
نیژدې یو کال وړاندې ما په لوګر کې د بیارغونې او امنیتي ستونزو په اړه لیکنه کړې وه چې ځينو ورځپاڼو هم خپره کړې وه خدای خبر چې زموږ ویده والي صیب به لوستي وي او کنه. یو کال وړاندې په لوګر کې امنیتي وضعه له یوې ورځې بلې ته او له بلې څخه بلې ته مخ په خرابیدو وه په ډيرو سړو سیمو کې به ویل کیدل چې په ژمي کې به امنیتي وضعه ښه شي خو په لوګر کې تیر ژمی هم چندان خوندور نه و. په دې ولایت کې په اوس حال کې تر ډيره د ډار، وحشت فضا خوره ده، کار کونکی په خپل کار ډاریږي او غریب هم په خپله غریبي، تیره ورځ لوګر ته تلی ووم هلته اخوډب او تاوتریخوالی دومره زیات شوی و چې د کور په دروازه کې به درته وسله وال ولاړ و او په دې بله کې به امریکایان او افغان پوځ، ډيری بزګر دې ته خفه و چې که خدای مه کړه جګړه ونیښته کیدی شي د دوی رسیدلي غنم چې د یو کال خواري یې ده اور واخلي او دا اندیښنه تر ډيره ریښتیا هم ځکه وه چې نور نو غنم لو ته نیژدې شوي دي. د شنبې په ورځ په ازره کې پر یو روغتون برید وشو چې پکې زموږ نیژدې ۱۲۰ تنو هیوادوالو ته مرګ ژوبله وا وښته، د ارزې ولسوالۍ په لوګر کې یوازنۍ ولسوالۍ وه چې څه ناڅه پکې امنیت و، البته دوستانو په یوه خبره مو باید سر خلاص وي چې دا امنیت پکې دولت او د لوګر والي جنرال عتیق نه دی راوستی بلکه قومي تړون دا ولسوالۍ د دې ولایت امن لرونکې ولسوالۍ کړې وه، ډیر وړاندې ځينو کسانو غوښتل چې دا قومي تړون مات کړي او په دې ولسوالۍ کې هم اخوډب پیل کړي خو قومونو یې مخه نیوه چې د دې مخنیوي پایله هغه ده ۱۲۰ کورنۍ د غم پر ټبر کښینولې. څو ورځې وړاندې زموږ والي صیب کومې رسنۍ ته ویلي و چې که طالبانو یو ساعت هم په دې ولایت کې د دې جرأت وکړ چې لاره بنده کړي نو زه به خپله دنده خوشې کړم، خو هغه متل دی چې وايي:(ته خو یې جینګداړی خو موږ دې له خندا مړه کړو) چارواکي خو هسې هم په دروغو ویلو کې دومره ماهر شوي دي چې نور یې مه کوه پوښتنه، دی چې وايي چې که په لوګر کې یو ساعت هم وسله والو لاره وتړله دی به استعفا وکړي که استعفا دې کولای نو دا څو کاله دې څه شی کول، ځکه دا څو کاله کیږي د لوګر درې برخې د وسله والو تر ولکې لاندې دي، برکي برک کې یوازې د ولسوالۍ په ودانۍ کې د امریکايي ټانګونو په زور ولسوال شته، په خروار کې خدای خبر شته که نشته، په څرخ کې خو داسې حال دی چې اوس اوس دې امریکايي متحدین هم ورته د ټينګې نه دي، په خوښۍ کې هم داسې، د ولایت په دوه درې کیلومتري کې د پورک او واغجان په سیمه کې طالبان لارې ته راوزي، د برکي برک په تنګي کې طالبان رسمي پاټک لري خو ته لا هم له خپلو دروغو نه یې اوښتی او نه شرمیږې. د ټاکنو پر مهال مې له یوې رسنۍ سره کارکاوو والي ته مې زنګ و واهه ټلیفون یې ځواب نه وایه ، ویاند ته مې زنګ و واهه ورته مې وویل چې څه حال دی په لوګر کې بس ده نه وړه نه راوړه او راته شروع شو چې په لوګر کې داسې رایه اچونه ده چې بیخي یې ساری نشته حال داچې زه دغه وخت چې له ده سره مې اړیکه نیولې وه د لوګر د برکي برک او څرخ ولسوالۍ مې له محمدآغې او مرکز