قوم څه شی دی  او ملت څه ته وايي؟

حاجی ګل عباس
 په تاند کی می د ښاغلی  بارکوال میاخیل مقاله  د قوم یا ملت څه ته وایی تر سرلیک لاندی لنډه تیوریکی مقاله ولوستله . داسی راته ښکاره شوه لکه چی دا دوست قوم او ملت یوه مقوله بولی او د جدایی کرښه نه ورکوی ، ډیر پخوا می پدی باره کی يو څه مطالعه کړی کچری حافظی راسره یاری وکړه هغه به در ته وړاندی کړم .  
کورنۍ ، طایفه ، قبیله، قوم ، اتنیکی ډلی او ملت دا د ‎جامعه شناسۍ(سوسیالوژی)  د علم او تاریخی ماټریالیزم مقولی دی په لنډ ډول : کورنۍ عبارت ده له پلار ، مور او اولاد څخه . علماو چی د کورنۍ په اړه لیکنی کړی دی وایی چی بیدون له اولاده ښځه او میړه کورنۍ نه ده . د نړی د کارګرانو مشهور لارښود فردریک انګلس په دی باره کی لوی کتاب لیکلی دی چی کورنۍ او د هغه منشا نو میږی . 
طایفه د څو نیږدی کورنیو (چی خپلوان وی)  مجموعی ته ویل کیږی . او  د طایفو  مجموعی ته چی په یوه ټاکلی جغرافیایی وضع البخش  کی اوسی یوه ژبه او یو کلتور ولری قبیله ده . 
قوم او اتنیکی ډلی همداسی درواخله کله چی د غلامې اقتصاد ی فرماسیون خپل ځای فیوډالیزم ته پریږدی او پر تولیدی وسایلو مالکیت د بادار څخه  فیوډال ته انتقالیږی .  قومونه رامنځ ته کیږی په تاریخی لحاظ به ډیر وخت کیږی چی قومونه منځ ته راغلی وی ، خو اوس دنړی په ډیرو هیوادو کی قومونه له منځه تللی دی علت یی څه دی ؟ 
علت یی دادی چی هلته پر تولیدی وسایلو فیوډال ملکیت له لاسه ورکړی دی . جامعه د تمدن او پشرفت په خوا ځی سرمایداری نظام منځ ته راځی ، دلته د قوم ځای ملت نیسی . 
ملت د یوه مملکت ټولو خلکو ته ویل کیږی چی د یوه قانون تر حاکمیت لاندی ژوند وکړی . 
زه چی کله زموږ د وطن د بعضی مشرانو د پارلمان د واکیلانو او حتی بعضی وزیرانو څخه اورم چی وایی ، زموږ ملت یا د ملت نماینده ګان یا د ملت غوښتنه او د ملت کور  . نو  خندا راځی چی ملت نه وی (  هغه اقتصادی فرماسیون چی هلته ملت جوړیږی ) نو نماینده  یی له کومه شو ، او کور یی چا جوړ کړو . نو پر ځای ده چی ووایو په افغانستان کی اوس  د ملت زړی کیښودل کیږی   دیته ډیر وخت پکار ده چی زموږ ملک د یو ملت شی دا زما او ستا په دوعاګانو نه کیږی دا په اقتصادی پشرفت کیږی چی جامعه مدنی شی یو قانون حاکم او نافذ شی بعضی دوستان به  ووایی چی موږ هم قانون لرو دا صحیح ده چی موږ (افغانستان) قانون لری خو د تطبیق وړ نه دی ځکه موږ ایتینکی ډلی یو نه ملت . 
په سرمایداری ملکونو کی هم قانون راز راز تطبیقیږی مثلأ په غربی اروپا کی کاملأ د قانون حاکمیت دی په شرقی اروپا کی قانون کله کله په بیسو (رشوت) ماتیږی. 
بارکوال میاخیل یو ځای لیکی چی ( زموږ یو لیکوال ملګری تل دا خبره کوی چی موږ لا تر اوسه پوری یو قوم یا ملت نه یو ځکه چی وایی زموږ ټولنیز ژوند  لا هم د قبیلوی چوکاټونو ندی راوتلی او د یو واحد ملت د جوړیدو لپاره پکار ده چی موږ ځانونه په یوه ملی دایره کی داخل کړو)
که خبره د قوم شی نو هڅکله په یوه مملکت کی یو قوم نه وی او د قومونوډلی وی او چرته چی قومونه وی هلته ملت نه وی دملی دایری څخه که مقصد یو ګوند وی نوپه ملت کی هم د ګوندونو تعدد وی نه یو واحدیت . 
یوه بله یادونه چی ضرور بولم هغه داده چی د ملت د ایجاد په وړاندی خنډونه یوه طبیعی خبره ده دا خنډونه طبقاتی ، سیاسی  ، مذهبی... او نور خامخا موجود وی زموږ ګران هیواد افغانستان کی هم دا خنډونه د ملت جوړونی په وړاندی تر اوسه ښه په زور کی دی ، خو خبره دا ده چی که څوک وغواړی او نه غواړی  ملت جوړیدونکی دی ،د هغه زړی په افغانستان کی کرل شوی دی .   
ما په لنډ او ډیر ابتدایی ډول د دی تیوریکی مسلی سره تماس ونیوه هغه څوک چی په ‎دی باره کی ښه معلومات ولری نه دی غلی کیږی زما لیکنه د اصلاح او پوره کړی کچری بحث دوام وکړ پدی باره کی به بله مفصله مقاله ولیکم . 
په درناوی.
حاجی ګل عباس 
اوکراین- ادیسه