
د لندن په سادبي کې داسلامي اثارو دخرڅلاو په لړکې دکعبې کلي په 9.2 مليونه پوڼده ، چې18 مليونه ډالره ترې جوړيږي پلورل شوې .
ددې کلي ياکونجۍ ترڅنګ يوشمېرنورپه اسلامي پېرپورې تړلي اثار ،چې په ټوليزه توګه يې بېه21.5 مليونوپونډوته رسيږي پلورل شوي .
ددغه کلي دپلورلوبيې تراوسه په اسلامي پېرپورې اړوندو اثارو کې رېکارډ ټينګ کړی او په دومره لوړه بيه تراوسه کوم بل اثرنه وپلورل شوی .
داسلامي خلافت په مهال به هرکله چې يوه نوي خليفه دحکومت واګی په ﻻس کې ونيولو ، دده په نوم به يوه کلي هم دکعبې لپاره جوړيده .
ويل کيږي ، چې اوس مهال په نړۍ کې په ټوليزه توګه 59 کلي ګانې ياکونجۍ موجودې دي . له دغوڅخه يې 54 يوازې دترکيې داستانبول ښارپه يوه ماڼۍ کې ، دوه دانې په مجموعه نهادالسعيد، يوه کلي دپاريس په موزيم کې اويوه يې هم دمصرپه پلازمېنه قاهره کې داسلامي هنرپه موزيم کې موجودې دي .
په لندن کې پلورل شوي دکعبې کلي په خصوصي توګه ساتل کيده اوهمداراز داخيستونکي نوم هم نه دی په ډاګه شوی .