دقران مجيدديوې نفيسې پاڼې لپاره پنځه مليونه ډالره ورکړل شوي

په لندن کې پرون ورځ ،  دقران مجيدديوې نفيسې پاڼې لپاره پنځه مليونه ډالره ورکړل شوي . دغه پاڼه داسلام دمبارک دين دظهوردوختونو يوه پاڼه ده ، چې دلندن په کرېستيزکې  4924279 ډالره يې په بدل کې ورکړشوي . داسلامي اثارو په تاريخ کې ددې پاڼې لپاره تراوسه ، ترټولوزيات ارزښت ورکړل شوی . په لومړي سرکې ددې پاڼې لپاره له 200 نه تر300 زروډالرو پورې وړانديزشوی و . دقران کريم دغه پاڼه دخوسي په پوستکي باندې ليکل شوې او دليکلومهال يې اوومه ميلادي پېړۍ په مدينه کې ښودل شوې .