سره یو ځای کتلې وې. دروغ خو څه کوې تر ټولو ډير دوی په غلاوو بوخت دي، پخواني ښاروال د لوګر په مرکز کې څو مارکیټونه جوړ کړل، والي صیب به هم څو دانې لري، د رباني خان په نوم د ملي امنیت پخواني رییس دومره لوګریان د ځينو شخصي دوستانو په فرمایش نیولي او بندیان کړي یې دي چې مه یې کوه پوښتنې، زه شل داسې کسان پیژنم چې د لوګر د ملي امنیت مردارې او لوګر دښمنې ادارې دوه کاله وړاندې نیولي دي او اوس په څرخي پله زندان کې پراته دي خو تر اوسه یې په اړه پریکړه نه ده شوې، تیره ورځ راته له څرخي پله څخه یو زنداني ټلیفون وکړ او راته یې وویل چې زوی او یو ورور ته مې وویل چې د دولت پر وړاندې له خپلو سرونو تیر شی ځکه داسې اداره په درد نه خوري ما ورته ډير عذر وکړ چې ته بندي یې ته باید خپلې کورنۍ ته داسې ونه وایې خو ده ویل چې نه له دې ژونده نه ژوند ښه دی او باید زما ټوله کورنۍ د دې ډول ادارې پر وړاندې ودریږي. د لوګر د ولایتي شورا او ولسي جرګې وکیلان دومره لوی غله او بې کاره خلک دي چې تر اوسه یې د دې ولایت د امنیتي وضعې په اړه په ولسي او مشرانو جرګه کې هیڅ یادونه هم نه ده کړې. زموږ استازو ښاغلي حاجي علي محمد خو تیر کال په خوب کې د ازادۍ راډيو کلنی ایوارډ واخیست، سږ کال به اکبر ستانکزی په پروژو او شخصي ګټو کې ایوارډ واخلي او میرمن شکیلا به هم په خندا او سینګار کې، نور دې د دې ولایت د اوسیدونکو خدای مل شي. والي مو دومره یو بې کفایته، بې علمه او بې تجربې سړی دی چې په څو کلونو کې دی د لوګر یوې ولسوالۍ ته هم یو ځلې نه دی تللی او نه یې هم د کومې ولسوالۍ اوسیدونکي راغوښتي دي. د شته بندیانو غږ یې لا تر اوسه څوک نه اوري، او هسې بیګناه نیول شوي دي خو اوس اوس یې کورنۍ او نیژدې خپلوان د کینې له امله له وسله والو سره یو ځای شوي دي. بهرني ځواکونه ځي په دې ولایت کې عملیات کوي خو دی هیڅ نه وايي، زه حیران دې ته یم چې ایا د لوګر والي نارینه دی که ښځينه ایا دی د لوګر دی کنه ایا دی د یو افغان او لوګري په تګه غیرت لري کنه. که لوستونکو لوګر لیدلی وي او په لوګر کې شنو مارکیټو یې سترګې وړې وي ورته ډاډ ورکوم چې دا خلکو په شخصي پیسو جوړ کړي دي نه والي. اوس په لوګر کې د غلو یوه کړۍ ده، والي غل، د پوهنې رییس غل، د امنیت رییس غل، د امنیه قومندان غل، قاضي غل، د ټرافیکو رییس غل، څارنوال غله، ولسوالان غله. دا د غلو څخه جوړ هغه ترکیب دی چې په دې ولایت کې کار کوي او په دې ولایت کې مزې. د خلکو سرونه غوڅيږي، د والي صیب پرې څه. ښونځي ورانیږي، تړل کیږي د پوهنې د رییس یې پرې څه. خو دوی د خپل سر سلامتي غواړي. که د لوګر متدین ولس د وحشي تش په نوم طالب یا اورپکو، غله دولت او یرغلګرو بهرنیانو پر وړاندې را ولاړ نه شي او له ټولو وړاندې هر څومره ژر چې کیږي چې د والي د ګوښه کیدو غوښتنه وکړي او هم دې ولایت ته د یو سم والي غوښتنه له مرکزي دولت څخه وکړي داسې نه وي چې خړلاړشي او برګی راشي. په دې هیله چې په دې ولایت کې نور د تاوتریخوالي، وحشت، غلا، اداري فساد او زورواکو لمن ټوله شي.
محمد سپیڅلۍ