
دغه خلک نه شيعه ګان ، نه سونيان ، نه بريلويان نه ديوبنديان نه وهابيان او نه هم اهل حديث دوى اوس يواځې او يواځې مسلمانان دى د اسلام د سپيڅلې دين په حقانيت يې د زړه له کومى ايمان راوړى چې د اسلام د تعليماتو د لوستلو وروسته يې کلمه ويلې او ايما ن يې راوړى دى . دوى د پلرونو او نيکونو به وهم اوګومان هم نه کاوه او سوچ به يې هم نه وو کړي چې دغه فرنګيان او خالص سوچه فرنګيان چې دپيړيو پيړيو څخه ورته د روم کاتولک ، اسټريا ، سپين ( اندولس) روسيه او د انګلستان راهبانو اطاعت به يې کوو او تريوى زمانى پوري زموږ په څير په عيسويانو (مسيحيانو) کې ترپنځوسو پورې بيلابيلې ډلې وى چې دوخت پرحکومتونو ترډيرې زمانى او وخت پورې دپادريانو ( راهبانو) د قاضيانو د احتساب په څيررعب او دبدبه چليده که څوک به يې وغوښتل او کله به يې وغوښتل چې مرتد يې ونوموى او وه به يې وويل چې دهغه په وجود کې د شيطانى ارواح د ختمولو لپاره به يې هغه د اور په سکروټو ورغوځاوه ، اويابه يې د ټول عمر لپاره په جيل کې واچوه . چې په هغوى کې ساينسپوهان ، فلسفيان ، شاعران ، د ادب واله او قيصه ليکونکوپه ګډون ټول د دوى د ظلم او زياتى پاتى نه ؤ دوى به په دغه اورکې يواځې نه چې انسانان واچول بلکې د هغوى کتابونه به يې هم سوځول هائيډن برګ د زمانى مشهور اور خو د تاريخ يوه برخه ده .چې په هغې کې د ټولو کتابتونونو څخه د فلسفى ، سائنس اود ادب د لکونه کتابونه سوځول شوي چې په رڼا يې دغه ښآر څوورځې روښانه ؤ چې يوه ورځ دوى نور هم تنګ شول او مذهب يې د خپلو دنيوى کارونوڅخه بهرکړاو داسې يې باهر کړچې يواځې يوڅورواجونه پاتى شول او خپل ژوند يې په ساينسې اخلاقو ، ديموکراسۍ اود انسانى حقوقو په پلمه يې خپل ژوند تيره ول پيل کړه چې ډيرو يې هم جنس پرستي رواء او حق وبلله په لکونو ځوانى انجيلۍ د ودونو کولو پرته ميندي شوي چې د دوى په وينا د انساني حقونو د لارې يې دغه کار رواء ګڼه او مذهب يواځې دکرسمس اود ايسټر ورځو کې د کرسمس د ونې جوړول ، سانتا کلاز او د کيک وغيره پورې محدود شويدې اوداهغه بي روحه او بي تسکينه او ناقراره ټولنه ده چې په هغې کې ځوانان ټوله ورځ په دفترې ، تجارتې اود ژوند ټول بوجونو د اوچتولو وروسته خپل نارامه روح او زړه کله د ګډا ، نڅاپه کلبونو او دشرابو په څکلوسره نوره هم ناقراره شي او کله د نشې په حال بى خودۍ ته دوى سکون وايې چې زړه يې د نشې وروسته نور هم ناقراره شي او پدغه ټولنه باندې دوه نيمې پيړۍ داسې تيرې شوي چې د دنيا په مادياتو باندې لاس رسي يې دخلپو ژوندانه ترټولو ستره بريا ګڼله ، ناقراره او بي تسکينه روحونه چې دهغوى سره نه کور پاتې شې او نه ازدواجې ژوند او مذهب هم ترکرسمس د کيک ، سانتاکلاز اويوشميررواجونو سربيره نور هيڅ پاتې نه وو .
مګر ددغو خلکو لپاره د اسلام مقدس دين هم دومره نااشناء لا څه چې دغه دين يې دومره ويره وونکى او هيبت ناک تصورکړي ورته چې وژونکى خلک ، پرده ناکى ښځې او په زنا باندي دښځوسنګسارول اوپه غلاباندې لاس پريکول او ناترسه (سفاکې) د اسلام همدغه تصور ورته د صليبې جنګ جګړو وروسته عيسايې موليانو او بيا روشن خيالانو (شنونکو) پوهانو په خپلو ليکونو کې همدغو خلکو ته ويلې دې .
