څو ورځې وړاندې د كابل يوې ورځپاڼې چې
تل په ملي كچه تعصب او نفاق پاروي او د هېواد د وروڼو قومونو ترمنځ په پوچو
تبليغاتو فتنو ته لمن وهي د نويو تذكرو(پيژاندپاڼو) په اړه دا نيوكه كړې وه چې په
دې كې د (غير افغان) حق تلفي شوې ده، متاسفانه د دې پوچو اوتو بوتو په اړه حكومت او چارواكي،
اړوند وزارت او هم نورې رسنۍ چې د داسې
فتنو پر ځواب مكلفې دي چوپه خوله پاتې شوې.
د نه ځواب وركولو
يو دليل به يې ښايي دا وي چې كنځلې او يا داسې له ابتذاله ډكې ليكنې په ځواب نه
ارزي، خو كه د هېواد په كچه په رسينو كې د بيان د آزادۍ حدود معلوم نشي، د اساسي قانون په شمول
زموږ د درانه ولس د بيلا بيلو وروڼو قومونو تر منځ د زهرو شيندلو ته اجازه وركړاى
شي پخپله به خداى مه كړه زمينه د افغان ولس دښمنانو ته برابره شي چې فتنې جوړې كړي
كنځلې او سپك نظريات په ځواب نه ارزي خو مخه نيول يې ضروري دي.
د هېواد د اساسي
قانون پر بنسټ هغه څوك چې په افغانستان كې ژوند كوي او دا يې ټاټوبى وي افغان او د
برابرو حقوقو او مسووليتونو خاوند دى.
د اساسي قانون د
همدې حكم له مخې په افغانستان كې هندوان او سكان لږ ه كي هم افغانان دي او د نورو
قومونو په څېر يو شان حقوق او وجايب لري، (غيرافغان) اصلاَ د پردي په معنا دى او د
افغانستان د برخليك په اړه دڅه ويلو حق نه لري، څوك چې افغانستان خپل كور او هېواد
وګڼي هغه افغان دى او يوازې افغان دخپل ملي هويت له امتيازه برخمن دى او بس.
د نفاق علمبردارې
هغې ورځپاڼې دغه وير چې په تذكره كې د (غيرافغان) حق تلف شوى بيځايه دى، ځكه چې
تذكره او پاسپورټ د ملي هويت نښه ده نه د قومي.
رحمان بابا
فرمايي:
كه د سترګو پټول
په منځ كې نه وي
معلوميږي خپله
پښه د بل پڼه
په افغانستان كې
د قومي تعصب او ملي ستم شعارونه تل د څو مغرضو كسانو پر خولو تكرار شوي دي خو كه د
دې ريښې پسې واخلو او مساله وڅېړو له يوې خيالي او پوچې تبليغاتي ماجرا پرته بل څه
نه دي. ملي ستم به هغه مهال ؤ چې زموږ د هېواد د تر ټولو بې وزله او وروسته پاتې
خلك د پكتيا، پكتيكا او كونړ اوسيدونكي نه واى.
اوس زه نه غواړم
چې پر داسې بې معنا خبرو د لوستونكيو وخت ضايع كړم، د چارواكيو او ټولو درنو
هېوادوالو پام څو ټكيو ته را اړوم:
د نړۍ په يوه
هېواد كې هم يو قوم نه اوسيږي د نفوسو او پراختيا په حساب له چين، هند، امريكا،
برازيل نه نيولې تر ډيرو وړوكيو هېوادونو پورې په ټولو كې زيات قومونه اوسيږي، كه
په ټوله نړۍ كې هېوادونه په يوه هويت او نامه پيژندل شوي وي چې همدغسې دي او ټول
قومونه پرې متحد او متفق وي، آيا په افغانستان كې د تذكرې او پاسپورټ تر بريده د
افغان پر ځاى چې زموږ ټولو شريك هويت دى، د قومونو راوړل د پرديو هغه توطيه نه ده
چې زموږ پام له خپلو ښكيلاكي ارادو څخه په بله اړوي؟
په داسې حال كې
چې د 44 هېوادونو پوځيان زموږ په هېواد كې پراته دي، ولس مو همدا نن هم په وينو كې
ډوب او د ماتم پر ټغر ناست دى، آيا د غير افغان! ډنډورې د همدې مصيبتونو د دوام
لپاره نه دي؟
كه همداسې وي بيا
د دې فتنو بدرګه كول زموږ له درانه ولس سره لويه جفا ده، حكومت او چارواكي هم او
له عام ولس نيولې تر روڼاندو پورې بايد د
دې مغرضانه پوچو اوتو بوتو مخه ونيسي.
ډاكتر رمضان
بشردوست څو ورځې وړاندې په طلوع تلويزيون كې په يوه بحث كې يوه جانانه خبره وكړه
هغه هغو قومي ټيكه دارانو ته اشاره وكړه چې په دې نامه امتيازات غواړي او زيات
امتيازات يې له بهرنيانو او حكومت نه په دې نامه تر لاسه كړي، خو زموږ عام ولس كه
پښتون دى، كه هزاره دى، كه تاجك او نور هماغسې له فقر او ستونزو سره لاس او ګريوان
دي، د قومي ټيكه دارانو او فتنه جوړونكيو د حرامو شتمنيو حساب كتاب څوك نشي كولاي،
په دوبۍ او شارجه كې، په هند كې، په لندن، جاپان او امريكا كې د دوى كاروبار، ماڼۍ
او شمتنۍ له حسابه وتلې دي، همدغه كړۍ دلته د عام ولس په منځ كې د قومي كركو
راپارولو ته لمن وهي او دا هر څه د خپلو بهرنيو بادارانو لپاره كوي.
زه پر افغان
باشهامته ولس غږ كوم چې لږ سترګې وغړوي، د قومي ټيكه دارانو دغه منافقانه دريځ ته
دې پام وكړي، تر څو زموږ ولس د ملي يووالي پر محور سره راټول او يوه خوله نشي، تر
څو د نفاق مغرضانه څېرې رسوا او له ولس نه ځواب نشي زموږ دولس پر سر به غميزي او بد مرغۍ همدغسې حاكمې
وي.
په زغرده وايو چې
په دې نازكو شرايطو كې د ولس د يووالي او وحدت دښمنان د اسلام او افغانستان دښمنان
او د پرديو لاس په نامه نوكران دي.