افغانستان د پرديو استخباراتي جګړو ډګر

ليکوال: څيړندوی احمدشاه کټوازی
د بهرنيو چارو وزارت
بریښنالیک: ahmadshah33@yahoo.com
د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان کورنیو اختلافاتو او کمزوریو تل د باندنیو هېوادونو څارګرو کړیو ته په بیلا بیلو سیاسي لوبو کې دا موکه په لاس ورکړې چې دا سیمه د خپلو موخو قرباني او تر خپلې ولکې لاندې یې راولي.خود بهرنیانو  ددغه ډول بریاوو عمر ډېرکم او لنډ لیدل شوی،چې په پایله کې یې افغانستان  بېرته د ګډوډیو او بې نظمېو په لور روان شوی.
د نړۍ د ځبرځواکونو غلطو او ظالمانه سیاستونو او د تاریخ په اوږدو کې په ملي کچه د افغانستان  په رهبري کې د عزم او قوي هوډ نشتوالی د دې سبب  شو څوافغانستان  دتوندلارو او وسلوالوډلوپه میدان بدل  شي.
افغان ولس د خپل عمر زیاته برخه په همدغو جګړو کې تېره کړې، د سولي فکر ته دوی یا خو د خپلو رهبرانو له لاسه او یا هم د پردیو له لاسه نه دي  پریښودل شوي. په ملي کچه دا هم یو واقعیت دی چې ولس خپل مسؤلیت په صحیح توګه نه دی تر سره کړی  مګر په واقعیت کې دا د ولسونو مشرتابه او رهبران وي چې د اولس د استعدادونو او ظرفیتونو نه په ٌصحیح ډول استفاده کوي او هغه د هېواد د پرمختګ لپاره کاروي تر څو هېواد او ولس دواړه د روڼتیا، پرمختګ او نویو ابتکاراتوپر لور رهبري کړي. له بده مرغه د مشرتابه ټیم تر منځ د اتفاق او اتحادد نشتوالي او له بیلا بیلو هېوادونو سره د دوی  دتړاو   له امله  اولس او هېواد دواړه وروسته پاتې  او د اورپه  لمبو کې ګېر پاتي شوي .
په داسې حال کې چې افغانستان لا تر اوسه په یوه کړکیچن او د جنګ په حالت کې دی. په لسګونو بیلا بیلې استخباراتي  کړۍ په دې هېواد کې د خپلو شومو اهدافو د تر لاسه کولو په هڅه کې دي او په دې هېواد کې تخریبي  فعالیتونه کوي. سربیره پر دې ځینې کورنی ملي ضد کړۍ چې په افغانستان  کې شتون لري، د ۲۰۰۱ کال راهېسې د اقتصادي پیاوړتیا تر څنګ یې له بهرنیو هېوادونو، استخباراتي اژانسونو او داسې کړیو سره لاس یو کړی چې هیڅ کله هم هغه د افغانستان په ګټه نه و او نه دی بلکه یو تخریبي سیاست او په دې هېواد کې د تخریب،نفاق او  د اور لمبو ته نوره هم لمن وهي.
د دوی تر منځ یو داسې سمبولک تړاو رامنځ ته شوی دی چې نه شي کولای یو له بل نه بیل شي، او تر څنګ یې دوی  د ځینو رسنیو له خوا چې د استخباراتي  کړیو په مرسته او اشارو فعالیتونه کوي، افغان ولس ته د اتلانو په توګه معرفي  کیږي. په داسې یو حالت کې افغانانو ته څه پکار دي  تر څو خپلې ملي ګټې خوندي کړي. افغانستان  چې یو پیاوړی او مهم جیو ستراتیژیک موقعیت لري ولې هر وخت د دې پر ځای چې له خپل موقعیت  نه په مثبت ډول استفاده وکړي همیشه دهغه  قرباني  پاتې شوی دی.
 
افغانستان د خپل مهم، جفرافیوي او جیوسټراټیژیک موقعیت له مخې چې د سویلي آسیا، منځنۍ آسیا او منځني ختیځ تر منځ نښلوونکې بڼه لري، نه یواځې د سیمې هېوادونو ته  بلکې د نړۍ لپاره هم خورا ارزښت لري.
