ايا کرزى پوهيږي، چې څه کوي ؟

 
دملي کرښې  ١٤مه ګڼه
دافغانستان په اصطلاح امنيتي ځواکونوته د امنيت ساتنې دمسئوليت انتقال دهغې څېړنغونډې موضوع وه، چې د چنګاښ په ٨ او ٩ په کابل کې رابلل شوې وه. ويل کيږي، چې ډېر ژربه دهېواد په اوو سيموکې دامنيت ساتنې مسئوليت  له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو(!) ته وسپارل شي اوبالاخره به  دا لړۍ تر٢٠١٤ کال پورې بشپړه شي . پردې موضوع له بحث وړاندې دوه مهمې مسئلې مطرح کيږي. لومړى داچې که ټاکل شوې وي ، چې دامنيت ساتلو مسئوليت افغانستان ته وسپارل شي ددې معناداده، چې تراوسه پورې دامسئوليت له بهرنيو ځواکونوسره دئ او کوم نسبي امنيت، چې په دې سيموکې شته افغان ځواکونه رول نه په کې لري .اوکه داسې نه وي نو بيا خو دانتقال اصطلاح پرځاى نه ده .
دويم داچې که افغان ځواکونه ترننه پورې په دې نه دي توانېدلي، چې امنيت راولي نو له دې وروسته به څنګه پرې وتوانيږي .په افغان ځواکونوکې کوم بدلون راغلى، چې پرمټ به يې له بهرنيو ځواکونو دمسئوليت اخستلوته جوګه شي .؟
له بلې خوا که دامنيت ساتنې دمسئوليت  دانتقال  اصطلاح ته ځيرشو دهېواد له عيني واقعيتونو سره سمون نلري ځکه دامنيت ساتل هغه وخت مطرح کيږي ، چې امنيت وي. په داسې يوه حالت کې ، چې امنيت نه وي  ښه به داوي ، چې دامنيت ساتنې دمسئوليت دانتقال پرځاى دامنيت راوستلو دمسئوليت انتقال وکارول شي . خوپه دې کې بيا بله پوښتنه داده،  چې که دکرزي دحکومت په وينا دافغانستان امنيتي ځواکونه  په تېرو څوکلونوکې په داسې حال کې، چې بهرنيان يې هم ترڅنګ وو دامنيت په راوستو نه وي توانېدلي نو له دې وروسته به څنګه وتوانېږي . ؟ که همداپوښتنه پرافغانستان باندې  دواکمنو چارواکو مخې ته کېښودل شي هغوى به دومره لاپې  ووهي ، چې تا به په خپلې پوښتنې پښېمانه کړي او وايي به چې اوس افغان ځواکونه  پياوړي شوي . د خپل هېواد دساتنې توان لري . اودې ته ورته له مبالغې ډکې ويناوې ، خو واقعيت دادئ،  چې نه خو افغانستان کوم ملي امنيتي ځواک لري اونه هم  دقومي ټېکه دارانوترمنځ وېشل شوې په نامه ملي اردو او ملي پوليس داوسنيو امنيتي تهديدونو مخه نيولى شي . داسمه خبره ده ، چې هرريښتينى افغان به په دې خوښ شي ، چې دهېواد چارې يې له بهرنيو ځواکونو خپلو ملي ځواکونو ته وسپار ل شي  خو په ډېرې خواشينۍ سره، چې  موږ تېرلس کلونه ايله لاپې وهلي ، خپل ولس ته مودروغ ويلي  او ان کله کله مو دخپل ځان دتېراېستلو هڅه کړې ده . ترهغه وخته پورې ، چې دبهرنيو دريځ داوسنيو قومي ټېکه دارانو پرګټه و دوى يې دوستان بلل، دهغومرستې بې ساري بلل کېدلې ،  دوى به په خپلو ويناوو اوکمپاينونوکې ورباندې وياړ کاو ، چې له موږ سره دې او هغه هېواد دومره او څومره مرستې کړي خو اوس ، چې بهرنيان پرفساد ککړ ناکامه حکومت  حتا دخپلې ناکامۍ لامل ګڼي او دريځ يې د اوسنيو واکمنو پرګټه نه دى . پروني دوستان نن يرغلګر بلل کيږي ، دافغانستان خلک هم ، چې  دبهرنيو ځواکونو کړو وړو ته ګوري  يرغلګر ورته وايي  او همدغه تصورلس کاله مخکې هم له خلکو سره و خو قومي ټېکه داران ايله اوس پوه شوي، چې بهرنيان يرغلګر دي اويا داچې اوس يې خپلې ګټې ايجاب کوي، چې بهرنيان يرغلګر وبلل شي .
