په تخار ولايت کې د غره د ښويدو له امله کابو څلويښت کورونه زيانمن شوي دي.

 د تخار د والي وياند فيض محمد توحيدي وايي، چې له هغو لسګونو نورو کورونو څخه هم خلک خوندي ځايونو ته ليږدول شوي چې له ورته ګواښ سره مخامخ وو.
ده وويل، له دې خلکو سره چې عاجلو مرستو ته اړتيا لري لا تر اوسه کومې ادارې مرسته نه ده کړې.
په يو بل خبر کې د همدې ولايت امنيتي مسوولان وايي، چې يو لس کلن ماشوم  چې ښوونځي ته روان وو، تيره ورځ د نا معلومو وسله والو له خوا تښتول شوي دي