دملي کرښې ١٤مه ګڼه
م، مقيم
افغانستان يو ځل بيا د نړيوال سياسيت پر تاوده ډګر بد ل شوى دى، په تيرو دوو مياشتو كې چې څومره نړيوالې غونډې شوې د افغانستان روانه وضعه اوراتلونكې پكې د اجندا مهم ټكي وو،
له مخالفينو سره سوله او د خبرو اترو بهير، د امنيتي وضعې په اړه د بيلابيلو لوريو اندېښنې د دوهم بن كنفرانس مساله له افغانستان نه د امريكايي پوځونو د ايستلو پيلولو رسمي اعلان او له اسامه وروسته د سيمې او افغانستان وضعه ټول هغه ټكي دي چې د نړيوالو سياسي محافلو، ليدنو كتنو او بيا نړيوالې ميډيا د سر ټكي وو او دي.
دا پردې ګواه دي چې افغانستان نن هم د نړيوال سياست مركزي ټكى دى او د نړۍ بيلا بيلو ځواكونو او لوريو ته يو ځانګړى اهميت لري،
خو په دې كې د تاسف ځاى دا دى چې پخپله افغانان د خپلې راتلونكې د غوراوي او لومړيتوبونو په اړه همدومره ناتوانه، بې وسه او په حاشيه كې پاتې دي چې لس كاله پخوا وو.
ظاهراَ د ولسمشر كرزي ځينې نيوكې او اعتراضونه د دې سبب شوي چې نړيوال په شكلي او سمبوليكه بڼه په مسايلو كې د ( افغان حكومت ) د خوښې او يا ارادې د لومړيتوب خبره وكړي، د ساري په توګه امريكايي چارواكي چې كله له طالبانو سره د خبرو اترو او اړيكو خبره يادوي دا ورسره غوټه كوي چې دغه تفاهم او خبرې اترې به دافغان حكومت په مشرۍ تر سره كيږي.
چې افغان ولسمشر د خپلو خلكو او ولس د بې ګناه مرګ ژوبلې درولو توان نه لري له طالبانو سره د تفاهم او خبرو اترو ابتكار به نړيوال ولې دوى ته پريږدي.
اوس د افغان ولس تر ټولو لويه ستونزه همدغه ده چې برخليك يې بشپړ د پرديو په لاس كې دى، په دې كې ځينې لاسپوڅي افغانان د همدې پرديو لوريو لخوا په ډير ذليلانه ډول د ډير لږ مادي امتياز په بدل كې ګومارل كيږي.
كه افغان ولس دغه حالت مات نه كړي د نړيوالې ټولنې هر ګام به زموږ د ولس او هېواد د بدمرغيو او ناخوالويو نوى باب ثابت شي.
دا اوس په را روان دسمبر كې د دوهم بن كنفرانس جوړيدل په پام كې دي چې د المان هېواد لخوا جوړيږي او ظاهراَ داسې ويل كيږي چې مشري به يې د افغان حكومت په واك كې وي.
خو د پردې تر شا بله سناريو جوړه شوې ده، دا اوس پر قومي بنسټونو د وهم بن لپاره تيارى نيول كيږي. همدغسې د مدني ټولنې او يا د ښځو د استازيو په نامه په دې كنفرانس كې ځنيو كړيو ته د ګډون زمينه برابريږي.
د بن كنفرانس ظاهري اجندا د تير لس كلن بهير يا د لومړي بن كنفرانس د پايلو ارزونه او د هغو تشو ډكول دي چې په لومړي بن كې وې، له هغو څخه دا چې د حكومت د وسله والو مخالفينو استازي هم بايد په دې كنفرانس كې وي، خو د همدغسې خبرې تر پوښ لاندې د غربي هېوادونو اصلي مهرې د يوه ګډ پلان له مخې دې ته تيارى نيسي چې د قومي او يا مدني ټولنو، اپوزيسيون او يا د دولت د منتقدينو په بيلا بيلو نومونو په دې كنفرانس كې شامل شي، هلته بيا فضا داسې عياره شي چې ګواكې لس كلنه د مركزې حكومت تجربه ناكامه وه د افغانستان د ستونزو حل د نظام په سمون كې دى او دا يوازې ( فدارلي نظام ) دى چې په اوسنيو شرايطو كې د افغانستان ستونزه حل كولاى شي، ډير امكان لري چې د فدرالي نظام د مخالفت د كچې راكمولو لپاره (لنډ مهال لپاره) قيد هم ورسره وتړل شي.