له بده مرغه د تاریخ په اوږدو کې تل افغانستان د خپل جیو سټراټیژیک موقعیت له امله قرباني  شوی دی.له پخوا زمانو راهیسې  د نړۍ زبرځواکونه په دې ګروه وو، چې افغانستان د نړۍ مرکز دی او دغه نظرترننه پورې هم خپل اهمیت  له لاسه نه دی ورکړی .
ځکه خود وخت هر یوه زبرځواک په دې سيمه کې ځان ازمایلی اودخپلوموخودلاس ته راوړلولپاره یې دلته دیوې مودې لپاره  د جګړې ناکام ډګر تود ساتلی دی.
له پیړیو راهېسې  افغانان او د دوی هېواد د فارسیانو، مغلو،انګرېزانو، روسانو او په دې وروستیو کې د پاکستان د جاه طلبیواوسياسي  ځواک د لوبو په ډګر بدل شوی دی،چې ورسره د سيمې سوکالي او ټیکاومتزلزل او له ستر ګواښ سره مخ شوی دی.
د تاریخ په اوږدو کې څو څو ځله د وخت بوالهوسو زبرځواکونو د لویو امپراتوریو د جوړولو له خیالونو او د خپلو سوداګریزو موخو د ترلاسه کولو له پاره  دا سیمه ځپلې او ترې نورو سیمو ته تېر شوي دي.
د افغانستان د جیو سټراټیژیک او جیو پولیټیک موقعیت ارزښت ته په کتو سره د سيمې مشهور مسلمان شاعر او فیلسوف علامه اقبال لاهوري افغانستان د آسیا د زړه په توګه پیژنې او "لارډ کرزن چې د شلمې پیړۍ په پیل کې د برتانیې له اړخه د هند وایسرای ټاکل شوی وه، افغانستان د آسیا (کوکپټ)  (داسې ځاۍ چې خورا ډېر جنګونه په کې شوي دي) راپېژني.
د افغانستان غرونو او دښتو دنړۍ تاوده او ساړه جنګونه وګالل،چې د دغو جګړو بدې اغېزې نه یواځې په سیمه بلکې په ټولې نړۍ کې ولیدل شوې.
 باندنیو نیواکګرواو د وخت زبر ځواکونو تل هڅه کړې ، چې  د دې سیمې با ارزښته سټراټېژیک موقعیت تر لاسه کړي چې  د دغې موخې د ترلاسه کولو له پاره په افغانستان باندې اغیز او واک درلودل  ورته تر هر څه مهم وي
د تاریخ په اوږدو کې د دغه هېواد ګاونډیانوهم د خپلوموخو د ترلاسه کولو  له پاره په دغه هېواد کې د جګړو او د بېلابېلو قومونو تر منځ د تربګنۍ او نفاق ډګر تود ساتلی دی.
د۲۰۰۱ سپټمبر۱۱ مې تر پیښې وروسته دغه سیمه نوره هم مهمه شوه او دغې سیمې یو ځل بیا د زبرځواکونو او پیاوړیو قوتونو تر څنګ د نړۍ د نورو تجارتي او معاشي قوتونوپاملرنه  هم ځان ته راواړوله .
 
افغانان چې تاريخ په اوږدو کې  د زبرځواکونو د تاړاکونو، د خپل منځي او د پردیو د استخباراتي جګړو قرباني پاتې شوي،آن نن په یوويشتمه پیړۍ کې هم د ګډوډيو، بې نظميو،لوټ تالان او له ظلم نه ډکو استخباراتي  پالیسیو سره مخ دی.
ډیری افغانان نن په دې عقیده دي چې نړۍ باید د هغو تېروتنو، او زیانونوقیمت افغانانو ته ورکړي، چې په تیرو وختونو کې یې افغانان قرباني شوي، ځکه چې افغانستان په ډېر مهم ځای کې پروت دی، ددې سيمې تېرو پېښوته په کتو سره د دې هېواد ناخوالې به ډېر ژرپه ټوله سیمه اغیزه وکړي او د نړۍ امنیت به هم ورسره له ګواښ سره مخ شي.
سیاسي کارپوهان په دې ګروهه دي،چې که دا بې وزله هېواد  د خطر له ګواښ سره يواځې پرېښودل شي نود نړیوالې ټولنې له څرګندې مرستې پرته به دلته سياسي اواقتصادي نظام ړنګ، افغانستان به د نشه یي توکوپه هېواد بدل اود ناولو ګاونډيانو پليتو منګولوته به ولوېږي،چې ورسره به یو ځل بیا افغانستان ښايي د اسلام پالو سخت دریزو او ترهګرو پر ځالې بدل شي او د سيمې او نړۍ ټیکاوبه هم ورسره له ناوړه ګواښ سره مخامخ شي.
