ښاغليه ! ته خو له پيله د پيپسی بوتل وې

 
\"\"
قدرمنو لوستونکو تاسو به تیره شپه د بلخ لوټمار والي په یوه خپرونه کې چې له ( یک تلویزیون ) سره وه لیدلی وي چې د شمال د ناامنۍ د اصلی لامل پیدا کولو په اړه يې جوړه کړې وه.
په دې خپرونه کې د بلخ والی ښاغلی عطا محمد نور وویل چې بهرنیانو له مونږ یعنی منظور یی د نظار شورا وه د پیپسی د بوتل په توګه استفاده وکړه ، خپله اخیستنه یی له مونږ نه وکړه او اوس یی ایسته واچولو
زه وایم ښاغلیه تاسو له پیله د پیپسی بوتل وۍ یعنی منظور می دادی چې له پیل څخه خالی او بی له کوم اصله وی ستاسو مشر چې اوس ته د هغه مشری حتی نه منی ښاغلی استاد ربانی یادوم په لمړی ځل طالبانو ته د سولی کفتری وویلی او کله چې پوه شو واک راڅخه نیسی بیا یی له هغوی پر وړاندی د جهاد اعلان وکړ او کله چې نړیوالو په افغانستان یرغل پيل کړ ، نو بیا یی چېغی وهلی چې دا بمبارد کمزورۍ دی ، هیله ده له مجاهدینو سره د امریکا عسکر پیاده اوږه په اوږه د طالبانو پر وړاندی کې و جنګیږی او زه باوری یم چې د استاد ربانی دا خبره اوس هم د بی بی سی راډیو په ارشیف کې شته زه دا وایم چې ښاغلیه استاد ربانی ته اوس په کومو سترګو له طالبانو سره مصالحه کوی د هغوی خو اصلی جنګ له تاسو سره دی
را به شم د پیپسی بوتل ته ، ښاغلیه نن چې ته د زرګونو ډالرو دریشی او نیکټایی اغوندی آیا په خوب کې دې هم دا سې ژوند لیدلی وو؟ تا چې خپل شرابي او قمار باز پلار د روضې مبارکې په محوطه کې ښخ کړی پوهیږی چې یوه ورځ به ورسره څه کېږی ؟
ددی کس چې نن په خپل سر د بلخ والی دی پوهیږۍ چې اصلی او پلرنۍ جایداد یی څومره دی ؟ او د رباني چې منظور می له نجیب الله وروسته بدبخت اسلامی حکومت تر پایه څومره وو ؟
د بلخ والی له پلاره یواځی او یواځی دری بسوې ځمکه لری او پلار یی نه کوم تجار وو بلکه کاکا نور محمد بیچاره د شاهکار په نوم له یو تن غالۍ خرڅوونکې سره په دوکان کې کار کاوو او وروسته له دی چې له دی ځایه به ولاړ خپل ټول وخت به یی په جوی او ساقی خانه کې تیراوه او اکثره وخت به نشه وو
ستا پلار دی اوس خدای و بښی ځکه هغه بیچاره اوس په دی دنیا کې نشته مګر ظالمه ته ولی خپل نشه یی او قمار باز پلار ته سوداګر وایی او دومره ستره جفا چې هغه دی بیا راووړ او په روضه مبارکه کې دی دفن کړ؟
اوس پوښتنه داده چې ته د یو قمار باز او شرابی زوی څنګه کولای شی د یو میلیار ډالرو د سرمایی څښتن و اوسی او هغه هم د کرزی لالا په حکمرانی کې ، ته خو لکه جنایتکار دوستم د پیسو د چاپولو امتیاز کارخانه هم نلری؟
دلته غواړم هغه کومه څیړنه چې دده د نا مشروع سرمایی په اړه شوی ټکې په ټکې را واخلم
د بلخ دوالی هغه پلرنۍ دری بیسوه ځمکه او اوسنۍ دغه یو میلیارد ډالری سرمایه سره پرتله کړۍ! دبلخ دوالي دارائې چي یوازي په مزار کي موږ په خبر یو په لاندي ډول ده او هغه ملکېتونه چي په ازبکستان او نوره نړۍ کي ده رانیولوي دي تر اوسه ئې په حال یو خدای خبردی . کوم سیمي چه تاسو ته موږ په مزار کي په ګوته کوو د نوموړي په اړه کوم ناروا تبلیغ ندی بلکې دا یو حقیقت دی هرڅوک کولای سي چي د یادو سیمو څخه لیدنه وکړي او په هکله يې د ځائې خلکو څخه معلومات تر لاسه کړي . زموږ دمعلوماتو لمخي چي موږ راټول کړي دي یوازي په بلخ کي دښاغلي عطا محمد نور ته منسوب اوس مهال تر ۵۰۰ زیات جایدادونه چي شرعي قبالعې ئې یا دده په خپل نوم دي او یا هم دده د میرمني ،ددو زامنو اویو ې لور په نوم په املاکو کي ثبت دي .
د ښاغلي عطامحمد نور د یوه زوئ نوم خالد (نور) دبل زوی نو ولید (نور ) او د لور نوم میترا (نور) دی .چي په همدی نومونو اوس تاسو ته یو څو بیلګي بیانوو
۱- د خالد بن ولید په نوم یو ښارګوتئ : چي دوالي لخوا ویشل سوی او اوس مهال په کې ۶۰۰۰ زره نمرې ویشل سوي او هر یو نمره د ۸۰۰ ډالرو نه نیولې تر ۲۰۰۰۰ ډالر خرڅي سوي او اوسنۍ بیه لسها زرده دالر ته جیګه سوې ده . په نوموړي ښارګوټي کي نژدې ۲۰۰ نمرې په اعلی موقیعت کي نوموړي دځان لپاره راګزځولي دي .
