
کله چی په ولسونو کی ځان ځانی جوړه شی او هرڅوک دځان خیر غواړی اودبل پروانه کوی داسی ولسونه یو یو تباه کیږی اودځان ځانی په ژوندکی ګټه نه شی کولی .
په کومو ولسونو کی چی شخصی ګټوته په عامه مصالحو باندی ترجیح ورکړشی داسی ولسونه به تل ذلیل خواراوسرګردانه وی .
دحکومت اودښمن په پیژاندنه کی تجاهل کول عاقلانه کارنه دی ددښمن سره لاس یوکول خپل وروروژل اوکوریی خرابول دبی ضمیره اوبۍ وجدانه خلکو خصلت دی دمعنوی مور(هیواد) سره جفا او خیانت کول دذکرشومطالبو مفهوم اومعنی ده ایا دافغانستان شریف خلک په دی نه پوهیږی چی په دوی اودوی په هیواد کی څه روان دی ؟ ایا دافغانستان خلک نه پوهیږی چی دوی غلامان دی او ازادی نه لری ؟ا یا دوی په دی خبره نه پوهیږی چی ملک یی دبهرنیو ځواکونو له خواشغال شوی دی ؟
ایا دوی نه پوهیږی چی ددوی هیواددڅوتنو هیوادپلورونکو له خوا په داوطلبۍ کی دی اوبولی پری روانه ده او ولیدل شی چی پایله به ئی څه وی ؟
دکومی ورځی څخه چی په افغانستان کی روانه غمیزه منځ ته راغلی ده دننی ورځی پوری داسی څوک قدرت ته نه دی رسیدلی چی نوروته دخیر رسولو په فکر کی وی دخلکو اوهیواد په سوکالۍ پسی یی ملاتړلی وی بلکه ټول په خپل غم کی دی چی څرنګه وکولی شی خپل جیبونه ډک کړی شهرکونه جوړ کړی په بهر کی خپلی سرمایی ځای پرځای کړی دعیش اونشاط ژوندوکړی دری څلورښځی ولری بچی یی په بهر دنیا کی زده کړی ترسره کړی اوهرڅه دځان دپاره وکړی اوخپل ځان اسوده کاندی . اوداټولی خبری دچا څخه پټی نه دی ټول یی ګوری چی دالوبی روانی دی اودیوی ورځی څخه بلی ته زیاتیږی .
تاسی ټولی راډیوګانی ، تلویزونونه ، ورځپاڼی ګورﺉ ، اورﺉ اولولۍ یی چی خلک څه وایی اوڅه غواړی خودبده مرغه ددوی دی چغواوناروته څوک مثبت ځواب نه وایی حکومتی چارواکی دعیش اونشاط په خوب ویده دی اوهغه ددری ژبی دیو شاعر ددی فرد په بنیاد چی وایی :-
اګاه نګشت شاهد ګل ګرچه صدهزار
بــــلبـــل زروی دردکـــشیـــدآه وناله را
زه نه پوهیږم چی د قدرت دخاوندانو زړونه ولی دانسانی عواطفو څخه خالی دی اویوازی په دی هڅه کی دی چی څنګه خپل ځانونه آسوده کړی اوددی مظلوم ولس په وینو ځانونه وپړسوی اوددی ټولو سره سره خوبیا کله دتمساح اوښکی توی کړی اودملت په حال وژاړی ولی هرڅوک پوهیږی چی دوی دملت په درددرد منه نه دی اوهر څه دځان دپاره غوا ړی . نن سبا دافغانستان مطلق اکثریت خلک په روانی لحاظ ناروغ دی دخپل مستقبل په غم کی دی چی څه به کوی او چرته به ځی .
دداسی ملت پرحال ویرپه کاردی چی داټولی ګوری ولی خپل سرنوشت نه شی ټاکلی اودخپلی ګیری واک یی دبل په لاس کی دی .
ټول دتدریجی مرګ په خواروان دی اودسلطان محمود پاچا د لټانو په څیر همداغږکوی چی دالله په خاطر وسو .
دکنړ ولایت کی یو پاچا صاحب دپشت په کلی کی ژوند کاومرحوم سیدمحمود یی نوم ده آزاد لاس درلود په حجرو کی به یی خلک پراته وکلونه کلونه به یی ډوډۍ خوړه او هیڅ کاربه یی نه کاوه داسی خلک په دی مشهورو چی دسیدمحمود پاچا لټان دی یوه ورځ چاورته وویل چی پاچا صاحب راشه چی په دی خلکو کی لټان اوروغ خلک سره جلاکړو څوک چی رښتیا دکارنه وډوډۍ به خوری اولټ به وی او چاچی ځانونه لټ کړی دی هغه به هم مالوم شی ده ورڅخه پوښتنه وکړه چی دا به څنګه مالوم شی مشوره کوونکی ورته وویل چی دی حجروته به اورواچوو هغه چی ځانونه یی په لټۍ کی اچولی دی هغو تښتی مالوم به شی چی دالټ نه دی اوکوم چی لټان دی هغه نه شی تښتیدلی هغوی به ډوډۍ خوری پراته به وی همداسی یی وکړل څوک چی جوړو هغوی ښپی وویستی اوپه دوی کی یو لټ چغی وهلی چی دخدای دپاره وسوم په خواکی یی یوبل ورته وویل چی زما دپاره هم غږوکړه چی وسوم نومشاورورته وویل چی پاچا صاحب همدالټان دی دانور درواغ واﺉی .
دافغانستان خلک ددغه دوه ولټانو په څیر دی بل ته وایی چی په خپله غږ نشی کولی بل ته وایی چی غږ کړه چی زه هم وسوم .
دادډیر ذلیل ملت خصلت دی چی خپل سرنوشت نه شی ټاکلی .
زه څوک فساد ته نه تحریکوم چی په ملک کی نورفساد جوړکړی وینی توی کړی بلکه دی ته یی هڅوم چی راویښ شی اودخپل مشروع حق څخه دفاع وکړی اودهغه دیموکراسۍ په رڼاکی چی همدی کرزی صاحب اوددوی حامیانو افغانانوته راوړی ده او په دنیا کی یی خپرول غواړی جدوجهد شروع کړی اوخپل حقوق ترلاسه کړی او په ملک کی ثبات اوامن راشی اوکه داسی هم نه شی کولی نوبیا دی دخپل تقدیر دبدلولو تقاضاد داسی چاڅخه نه کوی چی خپله خپل تقدیر نه شی بدلوی .