زموږ پارلمان او روانې ناخوالې

موږ تاسو ټول پوهېږو چې پارلمان د ملت او دولت تر منځ د يو پل حيثيت لري، پدې معنی چې د ملت پرځای غوښتنې د لوړپوړو چارواکو تر غوږو ورسوي، هغوی ورته متوجه کړي او د حل لار يې ورته ومومي، نه يوازې دا بلکه ولسي جرګه نورې ډېرې دندې پرغاړه لري.
موږ تاسو ټولو په مطبوعاتو کې ليدلي او اورېدلي دي چې د کوم هېواد د پارلمان غړي خپلې دندې په ښه بڼه پر مخ بيايي، هېواد يې په هر ډګر کې پرمختګ کوي او هېوادوال يې هوسا وي، خو برعکس زموږ په پارلمان کې ډېرې تشې موجودې دي، لمړی: د ځانګړې محکمې له خواء هغه 62تنه چې په درغليو يې پارلمان ته لاره پيداکړې وه، د پارلمان څخه د وتو او پر ځای يې 62 نور د ملت اصلي استازي د راوستلو غوښتنه کړې، سره لدې د پارلمان وکيلانو د افغانستان د حکومت څخه غوښتنه کوې او په همدې موخه يې دوه ځله د اوړي يوه نيمه مياشت رخصتۍ پنځلس، پنځلس ورځې ځنډولې چې د کابينې پاتي غړي دي ورته معرفي کړي، خو د پارلماني چارو وزارت وياند وايي تر هغې، چې ځانګړې محکمه خپلې پرېکړې عملي کړي نه وي، او ولسي جرګه يې په رسميت نه وي پيژندلي  دکا بينې پاتې غړي ولسي جرګې ته د باور رايو اخېستلو په خاطر نه معرفي کېږي. د ولسي جرګې د وکيلانو غوښتنې ځکه بېځايه دي، چې دوی اوس رسميت نه لري، او نه شي کولای چې وزيرانو ته د باور رايه وکړي، دوی دا چغې او سورې د ملت لپاره نه وهي، او نه هم خپل رخصتي د ملت په خاطر ځنډوي، مګر دوی په دې کې خپلې ګټې ګوري، هغه دا چې وکيل صاحبانو د ټاکنيز کمپاين دوران کې د ملت سره لوی لوی وعدې کړې وي، بې حسابه پيسې يې لګولې وې، چې ولسي جرګې ته لار ومومي، او بيا يې هلته د هغه وزير صاحبانو له جيبونو څخه څو چنده تر لاسه کړي، کوم چې ورته د باور رايو لپاره معرفي کېږي، او يا د هغه هېوادونو څخه چې دوی يې په پارلمان کې نماينده ګي کوي، ترلاسه کړي، مګر ځانګړې محکمه د  ياد  وکيلانو بزنس په ټپه درولی، ځکه نو دوی دا چغې او سورې شروع کړي دي.
له بلې خواء په اوسني پارلمان کې ځينې داسې غړي شته چې په قتل، قچاقبرۍ او شراب خورۍ او باوجود چې د شپې لخواء په هغه محافلو جوړول کې چې د افغاني کلتور سره هېڅ تړاو نه لري په جوړول کې لاسونه لري، يوازينی هدف يې پيسې او قدرت تر لاسه کول دي،  ځينې خو بيا په بهرنيو سفارتو لکه د خيرات خورو در په در ګرځي او غواړي چې د څو پيسو په مقابل يا د ځينو وعدو په مقابل کې د غلامۍ سر ورته ښکته کړي. زه د ټولو هغو عيني شاهدانو څخه چې د داسې صحنو ليدونکي وي، خواهش کوم، چې په يو نه يو شکل دې د داسې ناوړه محافلو تصوير ريکارډينګ وکړي او ټول افغانانو ته دې د انټرنيت يا موبايلونو له لارې ولېږي، چې له يوې خواء ملت د خپلو استازو د کارنامو څخه خبر او له بلې خواء د ناوړه محالفو جوړونکي خپلو کړونو ته متوجه کړي.
په هر حال که له يوې خواء د پارلمان د غړيو يادونه کوو ورسره جوخت مو د هغوی ساتونکي سترګو ته کېږي، ځيني وکيلان د هغه ساتونکو تنخواګانې جيبونو ته اچوي چې ورکړل شوي وي مګر بيا ځينې يې بېشمېره ساتونکي لري، چې نه يوازې د کابل په ښار کې يې له ځانه سره ګرځوي بلکه په خپلو کليو کې يې هم په سلګونه ساتونکي ساتلي دي، د  اوسني پارلمان او په ځانګړي توګه په درغليو برياليو وکيلانو په خلاف ډېر څه شته چې ليکل او لوستل يې په ساعتونو ساعتونه وخت غواړي، زه ترې ځکه په دغه ځای  کې تېرېږم چې، يا خو وخت پخواء د هغوی کارنامې په ډاګه کړي او يا به يې په راتلونکې کې په ډاګه کړي،  زه د پارلمان ټولو غړيو په ځانګړي توګه د ملت اصلي استازو څخه هيله کوم، چې خپل افغاني غرور دې په پردېو سفارتو او ملکو نه خرڅوي، د ځانګړې محکمې څخه مو اميد دا دی چې خپلې پرېکړې دې ژر تر ژره عملي کړي او د په ټوله کې مې د افغانستان د ليکوالانو او ژورنالستانو څخه خواست دا دی چې بايد په دغه برخه کې بې قلمه نه شي.
د يو اباده او سوکاله افغانستان په هيله
اسد وردګ