پښتون لا هم ښوونځي سوځوي



د دې  شنه اسمان د لاندې خدايه بيا ولې لوګی دی
دمکتب زنګ يي مړ شوی په  ګوليو سوری سوری دی
د افغان بچو ښوونځی دی
 
د چپرهار  ولسوالي غريب او بيچاره خلک  له ډيرې مودې راهيسې  نږدې هره ورځ که نه وي نو هره اونۍ خو  يو داسې خبر اوري چې د دې ولسوالۍ  استوګن په خپلو کورونو کې له ژوند کولو بيزاره کوي .
 نن  د فلاني مړی په فلانکۍ کنده کې پيدا شوی او ورسره ليک کې ليکل شوي چې دامريکايانو جاسوس و ، نو ځکه خو د... له خوا په  خپله سزا ورسيده
 نن يې فلانکی ملک ، شتمن ، او ... تښتولی او له کورنۍ څخه يې د لکونو افغانيو غوښتنه شوې .
 نن يې  له موټره څو کسه د ملي اردو ، ملي پوليسو په نامه کښته کړي او وژلي دي چې   ګواکې د اجيرې ارودو لپاره کار کوي .
نن په  فلانۍ سيمه کې موټر بم چاودنه شوې ، نن په فلانۍ سيمه کې په ځانمرګی بريد شوی....
دا خو نو اوس په چپرهار کې  معمول شوی . خو اوس له څه مودې راهيسې دعلم او فرهنګ د ښمنانو د ښوونځی  په سوځولو هم پيل کړی .
سهار مې خبرونو کې واريدل چې  چپرهار ولسوالۍ د غزو کلي  د نجونو ښوونځی  د وسله والو له خو سوځول شوی او څوکيداران يې ډبول شوي دي . همدا خبر زياتوي چې په روانه مياشت  کې دا په دغه ولسوالۍ  دريم ښوونځي دی چې د علم او زده کړې د د ښمنانو له خوا د اور خوراک کيږي .
زه نه پوهيږم چې په چپرهار کې د دغو وژنو ، تښتونو او ښوونځيو سوځولو تر شا د چا لاس دی  ؟ څوک دی چې د دغې علم دوسته ولس د بدناموول او ځورولو هڅه کوي ؟. هغه طالب چې دا کار کوي کله يې هم په دې فکر کړی چې لس کاله بعد به يو پښتون  بچی څنګه په دغه نړۍ کې ژوند کوی هغه مهال چې هر څه به  کمپيوټري وي  څنګه به يو به يو  پښتون بيا هم اړتيا لري چې له خلکو پوښتنه وکړي چې  فلانکۍ سيمې ته لار څنګه  تللې دا خو پريده چې په خپل هېواد واکمني وکړي . که طالب وايې چې طالبان دا کار نه کوي . نو بيا دې مهرباني وکړي هغه غله او جګړه ماران  چې د طالبانو له نامه په ګټه اخستنه ورته کړنې ترسره کوي  دهغوی مخنيوی دې وکړي .
افغان حکومت او په ځانګړې توګه چپرهار ولسوالي  اوس سقوط ده  دلته هيڅ ډول دولتي فعاليتونه نه شته  حکومت  ځان هم نه شي ساتلی نو خلک به څنګه وساتي !!!!
په پای کې له دغه خلکو په ډيره عاجزۍ غوښتنه کوم چې د خدای لپاره نور نو د دغې ولسوالۍ مظلوم او بيچاره ولس پريږدئ چې ژوند وکړي . که تاسې د خلکو په وژنو کې خپل ژوند لټوئ نو دا هم واورئ  چې  دظالمانو ژوند ډير لنډ وي او په اخرت کې هم دخدای غضب څخه هيڅکله خلاصيدونکي نه ياست .
خدای جل جلاله  د بيت الله په ورانيدو دومره نه خفه کيږي لکه د يو انسان  د ويني  په تويدنې 
نو کله چې يو څوک کلمه وايي قصابانو تاسې په کوم جرت ځانته حق ورکوئ چې قتل يې کړئ ‎.
 دا ټولې کلمې د زړه له درده ليکم