
ستا له سوزه او شوره ډکه ترانه مې تر غوږو شوه
زمونږ دپت اود میړانې افسانه مې تر غوږو شوه
زه دې وینم زه پوهیږم چې په روح دې اور بلیږيپه هلمند او په ارغند کې ستا دزړه وینې بهیږي
دقلم تر خوله دې ووځي دایوب میوندۍ کړیکېیونا څاپه دې په زړه کې په څپوڅپوشي څړیکې
حماسې دې دپلرونو دقلم څوکې ته ناڅيله هر تورې نه دشعر دې دملالې وینې څاڅي
ته چې وخوځوې شونډې دغیرت چیغې ترې ووځيچې قلم ته ګوتې وروړې دهمت چیغې ترې ووځي
ځکه سیوري دشملو کې روږدی شوی يې تر نن نهپه خپل دین او په خپل واک کې رالوی شوی يې تر نن نه
ته چې اوس هم د خوځون او دپاڅون شعرونه وايېپه تیارو کې هم دنوي سباوون شعرونه وايې
ستا همدا دین او غیرت يې تل په سترګو کې غړیږيداچې زمونږ په دښمنۍ کې دښمنان سره یو کیږي
مخور دلر اوبر مو راته وژني ټول په ګډهدي لګیا چې کړي بې لا رې زمونږ نوی کول په ګډه
که يې زمول پرون عراق کړ نن لګیا دي په لیبیا کېدا چې ته ترې ټکوې سر لوټ او چور کړي په دنیا کې
دوی چې وویني سره غوښه چې په تن دچاوي پاتهورته یو لکه لیوان شي پسي ځغلي شاته شاته
ټول عالم يې تما شا کړي پکې ښخي چې کړي داړېکه يې پورته تر اسمانه هم شي کوکې او رمباړې
خو تش غم دګورګین نه دی نه یرغل دفرنګ ژاړمهاغه ناست ورسره زمونږه تربوران يې تر څنګ ژاړم
ها منکر له خپله نومه دپردو چې ګوډاګیان شولنوري پولې يې کړې ورانې تش دژبې بندګان شول
دامنم درسره یاره ستا میوند نشي نیولیهیڅوک هم په سر دځمکې ستا مړوند نشي نیولی
ستا دجنګ له سمندره توپاني بیړۍ به ووځيله ټټر نه دغلیم به ستاد عزم ګولۍ و وځي
ننګرهار به دې خپلواک شي قندهار به دې ازاد شيیو غلام به کډه وکړي ترې نه پاک به دې هیواد شي
خو ویریږم چې به بیا کړو تش ددین او قام خیرېثمره به د پردو شي مونږ به خورو په سر ډبرې
وي میدان به مونږ ګټلی خو فاتح دجنګ به بل ويجوړ به يې بیا راته په مېنه پرونۍ غوندې غوبل وي
له تارخ نه به وتلې زمونږ دتورو نشانې ويځای په ځای به پکې ذ کر چا دستر ایران کیسې وي
خدای دې وکړي چې شاعره زما ویره هسې خیال شيستا دسوز دا ترانه دازادۍ دناوې خال شي
ډاکتر حسن-لندن