مور جانې  ومې  بخښه!

 زه ستا د تبې  لا س نيولـــــی  نشم
زه ستا په سر لا س کيښودلی نشم
د دروازی نــــه در تښولـــــــــــی نشم
زه ستا په پښو کی کوزیدلی نشم
کله به کينم ستا تر څنګــــــــه مورې
چی دخولې د سوي مخ پا کې کړم
خدای (ج) رانه دا نعمت نيولی پخوا
زه دڅپوڼی سمو لـــــــــــــی نـــــه شم
که هر سهار می ستا دوعا اخسته
که هر ما ښام ستا لا سونه مچ وای
د زند ګی د بد دوران لـــــــــه لاسه
دغی مقا م تــــــــه رسيد لی نشم
مـــــــــــور جــــــــــانی ومې بخښه
چی ستا د زړه او خولې دو عا وا خلم
چی ستا د مينی ار تقا واخـــــــــلم
چی ستا د پښو جنت ته لارپيدا کړم
ګوندې لږ رحــــــــم د الله (ج) وا خلم
 
ټولو ميندوته ډالۍ دی، چی هر ما ز ديګر يې سرې او مهربانې سترګې د انګړ دروازې ته نيولي
او دمسا فرو زا منو ليدو ته  انتظا ر وی .
 
ا حمد  پښتون   اديسه