افغانان باید د" خپله مرسته په خپله" حقیقت درک کړي:
دوی باید د سیاسي ځواک تریخ حقیقت ته پاملرنه وکړي او یاد حقیقت و پیژني چې یوازې  په خپل زیار او مرستې سره کولای شي  څوپه هېواد کې سوله او امنیت راولي، ځکه چې د بهرنیانوله لوري  د سولې راتګ د هغوی په موخو پورې تړلی وي، کله چې هغوی خپلې موخې تر لاسه کړي بیا دا ورته د اندیښنې وړ خبره نه وي، چې افغانان په څه ډول یوحالت کې  دي.
د یوه هېواد له پاره امنیت ترهرڅه مهم وي،ځکه چې  امنیت دهېواد د ملا د تیر حيثيت لري  اقتصاد، وده، پرمختګ، د مدني بنسټونو جوړونه او نورې پرمختیاوې د امنيت په شتون کې نغښتې وي نو له همدې امله یو واقعیبین (رییلیسټ) باید په لومړي  پړاو کې په هېواد کې دننه خپل واک او ځواک منِظم او بیا په نړیواله کچه ځواک تر لاسه کړي.
ننۍ نړۍ ېو منظم سیستم نه لري، له بې نظمۍ اوسیاسي ګډوډيو سره مخامخ ده. په دغو ګډوډيو کې هیوادونه یوله بل سره په سیالۍ کې دي،څووکړای شي  د نورو په پرتله ډېرځواک تر لاسه کړي، هېوادونه هڅه کوي چې د ثبات، امنیت، اقتصاد، بازار موندنې، نفوذ اوپه داسې نورو برخو کې تر نورو خپله ونډه ډېره کړي.
نو په دغسې ګډوډېشن کې د یوه هېواد تر ټولومهم او لومړنی مسوولیت د خپلو وګړو د ژوند ساتنه اودهغوی د امنیت تامینول دي.
نو له دې نه دا سبق اخیستل کېږي، چې د ځواک خاوندان ېا خپلواک  هېوادونه باید دې ته چمتو و اوسي چې د خپلو ګټو د خوندیتوب له پاره دوی له خپلو کړیو ژمنو څخه تیراو خپلو ګټو ته تر هر څه لومړیتوب ورکړي،وړاندې له هغې چې ګاونډی یاکوم بل هېواد پرې  یرغل وکړي او یا دبريد له ګواښ سره مخامخ شي دوی يې باید مخکې له  مخکې غم خوړلی وي  او برید کونکی هېواد تر خپل کنټرول لاندې راولي، ددې ترڅنګ  د نورو هېوادونود هغو پالیسیو یا کړنلارو مخنیوی هم باید وکړي، چې د دوی د هېواد یا ولس د ګټو پر خلاف وي.
د بقا یا ژوندي پاتې کیدو اړتیا ته په پام سره د هېوادونو واکمن چارواکي باید له  دودیزو افکارو او اخلاقیاتو نه ځانونه لرې وساتي،اخلاق او دودونه  باید د دوی د پرېګړو خنډ ونه ګرځي، ملي ګټو ته باید تر هر څه زیاته پاملرنه وشي، که د رواجونو او یا د اخلاقوله چوکاټه دباندي هم وي.
په نړیوال سیاست کې د کورني سیاست برعکس بل ډول سیاسي او اخلاقي اصولو ته اړتیا پیدا کیږی.
 په هر حالت کې د ملي ګټوپه پام کې نیولو سره باید د هېواد ساتنه وشي (که څه هم دغه چاره د وګړیو د ژوند د لاسه ورکولو او قربانیوپه بیه تمامه شي).د نړیوال سیاست د ریښتیني او حقیقي فطرت پېژندلو لپاره د هېوادونو د واکمنو پر اوږو یو دروند مسوولیت پروت وي.
د هینري کسینجر په اند د ولس د ژوند ساتنه د دوی لومړنی او وروستنی  مسوولیت دی، چې په اړه یې په هیڅ صورت هم معامله نشي کیدای او دا باید له خطر سره مخامخ نه شي.
