
کلونه وشول چې د شینوارو دوه قومونه د ځمکې پر سر له یوه بل سره نښتي دي، خو په دې میاشتو کې یې شخړه ډېره خونړۍ شوی ده. شینواری ټول له دوه قومونو څخه جوړ دی؛ صیفی او علي شرخېل. شخړه د دوه کلیو تر منځ ده خو هر کلی په یو قوم پورې تړلی دی او دواړه قومونه ځکه د دې کلیو ملاتړ کوي چې په ځمکه کې د برخې لرلو حقدار دي.
وسمهال دواړه غاړې درنې وسلې استعمالوي او یوه بل ته په مورچو کې ناست دي. دواړه غاړې په راکټو او میزایلو سنبال دي، د وسلو ختمېدل نشته او دا پته نه لږي چې دغه وسلې له کومه دوي ته رسیږي. هلته په دښته کې د ملي اردو سرتېري هم پراته دي خو د دې لپاره نه چې خلک بې وسلې کړي یا امنیت ونیسي بلکې د دې لپاره چې څوک د دغې شخړې راپور ور نه کړي. د سیمې د خلکو په وینا د ملي اردو سرتېري ورته وايي چې له مونږ سره پام کوئ چې کوم توغوندی زمونږ پر پوسته رابرابر نه شي نور چې تاسو په خپل منځ کې هر څه کوئ زمونږ درسره کار نشته.
خبریالان دغې سیمې ته له ورتګ منع دي. امریکایان هم د شینوارو تر ټولو لرې غرونو ته رسېدلي دي خو اوس دغه سیمه قبایل ګڼي او له هر ډول قانون څخه بري. امریکایان ورغلي او هره ورځ ورځي خو تر اوسه یې نه کوم وسلوال نیولی او نه یې ورڅخه د وسلې د ګرځولو پوښتنه کړې ده. هلته په رڼا ورځ د هر سړي غاړې ته کلاشنکوف یا تمانچه پرته وي. د مجاهدینو د حکومت پر مهال په شینوارو کې د مظلومانو په نوم د غلو یوه ډله هم زېږېدلې وه چې بیا د مجاهدینو له لورې وځپل شوه او ځينې یې ووژل شول. اوس هغه ډله یو ځل بیا فعاله شوې ده او هیڅوک ورڅخه په امن نه دي آن د خپل ولس خلک هم اخطارونه ورکوي خو هغوي ډېر قوي شوي دي. له خلکو څخه په رڼا ورځ په دې نامه چې ته د مخالف لورې کس یې غلاوې کوي، موټر ورڅخه اخلي او آن د خلکو کورونو ته وراوړي.
په شینوارو کې اوس کوکنار هم کرل کیږي او امریکایان په هغو ځمکو چې کوکنار پکې کرل شوي دي تیریږي راتیریږي خو چوپه خوله دي. که ځیر شئ عجیبه لوبه روانه ده. یوه اونۍ وړاندې د شینوارو د یوه قوم خلکو د غني خېلو له ولسوالۍ څخه د بل قوم یو سړی د دې لپاره وتښتوه چې له بل قوم سره د دوي بندي کس یې په بدل کې راخلاص کړي خو دا چې دا سړی د ولسوالۍ د تعمیر له پنځوس مترۍ څخه تښتول شوې و، د راخوشې کولو لپاره یې د ملي اردو سرتېري، بیا یې امنیه قومندان، ورپسې ولسوال او کله چې د تورلرګي په نوم د شینوارو د یوه کلي خلکو د بندي له خلاصولو څخه ولسوال ته هم انکار وکړ او هغه ته یې د بیا نه راتګ اخطارونه ورکړل نو بیا امریکایان هم ورپسې ورغلل تر څو هغه بندي راخلاص کړي. اوس هلته داسې ګمان کیږي چې نوموړي کس له امریکایانو سره کار کوه نو ځکه یې په خلاصي پسې امریکایان هم ورغلل. ستونزه دا ده چې امریکایان د یو کس په خلاصولو پسې د شپې په یوولس بجې یوه لرې پراته کلي ته ورتللی شي خو هغه خلک له جنګ څخه نه منع کوي. په پوره یقین سره وایم او د کلي خلک هم اقرار کوي چې که حکومت مداخله وکړي نو دا شخړه یوه ورځ هم نه غزیږي بلکې هر څه به سم دم شي. ځینې خلک دا هم وايي چې دغو دوو قومونو تر شا سیاسي خلک ولاړ دي او مالي ملاتړ یې کوي. ګل اغا شېرزی د یوې ډلې تر شا او ظاهر قدیر د بلې. ملالۍ شینوارې د یوه قوم ملاتړ کوي او ببرک شینواری د بل. که داسې نه وي دوي ولې چوپه خوله پاتې دي. شېرزی د دوي والي او دا نور د همدوي په رایو په ولسي جرګه کې ناست دي. دوي باید دغه ستونزه راپورته کړي او د اوارولو لپاره یې له دولت څخه مداخله وغواړي. د سرحدي ساتونکو یوه قومندان هم څو ورځې وړاندې په دغه شخړه کې د دولت په بې اعتنایۍ اعتراف وکړ او ویې ویل چې که دولت ورته اجازه او امر وکړي نو په درې ورځو کې به دغه شخړه ختمه کړي خو دولتي چارواکو د هغه په غوښتنه هېڅ غوږ ونه ګراوه. له دې څخه خو داسې ښکاري چې دولتي او امریکایي چارواکي دغه شخړه څاري، ورباندې خبر دي او ورته خوشاله دي. په دغه شخړه کې یوازې نارینه نه مري بلکې څو ځل ړانده راکټونه او توغندي د کورونو په منځ کې لږېدلي او ښځې او ماشومان په کې شهیدان شوي دي. د یوه افغان او بیا د یوه شینواري په توګه زه له دولت څخه غواړم چې دغې شخړې ته جدي پاملرنه او مداخله وکړي تر څو دغه خلک له دې عذابه خلاص شي. که نه نو لرې نه ده چې دغه سرخوږی وغزیږي چې بیا به یې دولت هم له اداره کولو څخه عاجز وي.