2- دباختر په نوم د سړک لاندي په یو عصري مارکېت کي تر ۲۰۰ دوکانونه دده په نامه دي .
۳- د سینا استدیو تر څنګ د بادامو مارکېټ چي اوس دده ملکېت دی .
۴- د عجب خان په نوم پخوانئ مارکېت څه اوس مهال په کي کار روان دی او ویل کېږي چي ۵۰۰ دوکانونه په او پوړونو کي به جوړ سي هم دوالي دکورنۍ ملکېت ته داخل سوی دی .
۵- د نور بزنس سنتر څه ۸ پوړه دی او ۱۰۰ دوکانونه پکي دده دي .
۶- د درمل پلورو مارکېت د مزار روغتون ته مخامخ
۷-د نور د لایزرو کلینک
۸-د نور د تیلو شرکت د مزار په دروازه بلخ سیمه کي.
۹- د میترا نور په نوم څولوړ پوړې ودانۍ چي ویل کېږي د ۴۰۰ کورنیو لپاره کورونه پکښي په څو ودانیو کي جوړیږي او هره ودانۍ ئې ۸ پوړه ده .
۱۰- د مزار ښاروالۍ ته مخامخ لس پوړیزه نوی ودانۍ چي د زرګرانو ترڅنک جوړه سوې او اوس مهال هم پکښي کار روان دئ .
۱۱-د میترا نور ترانسپورتي شرکت چي تر ۳۰۰ زیات کاماز بابري موټرونه لري .
۱۲- د میترا نور سرای د مزار کابل په لوی لاري باندي .
۱۳ ـ د مزار پخواني سینما پر ځای جوړ سوی نوی مارکېټ چي ۱۰۰۰ دوکانونه لری او څوبانګونه او د درمل پلورنکو شرکتونه په کي موجود دي .
۱۴- خالد نور پمپ استیشنونه چي د مزار په ډيرو برخو کي موقیعت لري .
۱۵- د مولانا به نوم یو بنګله د مزار د امنیه قوماندنۍ تر څنک .
۱۶ – د نوموړي خپل کور چي پکښي اوسیږي یوه څلور پوړیزه ودانۍ ده چي د چوغدک په نامه سیمه ده په دوه میلونه ډالره جوړه سوې او سنګار سوې ده .
۱۷- د ساسي دفتربه نوم دو لورړپوري ودانۍ د مزار ښار به در وازه بلخ سیمه کي دي . ۱۸ –د اختر ابراهیم خیل کور شاته یو سرای چي درې جریبه ځمکه ده او د شولګره استګاه پکښي جوړه سوی ده .
۱۹-د ولایت شاته د قاضیانو په کوڅه کي یو لوړ پوړې ودانۍ. ۲۰-سلطان راضیه لیسه تر شاه یوه لور پوړۍ ودانۍ چي یو کلینک ته په کرایه ورکرل سوې ده دده دمیرمني په نامه ثبت ده .
۲۱- د د اریا په نوم د لوړوزده کړو موسسه چي پکښي نوموړی داحمدضیا مسعود سره شریک دی او په مزار کي فعالیت لري او ۵ لوړ پوړي ودانۍ لري.
۲۲-د خالد نور د سړک جوړولو شرکت چي په مزار مهمان سرای کي چي هغه هم د والی خپل مارکېټ دی فعالیت کوي او ۴ پوړه دی .
۲۳- د مولانا جلالدین – الفلاح –په نوم دو روغتونونه .
۲۴- د سینا فر په نوم لوړ مارکېت چي ۴۰۰ دوکانونه لري او د بلخ پوهنتون ته مخامخ پورت دی .
په حیرتانو بندري ښارګوتي کي د تیلو زیرمي او جایدادونه، د انتر نشنل د تیلو واردونکي شرکت سره شراکت –د کمال نبی زاده سره شراکت – د ارزو په نوم تلویزیون ،د شمال په نوم یو پوردکشن څه اوس غواړي د نو روز په نوم تلویزیون هم ترڅنګ ئې جوړ کي ، د بلهیکا په نوم د بیل بورډونو شرکت چي دمزار ټول اعلانات قرار داد ورته ښاروالۍ په انحصار کي ورکړی او داسي نور سلګونه نوري ودانۍ او مارکټونه او شراکتونه دي چي دټولو لیست راټولو ، پیدا کول او لیکل ورځي ورځي کار ته اړتیا لري .
اوس خبره دا ده چې آیا داسی محکمه شته چې په دی اړه له دی لوټمار نه پوښتنه وکړی ؟
او بلاخره د پای خبره دا چې کله نوموړۍ له دندی کوښه شی نو حال به یی څه وی ، حقیقت خو دادی چې په هیواد کې دننه ژوند ورته مشکل دی ځکه د ورځی به لسوګونه خلک پر ده باندی عارض کېږی او که بهر ته هم ولاړ شی نو یو قانونی حکومت کولای شی چې د انټر پول پولیسو لخوا یی ونیسی او د قانون منګلو ته یی وسپارې
درنښت
مستعان بلخۍ

\"\"