
د٢٠٠١زېږديزکال د سپټمبر ١١ مې نېټې پېښې وروسته زموږ نړۍ په سياسي ، اقتصادي او اجتماعي ډګر کې له يوۀ لوى اوښتون او بدلون سره مخ شوه . هغه دا،چې دلته يوه نوې ښکارنده (( پديده )) راڅرګنده او پرضديې نړيواله مبارزه پيل شوه، هو! دانوې پديده دلويديځ تيوريسنانو او ستراتېژېستانو په سياسي قاموس کې تر هګري ونومېده ، چې پرضد يې نړۍ شموله جګړه پيل او تردامهاله ښه په درزکې روانه ده . داجګړه ،چې سرمشري يې دامريکې اودهغې دلويديځوالو بړېڅوپرغاړه ده،لس کاله وغځېده .دترهګرۍ پرضد دنړيوالې جګړې مرکز زموږ خوږ هېواد افغانستان وټاکل شو،چې عمده او بنسټيز لامل يې ددې هېواد له جيوپولېټيک موقعيت څخه سرچينه اخلي .
دترهګرۍ پرضدد نړيوالې مبارزې او جګړې ماهيت او اصليت څرګند دى، هغه په افغانستان ، سيمه او نړۍ کې دلويديځ دګڼ ملتيزه شرکتونو (Multi National Com panies ) د لنډ او اوږدمهاله ګټو ته لاسرسى او خونديتوب دى . په هېواد کې دنوې نظام دبنسټ ډبره دافغانستان ښکېلو جګړه مارو ډلو ترمنځ دبن په لومړي کنفرانس کې کېښودل شوه ،چې په نوموړې غونډه کې دافغان ملت اکثريت پرخلاف داقليت څوجنګي ډلو ترمنځ دضوابطو پرځاى دروابطو پربنسټ نوې لنډمهاله اداره رامنځ ته شوه،چې تر دامهاله يې دناوړه او بدو پايلو شاهدان يو .
په ګران هېواد افغانستان کې دنوې ادارې اډانه کږه اېښودل شوې ،چې تردامهاله يې اصلاح او سمون ناشونى برېښي .
خشت اول گرنهد معمارکج
تا ثريا ميرود د يوار کج
همدا لامل دى ،چې دافغان ملت غميزه ورځ تر ورځې لا دغځېدا په حال کې ده ،ځکه دنوې ادارې وروسته ،چې کله ددولتي واکمنۍ او حکومت پړاوونه پلې شول او يا د پلې کېدو په حال کې دي ، نو پراداري فساد ، رشوت ،دځمکو دغصب مافيا ، ټوپکيان ، قوماندانو اکۍ ، بيروکراسۍ او زور واکۍ ولاړدي . په هېواد کې ديوې لسيزې په موده کې دوه ځله دولسمشرۍ او پارلمان ټولټاکنې تر سره شوې ، او په هرځل ټاکنو کې دټګۍ او درغلۍ تورونه پورې شول، چې دغې چارې داوسني حکومت او ادارې روايښت او مشروعيت ترپوښتنې لاندې راووست.
خوداوروستنۍ دويم ځلي دولسمشرۍ او پارلمان ټولټاکنې ډېرې له درغلۍ څخه ډکې وې ، او دمرکزي دولت او پارلمان څېره يې په کورنۍ او بهرنۍ کچه پيکه او بدرنګه کړه . که چېرې داوسني پارلمان ولسي جرګې جوړښت ته پام وکړو ، نو ټول هغه زورواکان ورغلي ،چې پخوايې بېلګه او سارى نه وو لېدل شوى . دولسي جرګې په دويم ځلي ټولټاکنوکې دومره په لويه کچه درغلې وشوه،چې دافغانستان سترې محکمې يې څوځلې دځينو وکيلانو وکالت وځنډاوۀ او په دې لړکې دافغانستان لويې څارنوالۍ دافغانستان دشکايتونو خپلواک کمېسيون جګپوړي چارواکي دڅېړنو او پلټنو په موخه دتورو تمبو شاته وغورځول ،چې بيا دواسطو او رشوتونو په مټ بېرته خوشې او براًت يې حاصل کړ.
داوسنۍ ولسي جرګې غړي بياهم دمصلحتونو له مخې وټاکل شول ،چې په کې تر ډېره دافغانستان قومي جوړښت ترپېښو لاندې شوى اود هېواد اکثريت قوم پښتنو ونډه په کې خوراکمه ده ،چې داکارپه خپله د پارلمان مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي.
