څلويښت مليونه خلکو دچيني ژبې په زده کړې پيل کړی

دچيني ژبې دزده کړې ادارې دچين له پلازمېنې پکن نه خبرورکړی ، چې همدا اوس په نړۍ کې څلوېښت مليونه خلک دچينې ژبې په زده کړه بوخت دي . نوموړي سرچينې زياته کړې ، چې يوازې په تير2007 زکال کې 130 زرو خلکوپه هغه ازموينه کې ونډه اخيستې ، چې دچينې ژبې دزده کړې دکچې معلومولوپه موخه ترسره کيږي . دغه ازموينې په 66 هېوادونوکې ترسره شوي . يوازې په امريکاکې همدا اوس په 700 روزنيزو موسساتوکې دچيني ژبې زده کړې ترسره کيږي  . ويل کيږي ، چې امريکايي پانګوالواکثريت دکورنيوکارونودترسره کولو په موخه چيني خدمې له دې امله په کارګماري ، چې ماشومان يې چيني ژبه زده کړي . دچيني ژبې دزده کړې ﻻمل دا نه دی ، چې داکومه اسانه ژبه ده بلکې ددغه هېواد چټکه اقتصادي وده ده . وايي کوم امريکايی جمهوررييس دچين له سفرنه چې راستون شو نوخبرياﻻنوورنه وپوښتل ، چې چين څنګه هېواددی ؟ جمهوررييس ځواب ورکړ ، چې ټول خلک يې نابغه دي ! خبرياﻻنو وپوښتل داڅنګه ؟ جمهوررييس وويل ، ځکه چې ټولوچينايي ژبه زده کړې !!!