست سره په جنګ اخته ول خو زمونږ خو ټول ورته په درنه سترګه ګورو په دی چې مقصد مو د
اسلامي ارزښتونو برقرارول وو.
کله چې مونږ همغه کمونستانو سره په جنګ کې ښکېل ولو بی بی سی سی ان ان کوشش کوو چې دا خپل منځی جګړی وښیی حال دا چې هغه وخت د شهدیانو وینی تازه وی د معلولو زخمونه تازه ول د یتیمانو ویښکې بهیدی خو بیا ستاسو په وخت ډیر کمونستان حکومت څخه لاړل قدرت زیاتره د مسعود په لاس کې وو نو ولی بیا خپلو جګړو ته جهاد وایاست او هغه سپیځلی بولی ؟
تاسو یو بل تور لګوی چې حزب اسلامي ولی دوستم سره لاس لیک وکړ
په دی رابطی کې باید ووایم چې زمونږ پر خلاف لوی بین المللی سازش شوی وو روس آمریکا ایران عربستان پاکستان هند او دا سازش زمونږ په خلاف رامنځته کړی وو.غوښتل یی مونږ ختم کړی او د جهاد آزمان کامیابی ته ونه رسیږی په دی سخت حالاتو کې دوستم له خپل ایتلاف نه بیلول او بیا یی له خپل ایتلاف سره په جنګ اچول نه دا چې شرعی او عقلی ممانعت نه لری بلکه که په جنګ کې داسی افعال مرتکب نه شی ټول به کم عقل درته وایی تاسو ولی بی ځایه ټاپی وهی ایا محمد ص یهودو سره د جنګ په حالت کې معاهده نده کړی؟آیا ګرامی رسول دا پیشنهاد ندی ورکړی چې د یوه کال کجوری به یهودو ته ورکوو د موافهی په صورت ؟ایا محمد ص دی ته ندی مجبور شوی چې حتی یو مسلمان ورته د پنا ځای وغواړی خو هغه مسلمان یی کفاروته سپارلی؟ورونو جنګ جنګ دی هوښیاری غواړی مونږ په دی کار سره هم سیاسی ماتی روس او امریکې ته ورکړ او ایتلاف مو ورته مات کړ هم مو نظامی بریا په برخه شوه تاسو ولی نه پوهیږی چې دا تبلیغات مونږ پسی زمونږ مخالفین کوی چې کله ستا تر مخه کینی مونږ پسی بد رد وایی خو چې له تا نه بیل شی بیا ټول جهاد پسی بد رد وایی.د کمونستانو په خبرو مه غولیږی هغه هم ستا دښمنان دی هم زمونږ کار یی صرف منافقت دی.
بل دا چې کوم کسان بیا ډیر مخکې لاړ شی او حکمتیار صاحب د قدرت تږی ګنی حال دا چې حکمتیار صاحب همیش انتخابات منی پر نجیب کودتا وشوه حکمتیار صاحب د ایتلاف مخالف وو موقت حکومت او انتخابات مو غوښتل دا د حزب شعار وو خو څه وکړو چې مزدور د مجاهد په جامه کی زیات ول سازش بین الملی وو .او د جهاد ټوله قربانی یی برباده کړه.څوک چې د انتخاباتو شعار ورکوی هغه د قدرت تلوسه نه لری هغه کس یی لری چې په زوره قدرت غواړی او د انتخاباتو سخت مخالف وی.هغه کسان د قدرت وږی دی چې قدرت په خاطر کله روسانو سره پټی معاهدی وکړی کله امریکایانو ته سر ټیټ کړی هم یی روسانو نه پیسی او وسلی اخلی هم غرب نه.مونږ که د قدرت شوقیان ولو نو ولی مو د نجیب په ضد کودتا نه منله؟؟ولی مو کمونستانو سره ګټ حکومت نه جوړول؟ولی اوس د آمریکا په ضد جهاد کوو؟همدا اوس که مونږ آمریکی ته د صلحی بلنه ورکړو او ورته ووایو چې نور جنګ نه کوو باور وکړه چې نیم حکومت به مونږ ته پریږدی او په ډالرو او پیسو به مو غرق کړی خو مونږ یی نه غواړو زمونږ امیر په داسی غرونو کی اوسیدلی چې هر کس زړه ورته نه ښه کوی زمونږ امیر په دی اوس وخت جهاد کی د اسلام په خاطر په طویلی کی شپی تیری کړی کله به یی ځو ورځی روټی د خوراک نه وه ایا څوک چې قدرت غواړی داسی سختی زغمی شی؟مزدور ډارن وی همیش کوشش کوی چې لوی قدرت سره رابطه ټینګه وساتی خپل بقا د هغه په حضور کی ګوری مزدور آرام ژوند خوښوی مزدور سختی نشی منلی مزدور هر یرغل ګر ته سر ټیټوی ته ماته ووایه چې حکمتیار صاحب کله هم آزام ژوند کړی؟؟ځانته یی قصرونه جوړ کړی؟؟.