اودلته د آسيا د لوې وچې څخه خلک انګلستان ته د مزدورۍ او خوارۍ لپاره تللې ؤ چې دوى پسې وروسته وروسته شيعه ګان ، سنيان ، بريليان ، ديوبندې او د اهلحديثو مليان دهغوى په بلنه ورغلې دې .
يواځې په برمنګهم ښارکې د ١٦٠ جوماتونه دې چې په تاسف سره بايد وويل شې چې په دوى کې د يودين هم د بل يو دين سره ورته او يوخيل نه دى ، اود يوې ډلې مياشت هم د بلې ډلې په اسمان باندې نه ليدل کيږې او نه ښکاره کيږې .
چې په همدغه حالت کې يولسم د دسپټمرورځ راورسيده ، ويروونکى سفاک او د ظالمو مسلمانانو تصورپه ياده ټولنه کې ورته وويل شو .........
طالبان ، ويره اچوونکى ، د امن دښمنان دخلکو وژونکې د ښځوپه باره کې بې رحمه ورته ووويل شو .
مګرد الله جل جلاله حکمت هم ډير عجيب دى دغه وخت ټولې اسلامى نړۍ او ملکونوکې د بى غيرتۍ څادر په ځان راخپورکړ اودخپلو مسلمانانو وروڼو يې دترهګرۍ په نوم وژل پيل کړه اوبل خوا ته په غربې نړۍ کې همدغو بى قراره او بي تسکينه او مضطربو فرنګيانو د دنياوالوپه وينا ويره وونکى ، اود سفاک مذهب تعليماتوته مخه کړه او دوى ټولودغه فکر کاوه چې اخردغه مذهب ولى دومره غيرانساني دى ، مګرکله چې د هدايت دروازى بيرته شي نود قتل په نيت ورتلونکى حضرت عمر ابن حطاب رضى الله تعالى عنه د ټولې اسلامي نړۍ لپاره يو داسې انسان تري جوړشو چې دهغه د بادشاهۍ په اصولو مغربې نړۍ تراوسمهاله پوري ګوته په خوله پاتى ده .
په همدغه انګلستان کې چې په کوم ځاي کې فرنګيان اوسيږي هجرت کوي هغه ځايونو ته چې په کوم ځايه کې د آسيا د وچې اود افريقا خلک راغلې او ژوند کوي هم هلته اوسيدل غوره کوي .
يواځې په تيرکال يعنى په ٢٠١٠ کال کې پنځه زره او دوه سوه دخالص نسل انګريزانو د اسلام مقدس دين قبول کړي او منلي دى . چې په بله معنى په هره ورځ کې ١٥ انګريزان مسلمانيږي او چې لږنور هم دقيق شو په هرو دوه ساعتونو کې يو انګريزپه اسلام مشرفيږې .
چې دغه شمير د برتانيې يو تهنګ ټينګ ( Faith Matters ) خپور کړيدې دغه حيرانوونکى انکشافات ترټولو لومړۍ دسکاټ ليند د علاقي راغلې چې دغلته دنفوس د شميرلوپرمهال داسوال کيده چې ته په وړوکوالي په کومو مذهبې تعلمياتو کې لوى شوي ئى او په تايې ډيره اغيزه کړي .
اودامهال په کوم يومذهب عمل کوونکى يې دغه خلک پدغه حالت کې ډير حيرانه شول چې تر ٢٠٠١ کال پورې د مسلمانان شو ١٤٢٠٠ کسانو کې ٨٧٠٠ خالص او سوچه د انګريز نسل خلک ؤ چې پکې ٧٠٠ سيکان ، ٤٠٠ هندوان او ٤٤٠٠ د افريقا او لاطينې امريکايان وو چې دا يوه دخطرې زنګ ؤ او اوس حيرانتوب پدي خبره هم دى چې ديولسم د سپتمبر شويدې اوکومه منظره ده ترهغه وخته داسې تصورکيده چې برتانيې ته مسلمانان له ګردۍ نړۍ څخه راځې چې مختلف کارونه کوي او بيا دغه ځاي کې د عمر ترپايه پاتي کيږي .
، انګريزان د ازاد خيال خاوندان دې . تردوه زره يولسم کال پوري يوازې ٥٠٠٠٠ زره تنو انګريزانو اسلام قبول کړي ؤ او يواځې په تيرو لسو کلونو کې ددغې شميره سل زره تنوته لوړه شويده په بله معنى هره ورځ پنځلس او په هرو دوو ساعتونوکې يو فرنګۍ مسلمانيږي .
