ديو ملي خيانت افشا خو ډېر ناوخته ( سریزه )
وېسا خپلواکې ورځپاڼې دخپل شپږم کال په ٣٣ ګڼه کې ، چې د غبرګولي په ١٨ نېټه خپره شوې ده د موقتې ادارې دکورنيو اوبهرنيو چارو دوزيرانو ( محمديونس قانوني او ډاکټر عبدالله ) او دايساف د قوماندان ترمنځ ديوه تړون له مخې پرده پورته کړه، چې پربنسټ يې ايساف دافغانستان په خاوره او هوا کې دهرډول اقدام اجازه لري ، دايساف غړي اوافراد دافغانستان خلکو ته دزيان رسولو په مقابل کې دهيڅ ډول خسارې دورکړې مسئوليت نلري ، اوکه دايساف غړي په افغانستان کې په جرم لاس پورې کوي په افغانستان کې نه شي محاکمه کېدلى .
ددې تړون له مخې چې دشمالي ټلوالې له دوو مهمو غړو سره د ٢٠٠١ کال د ډسمبر په مياشت کې دايساف دقوماندان له خوا لاسليک شوى ، ايساف کولاى شي له هر ټولنيز ، ديني اوسياسي رهبر سره داړتيا په وخت کې اړيکه ونيسي ، ايساف په افغانستان کې دهيڅ ډول مالياتو په ورکړې مکلف نه دى ، همدارنګه ددې تړون پربنسټ دافغانستان موقته اداره نه شي کولاى ، چې په جرم باندې تورن بهرنيان ونيسي او يا يې کومې نړيوالې محکمې ته وسپاري .
داهغه څه دي ، چې په تېرو نهوکلونوکې روان دي او له افغانانو سره دبهرنيو ځواکونو چلند کټ مټ همداسې دى لکه په تړون کې چې راغلي دي له همدې امله په دې کې نه يوازې دتړون لاسليکوونکي بلکې هغه چارواکي ، چې ددندې اومسئوليت له مخې په ټولو حکومتي ادارو او قانوني چارو څارنه کوي هم مسئوليت لري .
ددې خبر له خپرېدوسره سم ارګ ته نږدې منابعو او ارګ پلوو مبصرينو هڅه وکړه، چې ددې تړون دلاسليکولو او عملي کېدلو تور پرشمالي ټلوالې په ځانګړې توګه پر ډاکتر عبدالله او محمديونس قانوني ولګوي اوحامدکرزي ته ، چې دوخت دموقتې ادارې مشر و برائت ورکړي حال داچې په دې اړه نه يوازې محمديونس قانوني او عبدالله عبدالله بلکې پخپله ولسمشرکرزى هم مسئوليت لري . اوس که ښاغلى کرزى او پلويان يې وايي، چې داتړون يوازې دعبدالله او قانوني لخوالاسليک شوى اوموږ پرې خبرنه وو داخبره به هيڅ افغان ورسره ونه مني ، دکورنيو اوبهرنيو چارو وزارتونه دافغانستان دموقتې اد ارې مهمې څانګې وې او حامدکرزى ، چې دموقتې ادارې مشر و بايد له دې ادارو او د چارواکو اوکه په بله وينا ووايو دخپلو وزيرانو پرکارونويې څارنه کړې واى . اوبايد پرې خبر واى اوکه پرې خبر واى نو بايد چې ژرترژره يې ددې غيرقانوني تړون مخالفت کړى واى او لغو کړى يې واى . خوپه ډېره خواشينۍ سره ، چې په تېرو نهو کلونو کې ټولو په دې اړه سکوت کړى و او له دې تړون سره دبرابرو روانو چارو ننداره يې کوله .