دافغانستان اوسنۍ ولسي جرګه دومره بدورګه ده ،چې د پارلمان مشر دټاکنې پرسريې کابو يوه مياشت سياسي ناندرۍ ووهلې ،چې نه يوازې يې خپل ځانونه او ولسي جرګه وشرموله ، بلکې دافغانستان حيثيت او اتوريته يې په نړيواله کچه راوغورځوله ، او له ډېرو اوږدو سياسي ګوندي ، قومي او ژبني ناندريو وروسته يې دهېواد په ازبک توکم نوماند امنا سره وکړه او هغه د پارلمان مشر په توګه وټاکل شو . دادى اوس ديوۀ اوږدۀ ځنډ وروسته دپارلمان او سترې محکمې ترمنځ يوځل بيا سياسي کړکېچ او ناندرۍ راوټوکېدې ،چې هېواد ديوې بلې ترينګلتيا په لور پرمخ بيايي.
هو! دادى ، دافغانستان سترې محکمې له خوا دولسي جرګې دټاکنو ددرغليو دپلټنې په موخه جوړې شوې ځانګړې محکمې (٦٢ ) تنه وکيلان درغلکار وبلل او په پارلمان کې يې ددوى وکالت ته دپاى ټکى کېښود ،چې دغې چارې په کورنۍ کچه لويې ناندرۍ او شخړې راپارولې او هېواد ديوۀ بل نامعلوم سياسي حالت په لوربيايي .
پرون دپارلمان يوۀ تن ناکام اعلان شوي وکيل دزورواکۍ لاره خپله کړه اود هېواد نافذه قوانينو پرخلاف يې په خوراسپين سترګۍ سره وويل،چې زۀ به پارلمان ته وسلې راوړم او دځانګړې محکمې پرضدبه وسله وال پاڅون وکړم. او له دې سر بېره دافغانستان ولسي جرګې دهېواد سترې محکمې دمشرتابه ځينې چارواکي له خپلو دندوڅخه ګوښه کړل .
دپارلمان او سترې محکمې ترمنځ او سنۍ ناندرۍ په داسې حال کې راپورته شوې ،چې دروان زېږديز کال دجولاى په مياشت کې امريکايي او دناټو ځينې ځواکونه سوکه - سوکه له هېوادڅخه وځي او له بل لوري دپاکستان پوځ له خوا زموږ پرخاوره وسله وال بريد روان دى، او په دې حالاتو کې افغانستان په کورنۍ او سيمه ييزه کچه دناڅرګند حالت سره مخ دى ،چې دهېواد پالو او ملتپالو وګړو اوملي شخصيتونو لپاره ډېرداندېښنې او خپګان وړحالت د ى .
په پارلمان کې ديوۀ شړل شوي وکيل دومره جګړه ماره وينا او دريځ په خپله ددې څرګندويي کوي،چې دهېواد په سياسي او نظامي حالت باندې بايد اعتبار او باور ونشي ،ځکه هران ددې امکان شته ،چې په هېواد کې ناڅاپي کورنۍ جګړه پيل او دنوييمې زېږدي لسيزې په څېرحالات بيا رامنځ ته شي.
دپارلمان وکيل څرګندونې ،ددې حقيقت شاهدي ورکوي، چې په هېواد کې درښتيني ولسواکۍ لپاره په زرګونه کلونه مزل پاتې دى . لاهم په دغه خاوره کې زورواکي پرولسواکي غالبه ده .او لا هم په هېواد کې دحکومتوالۍ او دولتوالۍ معيار ټوپک او زوردى . موږ بايد له حقيقت څخه سترګې پټې نه کړو . دلته ديوۀ دولت درې ګونې قواوې اجرايه ، قضايه او مقننه لکه څنګه ،چې ښايي، نه پلې کېږي . دهېواد محکمو قاضيان او څارنوالان دپارلمان دوکيلانو او زورواکو پروړاندې سرنشي جګولاى .
داهغه څه دي ،چې موږ ورته لس کلنه مبارزه وکړه ، او تر دامهاله ديوۀ پياوړي مرکزي دولت ، حکومت ، پارلمان ، اومحکمې خاوندان نشو .
اوداهم ښکاره شوه ،چې دهېواد سياسي حالات څومره ترينګلي او حساس دي او هرشېبه ددې امکان شته ،چې لس کلنه تش په نوم بريا را نه پوپنا او الونيا نشي اوهرڅه په خړسيلاب رانه لاهونشي .نواوس جوته شوه ،چې تراوسه زورواکي پرولسواکي غالبه ده او بس . او داده ، د لويديځ لس کلنه ډالۍ افغانستان ته !
فضل وزير هيله من