په هرصورت خبره بيا هم  د امنيتي چارو پرانتقال متمرکزه ده . پروا نه کوي ، چې داکارترکوم نامه لاندې کيږي  خوپوښتنه داده ، چې  امنيتي چارې به کومو امنيتي ځواکونوته سپارل کيږي ،؟  هغوته چې درې کاله وړاندې  يې دغوايي داتمې په نمانځ غونډه کې  له يوه ډز سره  له  سترجنراله نيولې  ترخوردضابطه پورې ټولو منډې وهلې .؟ هغوته ، چې  دملي اردو او ملي پوليسو ليکې يې يوازې او يوازې دکارموندنې او تنخواه اخيستلو لپاره منلي .؟ هغې  اردو ته، چې له ټولۍ نه نيولې ترقول اردوګانو پورې يې ټولې دندې  دقومي هويتونو پربنسټ  دقومي ټېکه دارانو اوتنظيمونو غړو ته ورکړل شوي .؟ هغو پوليسو ته ، چې  جنرالان يې سل په سلو کې جمعيتيان او نوي په سلوکې  ديوې  وړې ولسوالۍ اوسېدونکي دي .؟  هغو پوليسو ته ، چې د بېسوادۍ ، په نيشه يي توکو دروږدي توب او ناوړه چلند له امله يې دخلکو چغې تراسمانه پورې  ورسېدې .؟اوکه د جنګسالارانو نوي ماډل قومي سيمه ييزو اربکيانوته، چې  دغلا ، شوکو او لارنيولو له امله يې هره ورځ  خلک تر پوزې رسېدلي .؟
کرزى په دې ښه پوهېږي ، چې دلسوکلونو په تېرېدوسره يې افغانستان دتباهۍ تربريده پورې ورساوه  خو اوس يې چې په تېروتنو داعتراف او د چارو له سره پيلولو وخت رارسېدلى  دهرڅه ننداره کوي . کرزي يوه ورځ هم له ځانه ونه  پوښتل ، چې که ځان مرګي بريد کوونکي  ددفاع وزارت ، څلورسوه بستريز روغتون ، انترکانتينتل هوټل ،دلويې جرګې کيږدۍ اونورو مهمو ولايتي  ودانيو ته ورننوتى شي ايا فکرنه کوي ، چې يوه ورځ به دده دبې خبرې اردو، ويدو پوليسو اويا دده په حکومت کې د ځان مرګو بريد کوونکو دملاتړو په نوښت  دهمدې بريدونو ځاى دجمهوري رياست ارګ وي .
دخلکو اندېښنه يوازې دا نه ده، چې کرزى او حکومت يې دخلکو امنيت نه شي نيولى بلکې تردې خو لا جدي  اندېښنه داکېدلى شي ، چې کرزي حتا د ځان د امنيت دساتنې لپاره هم  يو مناسب چاپېريال نه دى رامنځ ته کړى . زموږ وېره داده، چې که کرزى صيب دارګ دامنيت لپاره تيارى نلري، چې خپله په کې اوسيږي نو له ارګه دباندې  سيمو دامنيت لپاره به څه پلان ولري .؟
زماله نظره  له بهرنيو ځواکونو څخه  پرکرزي باندې د چاپېرو قومي ټېکه دارانو ترمنځ وېشل شوې اردو او پوليسو ته  دامنيتي چارو انتقال  بې له دې ، چې  دبهرنيوځواکونو دتېښتې په معنا تعبيرشي بله کومه معنا نلري . افغانان  به ډېر ژر دبهرنيو ځواکونو دتېښتې دبهير دپيل ننداره وکړي  خو بايد په  ياد ولري ، چې افغانستان  يوځل بيا د ٩٠   او ٩٢ ترمنځ کلونو ته ور روان دى . دتېرو لسو کلونو ناکامې تجربې ثابته کړې ،چې  بهرنيان  نور په افغانستان کې دټينګې نه دي . خو ددوى تروتلو وروسته به  دکرزي حکومت هم دجنګ سالارانو  او قومي تېکه دارانو د امتياز غوښتنو پروړاندې ټينګ نه شي  او داخبره له واقعيته لرې نه برېښي، چې کابل به دتنظيمي واکمنيو او قوماندانانو ترمنځ  ووېشل شي . ددې  شي د مخنيوي لپاره بايد څه وشي څوک يې په کوم ډول وکړي داهغه څه دي ، چې کرزى بايد له همدا اوسه پرې فکرکول پيل کړي .