مزدور د ملت غم نه کوی څوک چې د ملت غم خوری د اسلام غم ورسره وی شپه او ورځ اسلامي د پاره ویناوی کوی خلګ د اسلام له حقیقته خبروی دا د مسلمان داعی صفت دی هر مسلمان داعی باید همدا صفت ولری چې د ملت هدایت غم وخوری حکمتیار صاحب ۸۰ شاو خوا کتابونه لیکلی ټول یی اسلام په خاطر بایبیل د قرآن په رڼا کی یی ولیکل چې زمونږ هیوادوال د غرب مسحیت دوکی و نخوری اسلامي نظام په رابطه یی کتاب ولیکل چې مسلمانان پوه کړی اسلام پادشاهی نظام او په زوره بیعت نه منی او دا چې مسلمان پوه کړی اسلام پادشاهی نظام او موروثی او دیکتاتوری سره په مخالفت کی دی چې به هره جامه کی وی د قرآن پلوشی یی په ختمیدو دی دا ټول په دی چې د ملت غم ورسره دی زړه یی غواړی چې ملت د اسلام په حقیقت پوه شی هره وینای د آمریکا روس په ضد دی .نو ایا دا به ستره ګناه نه وی چې د ګوتو په شمیر اختلاف دومره ژوره کړو.او بیځایه تورونه ولګوو.
یو بل احمق بیا پر دی خندل چې اسامه له حکمتیار صاحب سره یو میاشت وخت له توری بوری وروسته ندی تیر کړی !!هغه د غلطو افکارو نه داسی معلومیده چې حکمتیار صاحب خو بلکل د اسلام په ضد ګام اخلیٔ!ٔحال دا چې عبدالله عزام چې د ټولو عرب مجاهدو مشر وو د حکمتیار صاحب کلک یار وو او همیش به یی هغی پسی لمونځ کاوو.حال دا چې اسامه شهید او ایمن الظواهری کولی شوی چې د حکمتیار صاحب داوینا رد کړی .اسامه بن لادن حتی خپل توپک هم حکمتیار صاحب ته تحفه ورکړی نه یم خبر چې په دی کی به څه وی چې دروغ وویل شی.باور وکړه چې پر مونږ اسامه ډیر ګران وو د هغه په شهادت مو ژړلی خو حکمتیار صاحب افغان مجاهدینو ته تر اسامه ډیر ګران دی حکمتیار صاحب اسلام ته تر اسامه دیر زیات خدمت کړی تر اسامه یی مخکی جهاد شروع کړی د اسامه قربانیانی هم دیری وی هغه خپل عزیز ژوند ټول اسلام دپاره وقف کړ مال او دنیا یی د اسلام په خاطر پریښوده خو حکمتیار صاحب هم همدا کار کړی او ورسره ورسره یی اسلام ته ډیر فرهنګی خدمتونه کړی او یو عالم شخص دی
یو د هغه بل نیوکو نه چې پر حزب اسلامي یی کوی هغه دادی چې وایی. د افغانانو بدبختی په هغه وخت کی ګورم چې اسلام جهاد مسلمانی به یو شخصیت کی منخصر کړی شی دا خبره په دی کوی چې د حزب اسلامي پلویان د حکمتیار صاحب ستاینه کوی هغه پری ګران دی دوی ته په ځواب کی وایم چې
اسلام وایی چې بی دجماعته اوسیدل حرام دی حتما باید یو جماعت کی ژوند اوکړو او امیر ولرو څوک چې امیر نه لری او مړ شی د هغه مرګ د جهالت مرګ دی.او بل دا چې هر کس یو آزمان لری کوشش کوی هغه جماعت کی داخل شی چې د هغه جماعت آزمان هم د ده آرمان ته نژدی وی او تلاش او کوشش وکړی چې هغه آرمان ته ورسیږی نو ځوک چې د یوه آرمان په خاطر یوه جماعت ته داخلیږی حتما به هغه جماعت پری ګران وی الله پاک قوم دوستی خوښوی قوم پرستی نه منی شخصیت پرستی نه منی خو دلوی شخصیتونو سره مینه نه دا چې ګناه نه لری بلکه ثواب هم لری د لوی او ښه شخصیتونو سره مینه د دی باعث کیږی چې مونږ هم خپل ځان د هغوی په سیر جوږ کړو لکه حضرت محمد ص سره مینه لکه صحابه کرامو سره