
جرمني : د روان کال د
جولای د میاشتېپه ۷ نېټه ادبي او سياسي حجرې په المان کې خپله نوبنتي غونډه وکړه .
پدغه
ترڅ کې د غونډي ګډون والو د پښتو ژبي او کولتور د ساتنې ، پالنې او پرمختیا په
اړوند نظرونه شریک کړل او ددغه ارزنده هلو
ځلو د لا عملي کولو په لارو چارو ئې رڼا واچول شوه .
د
ادبي او سیاسي حجري ملګرو وپتیله چې راتلونکي ناسته به د پښتنو د نومیالي او منلي
مشر د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ښاغلي محمدا افضل خان « خان لالا »
په وياړ به د روان کال د سیتمبر په میاشت کې غونډه جوړوي .
ادبي
او سیاسي حجره چې د ټولو پښتنو ګډه حجره
ده، چې په جرمني کې ئې د څه مودي راپدیخوا د خپلو خلکو چوپړ ته اوږه
ورکړي، خپل پښتانه لیکوالان ، ادیبان او مشران ئې په
خپل وخت سره پاللي ، ستايلي او خپلو هیوادوالو ته ورپيژندلي .
خپل
اولس او ژبي ته ادبي او
سیاسي حجري د نورو چوپړ او لا بریا وو په هیله .
په درناوي
صالح خان
زمونږ دحجري ایمیل :
aas-hujra@gmx.de