د لغمان پوهنتون لنډه پيژندنه

 عزیز رحمن « ذکي »
د لغمان پوهنتون د تأسيس فرمان د جلالتمآب ولسمشر له خوا  د ١٣٨٩ هـ ش کال دقوس مياشتې په ۶ تاريخ  لاسليک  شوی،او د يادې مياشتې په ۲۷ تاريخ د لغمان والي صاحب ،د لوړو زدکړو وزير صاحب ،دجمهوري رياست علمي او فرهنګي چارو مشاور وزير صاحب له خوا ، د کابل  پوهنتون ، تعليم او تربيې پوهنتون او ننګرهار پوهنتون رئيسانو، د لوړو زده کړو وزارت معينانو او رئيسانو، د ولا يت وکيلانو ، ولايتي شورا غړيو ، دولايت  نورو مشرانو او چارواکيو په محضرکې دسلطان غازي بابا په ښارګوټي کې د بنسټ ډبرې په ايښودلو او  پټۍ  په  پرېکولو سره رسماً  افتتاح  شو.
Ø لغمان پوهنتون لپاره دسلطان  غازي په  ښارګوټي کې ٤٣  هکتاره ځمکه  ور کړل شوې ده، چې د  يو باب  تدريسي تعمير تهداب  ډبره  د والي صاحب  او مرستندوی  ( دکتور/ ايروز ) له خوا ايښودل شوي ، چې کار به  يې  په لنډ راتلونکي کې  پيل شي،ان شاءالله.
Ø د پوهنتون اداري ، تدريسي چارو او د محصلينو  ليليې  لپاره موقتې  ودانۍ  په   پام کې نيول شوي ا و استفادې  ته  تيارې دي.
Ø   دلغمان پوهنتون فعلاً دوه پوهنځي لري:
۱ـ د زراعت پوهنځی ، دوه څانګې لري:( زراعتي اقتصاد / چاپيريال ساتنه او ځنګلداري).
        ۲ـ د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى ، داهم دوه څانګې لري : ( ژورناليزم / لايبريري ساينس ).
Ø تدريسي چارې به د ننګرهار پوهنتون  محترمواستاذانو او د لغمان پوهنتون خپلو استاذانو له خوا چې تقرر يې  په نظر کې دی ، پرمخ وړل کيږي.
Ø دلغمان پوهنتون لپاره  د ۱۳۹۰  کال په  تشکيل کې ١٠ تنه استاذان  ٦  تنه مامورين او ٦  تنه اجيران  په  نظرکې نيول شوي دي.
Ø   راروان تعلمي کال لپاره  ٣٠٠  تنه محصلين له مختلفو ولاياتو څخه لغمان پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت له خوا معرفي شوي  ، چې ثبت نام يې داسد مياشتې له اولې او درسونه  به  يې د سنبلې په  ١٥ مه   د الله تعالى په مرسته پيل شي.
Ø   دلغمان جديد التأسيس پوهنتون نهادونو تکميل پورې چارې به يې دننګرهار پوهنتون په مرسته  ترسره کيږي.
Ø   د پوهنتون ادرس : لغمان ولايت / مهترلام ښار/ سلطان غازي بابا ښارګوټى.
Ø  دپوهنتون سرپرست : پوهنمل / عبدالصبور" غفورزى"  ghafoorzy@yahoo.com  ــــــ  077 41 42 394