مینه لکه صلاح الدین ایوبی سید جمال الدین شهید قطب او حسن البنا سره مینه لکه حضرت ابراهیم ع سره مینه چې بیا کوشش کوو د حضرت ابراهیم په شان ستری ستری قربانی ورکړو کوشش کوو چې د حضرت اسماعیل په شان د امر تایع اوسو مونږ خپل بیعت حکمتیار صاحب سره کړی هغه پر مونږ د اسلام په وجه ګران دی د اسلام نه د دفاع په وجه پر مونږ ګراندی زمونږ اصلی هدف اسلام ته خدمت کول دی هر کس چې په دی لاری کی زیاته قربانی ته چمتو وی علم او فصاحت کلام ولری په قلم او سنګر کی قهرمان وی زړه ور او د مسلمانانو د هدایت شوق او احساس ولری هغه په زمونږ رهبر وی نن سبا مونږ ته له حکمتیار صاحب نه د اسلامي اصولو په مبنا بل دا شانته کس نه ښکاری چې د رهبری صفات یی تر ده لوړ وی زه چلنچ ورکوم چې راشی قرآن مو مخکی کیدو او وګورو چې د کوم امیر صفات هغه چې په اسلام کی ذدکر شوی په بل امیر کی له حکمتیار زیات دی که وو زه به حتما د هغه متابعت وکړم.
څه کسان بیا داسی دی چې پخوا په حزب اسلامي کی ولو او اوس حزب اسلامي پسی تبلیغات کوی حال دا چې په بل جماعت کی هم نه اوسیږی دوی وایی چې حزب اسلامي پر مونږ جادو کړی وو وایی چې تاسو د
پاکستان دپاره پر کابل د بمب باری فیصله وکړه او زیاته کوی چې اوس هغه وخت ندی چې که چا حزب اسلامي پسی خبری وکړی نو لاس تړلی به په شپولی یا سپینی شګی غونړونو کی له خاورو لاندی کیده
دوی ته وایم چې دا هسی خوشی خبری د کمونست له خوا د حزب اسلامي پر ضد جوړی شوی دی حکمتیار صاحب صرف په دی وجه چې د کابل زنانه وو ته ووایی حجاب واغوندی دری ورځی یی هغوی سره بحث کوو چې په دلیل یی قانع کړی هیځ کله یی په زوره خبره پر جانده منلی .مونږ هم په کابل کی ولو چهار اسیبا د شمالی ایتلاف د حملو لاندی وو زما سر هم پکی مات شوی داسی بمونه به یی ویشتل چې لس هاوو مترو کندی به یی جوږی کړی چټ طیاری هغوی سره ول پیلوتان یی کمونستان یا روسان ول او هره وزڅ به یی بمب باری کولی زما په یاد دی چې په کله یی چهار اسیا باندی حملی وکړی مونږ ذخیرو ته لاړو داسی بمونه به یی ویشتل چې ټول غر به یی و خوځید د کابل جنوب ټول دهغوی په بمب باریانو خراب شوی څه وکړو همغه پخوانی کمونستان ورسره یو ځای شوی ول چې روس ته یی د حملی بلنه ورکړه او د یو نیم یملیون افغانانو نفسونه یی واخیستل په دی جنګ کی یی هم ټول کوشش دا و چې حزب بدنام کړی او کابل وران بیا به دکابل غرب هم تاسو لیدلی وی چې هلته حزب اسلامي حضور نه درلود هلته مزاری اوسید مسعود د تفاهم امضا هم ورسره کړی وه د امضا رنګ یی وچ شوی نه وو چې د کابل غرب یی په بمب بارانو وران کړ لس زره کورونه صرف په افشار کی وران شول دری زره مړه او ولس زره زخمیان دا جنایات هم یاد کړی یو خو دا جنایات نه یادوی او بس خولی مو خلاصی نیولی چې هرڅه کمونست او غرب پال مزدوران ووایی هغه منی خو د یوه مسلمان مجاهد خپلواک تنظیم خبرو ته اعتنا نه کوی کوته سنګی هم ورانه شوه هلته هم حزب اسلام چاسره جنګ ندی کړی حزبیان د نجیب له سقوطه وروسته کابل ته داخل شول حتی ارګ ته داخل شول خو چې شمالی ایتلاف پر هغوی حمله اوکړه بیا ورته امر وشو چې په شا شی په دی په شا شول چې ښار کی جنګ د عام خلکو وژنه کیږی