د یوه واقعبین لپاره د دې پر ځای چې د احساساتو، اخلاقو او یا دودیزو افکارو او رواجونو پر بنسټ پریکړه وکړي، د عقل پر بنسټ پریکړې ورته زیات ارزښت لري.  د دوی پر اند واکمن باید عاقلانه کړنې وکړي .
 یو هېواد د دې د پاره چې خپل ځان وژغوري ، مجبور او مکلف دی چې خپل قوت یا ځواکمنتیا وکاروي. د میکس ویبر په اند د هېواد تعریف په دې ډول دی،" په یوه معینه سیمه کې د قانونې فزیکې قوې د استعمال انحصار" ته هېواد ویل کیږي. یعنې یوه هېواد ته په طبیعي توګه دا حق ورکړل شوۍ چې د خپلو پولو په چوکاټ کې دننه خپل ځواک وکاروي او که دخپل امنیت یا ګټو دساتلو اړتیا ولیدل شي نوبیا دا ځواک  له پولو نه دباندي هم کارول کیدای شي.
په نړیوال نظام کې داسې هیڅ برلاسی ځواک نشته، چې د زور یا قوت د استعمال مخنیوی وکړي  نو ځکه هېوادونه د خپل زیار یا خپل کومک په خپله باندې اعتماد کوي. د دې لپاره چې خپل امنیت په خپله خوندي کړي او د امنیت د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي، یو هېواد په اتوماتیک ډول د بل هېواد امنیت له خطر سره مخامخوي. دغه حالت یا د نا امنی دې حالت ته  د امنیت مشکل حالت یا سیکیورټي ډایلیما ( د داسې  دوو حالاتو څخه د یوه انتخاب چې یو هم  دانسان خوښ نه وي ) ویل کیږی.
په دې پړاو کې چې هېوادونه خپلو ملي ګټو او د خپلو فوځي ځواکونو د لا پیاوړتیا او غښتلي توب په هڅه کې دي او دې ته لومړیتوب ورکوي په هیڅ یوه هېواد او ولس باندې هم ویسا او اعتماد نه شي کیدای.
افغانان باید دا درک کړي چې نن دوی له هر څه نه زیات سولې او ثبات ته اړتیا لري،دامنیت خوندیتوب، سوله او ثبات باید د افغانانو لپاره تر هر څه زیات لومړیتوب ولري او د خپل ځواک د زیاتولو هڅه وکړي.
له نړیوالې ټولنې او امریکا نه دمرستو د تر لاسه کولو په جدول کې باید امنیت ته لومړیتوب ورکړل شي او د ځواک میندلو اړتیا باید په دریو سرو امنیتي ارګانونو کې احساس او په دې برخه کې چټک ګامونه واخستل شي.
هېوادونه د ځواکمنیدو په حال کې دي نو د امنیت د خوندیتوب له پاره هېوادونه هڅه کوي څو د نورو هېوادونو په پرتله خپل ځواک پياوړی او دفاعي  سیستم غښتلی کړي. هغه هېوادونه چې  ډیر پرمختللی دفاعي او امنیتي  سیستم لري لا هم په دې  تکل کې دي چې د نورو هېوادونوپه  پرتله خپل ځواک پياوړی کړي څویې  امنیت له ګواښ سره مخامخ نه شي اوخپلې ملي ګټې خوندې کړای شي .
 
همدا رنګه د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه پاکستان چې ډېر بې وزله او د نړیوالو د پورونو پر مټ  حکومت چلوي د بودیجې زیاته سلنه یې دفاع ته ځانګړې کړې. ایران چې تقریباً ټوله نړۍ یې د اټومي وسلوله جوړولو سره مخالفه ده اودنړۍ د اقتصادی او نورو فشارونو لاندي دی بیا هم داټومي وسلو په  جوړولو باندې ټینګار کوي ځکه چې د خپل ژوندي پاتې کیدو او بقا راز  په ځواکمن کیدو کې ویني.
 
افغانستان اوس یوازې  د بهرنۍ مرستې پرمټ  ځان ژغورلای شي، ځکه چې تیرو جګړو ترې  هر څه اخیستي او دا تشه ډکول اوس لسیزو ته اړتیا لري.
