ددکتور فاروق أعظم طنزونه

پوهنمل محمود نظری


 دکتور غلام فاروق اعظم په کال ( ۱۹۴۳ م)  په کندهار کښې زېږېدلی  دی .
هغه خپله دکتورا په ساینس کښې له انګلستان څخه اخیستی ده  او د مجاهدیتو په دوران کښې  د ښوونې  د وزارت وزیر هم پاته سوی دی چې اوس په لندن کښې ژوند کوي.
د هغه چاپ سوی مهم کتابونه  د افغانستان د بحران سیاسی حل، مشر هم خندا کوی کشر هم خندا کوی دی .
هغه یو سیاستپوه،  محقیق او تکړه لیکوال دی
 ښاغلی فاروق اعظم یو په وطن مین لیکوال دی چې تل د وطن په ناخوالو ځوریدلی او ځوریږي نوتل  یې  په خپلو  لیکونوکښې داټولنې ناخوالي غندی او نیوکې  یې پرې کړی دی اوتل يې غوښتي دی دا ناخوالي  د مسولینو تر غوږه ورسوي  نو ځکه یې  د طنز له وسلې څخه چې د ناخوالو د سمون لپاره  یوازینی وسله ده کار اخیستی دی .
 طنز هغه درد دی چي طنز لیکوال هغه  په  خندا بدلوي یاني خپلو اوښکو ته د خندا نقاب وراغوندي او خلکو ته يي وړاندې کوي او هغوی سوچ ته اړباسي
 د طنز لیکوالو یوازینی موخه د خلکو خندول نه ده د هغو اصلی موخه د ټولنی  نقصونه اصلاح کول ، د مظلومانو ویښول   اودټولنې وده ده.
دچا خندول ښه کار دی خو داطنز خندا پوه خلک په سوچ کښې اچوي ، چې د طنز اصلي داستان همدا دی.
د داکترصاحب طنزونه ژورنالیستک طنزونه دی چې موخه يي د ټولنې اړینې  تشې او کمۍ په ګوته کول دی نو ځکه هغه   بې ویرې خپل ږغ پورته کوي او وايي :
 
حاکمان چي سې نا اهله خلک مله سی دسره غلو
حکومت چي بـیغـمـباش سې بازار تـود دخـپـلسرو
رهبران چی کوڅه ډب وی د پردو پر ور سولیږی
بـیـقدری دخـپلو ډیـر کړی ډیـر وی قـدر د پـردو
اختـناق د حاکمانو زیـږوی تل کودتا - انـقلابونه
سـمه لاره چي سی بـنـده خـلک اوړی پر نخـرو
چی د علم ور پر بند وی ‎ خود به ځی مخ پر تیارو
دطبـيـب نیستی ناروغ کړی مخ پرکـوډو زيارتو
تارومارسې رمه هـله چي ويـده بـیـوخته شپـون وې
دلـیـوه له ويـری کلی، وی احتـياج د کـوټـه سـپـو
 دهغه د ا طنز دننی حاکمانو د نااهلي، بی غمباشي ، کوڅه ډبي ، اختناق، بې علمي  په هکله  دی
هغه په خپل یو بل طنز کښې وايي  چې زورواکانو تیاره خوښه ده د هغو جاهلان او غله  خوښ دي!
 چې دا طنز هر  پوه انسان په سوچ کښې اچوي چې ولي د هغو تیاره، جاهلان اوغله خوښ دی؟!
 
زورواکان دی دښمـنـان د ښـه نـظام
تر رڼا خوشحاله دوی په تور ماښام
پر حساب باندی به ړوند وکوڼ وشـل
ترعالم پاکنفس يې خوښ جاهل و غل
هغه  په یو بل خپل ښکلی طنز کښې وايي،  چې بایدلومړی  د رهبرانو شخصیتونه ځان ته مالوم کړو بیا ورپسې سو،  لیکن دا په هغه وخت کښې کیدای سي چي استبداد نه و ي
هغه په طنز سره له مشره پوښتنه کوي : ته دچا استازی يې؟ چا ته حساب  ورکوې ؟
 
څو پوښتنی له هر مشره ضروري دی
په جواب يې پوهول دځان حتمی دی
 
اول، وپوښـته: قـوت له کومه ستا دی ؟
ته د قوم په قوت ناست يا دبل چا دی
 
دا قوت دچا په ګټه استعمال او کاروې؟
بل حساب د کار به چاته ورکوې ؟
بل که چيری دنـده خپل کی سې ناکام
څوک به تا له لاسه نيسی والسلام ؟
 
سی مطرح دغه سـؤالونه هغه وخـت
چی تـړلی استـبـداد له ملکه رخـت
وي دخـلکـو حکـومت پـر سـر د کار
لـه هـمدوی يې وې قـوت او انهــيار
 
نوربیا