د ډېرې خواشينۍ ځاى خولا دادى ، چې ارګ پلوي مبصرين بيا وايي چې دا تړون به د امريکې متحدو ايالتونو سره دنوي ستراتيژيک تړون په لاسليلکولو سره لغو کيږي ددې معناداده ، چې دوى اوس هم ددې تړون له انفاذ څخه سترګې نه پټوي او غواړې چې نور يې هم وغزوي .حال داچې داتړون نه يوازې دنړيوالو اصولو سره بلکې دافغانستان له اساسي قانون او زموږ له ملي ګټو سره په مخالفت کې دى او بې له دې چې بحث ورباندې وشي ان دلاسليکولو له نېټې څخه بې اعتباره دى اوکوم اجراات چې ددې تړون تر سرليک لاندې شوي هغه هم باطل دي . اوپه کاردي ، چې ددې تړون لاسليکوونکي اوهغه چارواکي، چې له خبرتيا سره سره يې په دې اړه سکوت کړى اويايې دنه خبرتيا له امله په دې برخه کې غفلت کړى ژرترژره دمحاکمې ميز ته راکاږل شي . داکسان دهغو زرګونو افغانانو چې دبهرنيو ځواکونو په بمباريو او پوځي عملياتوکې شهيدان شوي ، ټپيان شوي او خپل کورونه اومالونه يې له لاسه ورکړي شريک دي او په واقعيت کې همدوى دي ، چې د بهرنيو ځواکونو جنګي جنايتونوته يې لاره خلاصه کړې او دافغانستان خپلواکي يې پر پرديو پلورلې ده . اوس که موږ افغانان له يونس قانوني او ډاکتر عبدالله څخه ګيله وکړو ، چې ولې يې دا ډول تړون لاسليک کړى دى داخو څه دتوقع خلاف خبره هم نه وه اونه ده دوى خو ان دموقتې ادارې له جوړېدو وړاندې کله چې امريکايي ځواکونو پر افغانستان خپل بريد لانه وه پيل کړى دواک او قدرت پرسر له امريکايانو سره معامله کړې وه او دهغو اويا ميلونو ډالرو په مقابل کې يې چې د( ګري ) په نوم دسي اى اې يو کارکوونکي ددوى پرټولو قوماندانو وېشلې وې، هغو ته پرافغانستان دبريد بلنه ورکړې وه .ان تردې پورې ، چې دامريکې پر بمباريو يې قناعت نه درلوده او تر کېدونکو بمباريو يې دزياتې اوپراخې بمبارۍ غوښتنه کوله . اوهمدغه دليل وو، چې امريکايانو دبن په کنفرانس او په بيړنۍ لويه جرګه کې د دوى دواک او ځواک د مودې له غزېدو ننګه کوله . خوخبره داده ، چې په خپله ولسمشرکرزى اودده په ډله کې نورې څېرې چې دملي ګرايۍ ماسکونه يې پرخپلومخونو راکش کړي دي ولې داسې غلي وو اودي ، که حالت په همدې توګه دوام وکړي پوښتنه داده ، چې دزرګونو بې ګناه افغانانوپوښتنه به څوک کوي ، چې په بې رحمانه توګه دامريکايي اونورو بهرنيو ځواکونو له خوا وژل شوي او کورونه يې په وحشيانه توګه په توره شپه پلټل شوي دي ، ماشومان او تورسرې يې په سپيانو داړل شوي دي .؟ په داسې يوه حالت کې ، چې پرافغانانو اوهېواد يې دا ډول جنايتونه روان وي ، ځينې واکمن يې دمجاهدينو (!) په څېره کې دوطن هوا اوخاوره دنورو په واک کې ورکوي ، پرقاتلانو يې دمحاکمې ټولې لارې تړي او ځينې نور واکمن يې ، چې دملي ګرايۍ درواغجن ماسکونه يې پرمخونو راکش کړي سکوت کوي او ددې ټولو جنايتونو ننداره کوي ، افغانان به له چاتمه وکړي او دچاپه هيله به ناست وي ؟ زموږ له نظره که په تېرو نهو کلونو کې دافغانستان په سياست اوواکمنۍ کې له ورګډو ډلو سره محاسبه وشي هيڅ يوه يې نه شي کولاى ، چې ځانونه سپين کړي که يوه خيانت کړى بل ورسره سر ښورولى ، که يوه جرم کړى بل ورباندې سکوت کړى او دملت اوهېواد پروړاندې يې خپل رسالت اومسئوليت نه دى ترسره کړى . افغانان بايد په سياست کې پرنويو بديلونو فکروکړي .