خو د دغه هېواد اوسنۍ واکمنه اداره بایدپه دې وپوهېږي، چې د خپل منځېو سیالیو پر ځای، د هېواد  د زیربنا او ادارو په بیا رغونه کې هڅې وکړي،او دا هم باید درک کړي مخکې له هغې  چې دا بهرنۍ مرستې  د دودیزه سیاسي ځواک او د څارګرو لوبو په یو بل ډګر بدلې شي  دوی باید دې ته چمتو واوسي څو په خپل هېواد کې د ګاونډیو د سیالیو مخه ډب کړي .که خدای مکړه دغه ډول  حالت رامنځ ته شي،نو نه یواځې دا چې افغانان به اغېزمن کړي بلکې هغه خلک چې تردې دمه له اور سره لوبیدل او دا یې نه دي  لیدلي  چې سوزیدل څنګه وي، هغوی به هم لو لپه او الونیا شي.
 
افغان واکمنو کله هم د سیاسي  ځواک تریخ حقیقت درک نه کړ:
په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له نهه کلن شتون نه ورسته چې د ملیاردونو ډالرو د لګښت دعوه هم کوي،که څه هم څه ناڅه لاس ته راوړنې لري؛خو د مرستندویه هېوادونو لګښت او فزیکي شتون ته په کتو سره دا په هیڅ شمار دي. باید تر دې دمه ډېرکار شوی وای او د امنیت په برخه کې خو لږ تر لږه بایدافغانانو د دې وړتیا پیداکړې  وای څو د خپل هېواد د پولوامنیت یې په خپله ساتلای وای.
نن په داسې حال کې چې لویدیزوال له افغانستانه د خپلو سرتیرو د وتلو خبرې کوي د دوی د مرستو له امله د افغانستان ملي اردو او نور امنیتي ارګانونه په کوم حالت کې دي، څومره سنبال دي او څومره وړتیا لري،د دغو ارګانونو واک د چا په لاس کې دی او قومي او اتنیکي انډول یې په څه ډول دی؟؟؟ دا داسې پوښتنې دي چې نړیواله ټولنه یې باید په غور سره ځواب کړي.
په جدي توګه باید د افغانستان د دفاعي سیستم ځواکمنتیا ته پاملرنه وشي او ډېر ژر له ظرفيتونو سره مليٍ مجهز پوځ ،پولیس او امنیتي ځواک رامنځته شي، چې د هېواد امنیت په خپل لاس کې واخلي او نور د افغانستان ګاونډي هيوادونه  دا جرت ونه کړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. له دې سره به له یوه پلوه د افغانستان د دفاع چارې افغاني شي او له بل لوري به د نړیوالې ټولنې خوله بنده شې چې په   ملیاردونه ډالر د افغانستان د دفاع له پاره لګوي.
وړاندیزونه:
۱) افغانستان د خپل سټراټیژیک موقعیت له امله مکلف دی، چې خپل ځواک ډېر اوپياوړی کړي ؛ځکه چې  د افغانستان ځینې ګاونډي هېوادونه، لکه چین، پاکستان، روسیه او هند اټومي ځواکونه  دي  او ایران هم نن سبا پر اټومي ځواک بدليږي، له دې سره په  څنګ کې  یاد هېوادونه مسلکي  فوځي  ظرفیتونه، ادارې او نورې وړتیاوې هم لري.
۲)دافغانستان د دولت لپاره باید دهېوادامنیت اوخوندیتوب تر هر څه زیات ارزښت او لومړیتوب   ولري.
۳) افغانستان چې یو حساس جیو پولیټیک او جیو سټراټیژیک موقعیت لري باید د یوه ځواکمن او مجهز دفاعي نظام تر څنګ پیاوړي او مسلکي امنیتي ارګانونه ولري.
۳) افغان دولت باید نړیوال په دې قانع کړي چې افغانستان کولای شي د سیمه ییز ځواک په  انډول ساتلو کې فعال رول ولوبوي، که چیرې د دې هېواد د جغرافیوي موقعیت پر بنسټ د دې هېواد سره پوځي او ملکي مرستې وشي.
۴) افغان اردو او امنیتي ځواکونو ته باید د واقعبینی پر بنسټ ولاړ مډرن او د نن ورځې د اړتیاوو پر بنسټ ولاړ درس او روزنه ورکړل شي او د نوې ټیکنالوژی سره باید دوی  آشنا کړای شي.