په دارالامان او دی مزنګ کی هم حزب وحدت له شورای نظار سره په جنګ بوخت ولو
حزب اسلام په جهاراسیاب کی وو چهل ستون او بګرامی شاه شهید او د میوند سړک اوله برخه کوم ځای کی چې تاج بیک ټبی دی چې دا ړنګ شوی او دی ځایونو کی خپله حزب اسلامي حضور درلود حملی به هغوی پری کولی چتونو به یی هغوی خرابول نه دا چې خپله په خپل چت ډزی وکړی په اصل کی ټول مشکلات په هغه کودتا کی ول چې د نجیب په ضد وشوه او لاس لیک یی د روس او آمریکی تر منځ شوی وو دا خبره نن هر عقل مند سړی کوی حتی د شورای نظا ځه غړی هم همدا خبره کوی چې مشکلات له هغه کودتا جوړ شول چې کمونستانو سره یو ځای یی د نجیب په ضد وکړه چې پاکستان ایران هند روس امریکی یی ډیر سخت ملاتړی کاوو او حزب په میدان خالی پاته وو دلته د دوی مقصد د حزب ختمول ول غوښتل یی چې اول یی اقتصاد خراب کړی او په جنګ کی یی اسلحی ختمی کړی کوم تنظیم سره چې استعمار تر دی حده دښمنی کوی هغه کی به حتما څه ښه والی وی سپينی شګی کی مو ډیر وخت تیر کړی د دوی دا خبره سل په سلو کی دروغ ده هلته صرف مجاهدین اوسیدل شاو خوا نه کوم ښار وو نه لوی بازارو چې مخالفین پکی وی ټول عام خلک ول چې مجاهدین پری ګران ول او اوس هم پری ګران دی نو ولی به مجاهدین هغوی مړه کول ؟!که ته وایی چې هغه کسانو بانی جی حزب ګران وو او د هغوی تر مخه چا حزب پسی بد رد وویل نو جګړی به وشوی او کله کله به مړی پکی وشول نو دا زمونږ قصور ندی دا شانته جګړی خو اوس هم کیږی عام خلک یی کوی قصور بیا د هغه کس دی چې د دوی تر مخه هغه جا پسی بد وایی چې پر دوی ډیر ګران دی
دوی ته باید ووایم چې حزب پر تاسو جادو نه وو کړی هغه وخت کی حزب اسلامي سره امکانات او پیسی دیری وی پرتاسو پیسو جادو کړی وو جی کله پیسی یی ختمی شوی مشکلاتو سره مخ شو تاسو مال غوښتونکی په لسو لارو لاړی که مسلمان وو هم د مجاهد په ضد مو خوله خلاصه کړه د امریکایانو ویناوی به مو د بی بی سی او سی ان ان نه منلی خو د حزب اسلامي خبری به مو نه منلی هغه به مو دروغ بوللی په ټول قرآن کی به داسی پاڼه و نه مومو چې په تفسیر کی یی د داسی حکومت او کفارو سره جنګ نه وی روا کړی د قرآن شروع د فاتحه په سوری شوی چې ته یی ۳۲ ځله د ورځی لولی ته وایی ایاک نعبدو و ایاک نستعین او ته پوهیږی چې فاتحه د قرآن کریم خلاصه ده او محوری موضوع یی هم ایاک نعبدو و ایاک نستعین دی صرف دالله ج عبادت او عبادت یعنی دا چې ستا ټول واک د الله ج دی د خپلی خوښی په خاطر هیځ نه کوی هرڅه چې وی د الله ج د خوښی په خاطر به یی کوی نه شخصی دوست لری نه شخصی دښمن ستا دوست او دښمن د الله ج دوست او دښمن دی نو ته ووایه چې ایا دا آمریکایان د الله دوستان دی؟چې حکومت ته یی جمهوری اسلامي وایی او مجاهدین چې همدی کفارو سره جنګیږی هغوی ته تروریست وایی آیا دا همغه خبری دی چې ته یی هره ورځ به لمانځه کی ۳۲ ځله الله ج ژمنه کوی؟؟ولی هغه تنظیبم پسی غږیږی چې استعمار ته سر نه ټیټوی؟