چې په دوى يوه ترټولو حيرانوونکى خبره داهم ده په مسلمان شوو وګړو کې او يا فيصده ښځې دې او د دوى اوسط عمر ٢٧ کاله دى چې د دوى بي قراره او بي سکونه زړونه هغوى د اسلام مبارک دين ته رکاږي .
يو يې ليان على دي او وايې زه به د عامو وګرو په څير د فحاشۍ کلبونو ته تلم او په شرابوبه مى غم غلته وه ، څوک به ما خپل ځان ته مائلوه او چابه زه ځان ته مائلولم ، او بله يې هانه تجينه نومې ٢٣کلنه انجلۍ يوي ډيزائنري ويلې له ماسره د دولت ، شهرت او بوائې فرينډ هرڅه وو مګر د زړه تسکين مې نه وو بله د شمالي لندن ډينې هورسلے په سالون کې د نڅا استاده وه ويلې په بى قرارۍ د زړه کې مې د هريو مذهب کتابونه مطالعه او ولوستل مګر زه اسلامى تعليماتو خپل خواته کش کړم چې دده په وينا په اسلام کې قيصې او قيصې دې او په زړه پورې بيانونه چې په هغې باندې په انګلستان کې اوسيدونکو خلکو هيڅکله هم يقين نه کوو او وروسته ددغه سيمې غټو غټو خلکو د اسلام مبين دين قبول کړي او منلې دى چې د هغوى دجملې څخه دپخوانى وزيراعظم ايسکوته لمسى ، پخوانى دبرتانيې وزيراعظم ټونې بلير خينه ، ډائريکټر جنرال بي بي سي لارډ برټ ځوي ، چې دغه يو ه او ږده سلسله ده چې پکې د لوړو چارواکوتړاو پکې اوولس زره پوري رسيږې چې د اسلام مقدس دين يې منلې او قبول کړيدى چې داهميت خبره پکې داده چې ډيرى پکې ځوانى انجونى دې چې دکلمى د ويلو مخکې اسلامى حجاب کوي او له دې وجې څخه هغوى د پراخه ذهنونو واله ، د انسانى حقونو شبکې د دوى په مقابل کې د اين جې اووز مشران اوازنه شي اوچتولى له دې وجې چې هغوى ترټولو مخکې اسلام مطالعه کړي وى او بيايې کلمه حق ويلې وى او اسلام يې قبول کړي او منلى وى چې دغه خلک نه شيعه ګان ، نه سونيان وهابى او نه بريلوى دى بلکى هغوى خپله قران مجيد لوستلى وى او همدارنګه د احاديثومبارکه مطالعه يې هم کړي وى او د دوى لاښود يوازى او يوازى د انسانيت محسن حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دى او هغوى ته هيڅوک هم د طالبانو په نوم نشي ويره ولى او نه دوى ته څوک ترهګرويلې شي .
دوى په ټولو واقعتونو پوهيږې چې د چا په خوله کې د چا ژبه ده اوپه کوم ټي وې پروګرام کې د چا رقم خبرې کوى .
چې دغه مطلب ليکو يوخبرمې بل ترنظره شو پدي ډول دبرتانيې پخوانى ولسمشرټوني بلير دقرآن مجيد لوستل پيل کړي
دبريتانيا پخواني ولسمشر ټوني بلير دقرآن شريف لوستل په پرله پسې ډول پيل کړي دي . نوموړی اوس هره ورځ دقرآن پاک لوستل دخپلو کارونو يوه برخه جوړه کړې ده .نوموړی غواړي چې په اسلامي نړۍ او مذهب ځان وپوهوي .
ټوني بلير چې دخپلي واکمنۍ پر مهال يې له خپل مذهب سره چندان علاقه نه لرله اوس يې قرآن شريف ويل په داسي حال کې پيل کړي چې لومړی کيتوليک (عيسوي ) شو او اوس يې داسلامي الهي کتاب قرآن مجيد لوستل پیل کړي دي .
نوموړی وايي چې دا دسمي لاري لپاره يو ډېر ښه کتاب دی .دخواريکښ ګوند پخوانی مشر بلير وايي چې اوس دنيا ديوه کوچني کلي بڼه غوره کړې ده او دمذهبونو سره واقفيت يوضروري عمل دی .
دلندن څخه خپرېدونکي (ډيلي ميل) ورځپاڼې ليکلي دي چې ښاغلي بلير لا له وړاندي قراڼ مجيد ته دسمي لاري ديوه کتاب په سترګه کتل .
ليک .: اوريا مقبول جان 15 June 2011
ورځپاڼه : ډيلې ايکسپريس نيوز
ژباړونکى : مسيح الله (عصام)