په دې برخه كې افغان ولس له دوو سترو ستونزو سره لاس او ګريوان دى. لومړى دا چې هغه د متل په مصداق د غريب ملا په آذان څوك روژه نه ماتوي، د كمزوري او په فساد كې ډوب حكومت د ولسمشر فرياد اوريدونكي نه لري، دوهم دا چې د ولس په نورو روڼاندو او فرهنګي او سياسي ټولنو كې يا دومره د رايت، هوښياري او ويښتيا نشته چې د ملي مسايلو په اړه يو دريځ غوره كړي تر څو يو اغيزمن رول ولوبولاى شي. يا دغه ټولنې په مصنوعي ډول د پرديو په ډالرو جوړې شوې او په داسې نازكو وختونو كې د ملي ګټو پر ځاى د پرديو اجنداوې پلې كوي.
زه په هر وطندوست او باضميره افغان غږ كوم چې دغه لوى ګواښ درك كړي چې موږ ټول ورسره مخامخ يوو.
د نړيوالې ټولنې په تيره د امريكا نيت افغانستان ته روغ نه دى. ګاونډيان له پخوا نه معلوم دي چې د بحرانونو دوام غواړي كه خداى مه كړه د دوهم بن كنفرانس په اړه ولس هوښياري ونه ښيي او په چوپه خوله د نړيوالو د لوبو په نندارو بوخت وي دا ځل به نوې غميزې پرې تپل كيږي،
په لومړي بن كې په نا ويلي او غير رسمي بڼه د ملت پر ځاى قومونه د نظام اساسي توكي وگڼل شول، دا ځل به (فدرالي سيستم ) چې له بده مرغه په بد نيت او نورو موخو لپاره په پام كې دى زموږ په ولس تحمليږي.
موږ چې په تيرو لسو كلونو كې په مركز او ولاياتو د مركزي نظام د نفاذ پر مهال د واليانو او نورو چارواكيو او سياسي ډلو د بغاوت شاهدان وو د فدرالي سيستم په صورت كې يې اټكل كولاى شو چې وضعه به كوم لور ته درومي.
د دې غميزې د مخنيوي يوازينۍ لاره دا ده چې زموږ ولس د روانو سياسي پرمختياو او په هغو كې په ځانګړې توګه د دوهم بن كنفرانس ته بې توپيره پاتې نشي.
زموږ فرهنګي او سياسي كدرونه دې له چارواكيو او قومي مشرانو سره په ګډه د بن دوهم كنفرانس لپاره داسې تيارى ونيسي چې ټولې ناوړه او د هېواد په زيان طرحې پكې بې اغيزې او شنډې كړاى شي.
ولسمشر كرزي څو ورځې وړاندې د دوهم بن په اړه يوه معقوله خبره وكړه وې ويل چې كه په دې كې نړيوال ډلبازې كوي افغان حكومت بيا پكې برخه نه اخلي د فدرالي نظام د شنډيدو توطيه په همدغسې پريكنده دريځ ممكنه ده، خو همدغه دريځ بايد د ولس د بيلا بيلو لوريو او بنسټونو لخوا تائيد شي.
دوهم بن كنفرانس ته نه بايد حكومت په پټو سترګو لاړشي او نه يې ولس تائيد كړي، سر له اوسه بايد زموږ ملي بنسټونه په دې اړه هم له نړيوالې ټولنې وضاحت وغواړي او هم له حكومت نه، دا به څه ډول كنفرانس وي، اجندا به يې څه وي او افغان ولس او حكومت به څه رول پكې لري؟
په دې اړه بايد بشپړ سپيناوى شوى وي، كه د ولس بانفوذه مشران، فرهنګي او علمي شخصيتونه او بنسټونه په دې اړه د چارواكيو تر شا ونه دريږي ډېرې ناوړه پايلې به ولري چې بيا به يې سمون او جبران هم ناشونى وي.