حکومت داداري فساد پروړاندې دمبارزې اراده نلري .


دښاغلي کرزي په مشرۍ دتېرولسو کلونو په اوږدوکې دواکمنې کړۍ دناوړه حکومت دارۍ له پايلو څخه، چې افغانستان يې په نړيواله سويه وشرموه ،يوهم اداري فساد دى ، اداري فساد اوس دافغانستان په حکومت کې هغه تريخ واقعيت دى،چې هيڅوک يې له شتون او ورځ په ورځ پراخېدونکي حالت څخه سترګې نه پټوي په خواشينۍ سره تراوسه پورې نه يوازې داچې ددې ناوړه اوشرموونکې سياسي او اداري ناروغۍ دمخنيوي لپاره ريښتيني او عملي ګامونه نه دي پورته شوي بلکې تراوسه پورې دنظام اصلي چلوونکي ددې اراده هم نلري که نه نو اوس به دوزيرانو ، مرستيال وزيرانو ، واليانو ، رئيسانو او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو دوسيې دلويې څارنوالۍ په الماريو او دڅارنوالانو دميزونو ترشا بې برخليکه نه وې پاتې .ډېر کره او رټ اسناد شته ، چې له مخې يې په يوشمېر وزيرانو او نورو دولتي چارواکو دفساد او اختلاس لګېدلي تورونه ثابتولى شي، دافغانستان دلويې څارنوالۍ مسئولو کسانو څو څو ځلې ويلي ، چې ديوشمېر کسانو څه چې ان ديوشمېر وزيرانو دوسيې يې بشپړې کړي اومحکمې ته دلېږلو لپاره چمتو دي خو له دې ټولو سره سره تراوسه پورې دسترې محکمې او ياهم دولسمشرۍ دفتر له خوا د وزيرانو دمحاکمې لپاره خاصه محکمه نه ده جوړه شوې ، په دې اړه اوسنى سکوت اوسکون پخپله ددې معنا لري، چې واکمنې کړۍ داداري فساد پروړاندې دمبارزې لپاره اراده نه ده کړې . او په نږدې راتلونکې کې بيا دولسمشرۍ دټاکنو اوسياسي معاملو اوسازشونو وخت په رانږدې کېدو دى .هم تمه نه کيږي، چې په چارواکو کې به ددې کار اراده را وټوکيږي او ښکاره ده چې دا چاره به هم لکه دانتقالي عدالت په شان يوه بل حکومت ته په ميراث پاتې شي . له همدې امله په کارنه دي ، چې په دې برخه کې چاته کوم وړانديز وشي .اوبله خبره خو لا داده، چې داداري فساد پر وړاندې دشعاري مبارزې په برخه کې اداري اوتشکلاتي پرسوب په دومره اندازه دى ، چې له سړى د وړانديز کولو او يا نيوکې کولو مرجع ورکه شي
همدا اوس په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره واحده اداره نشته ، نن ورځ په افغانستان کې دلويې څارنوالۍ په ګډون شپږ ادارې په دې برخه کې فعاليت کوي لکه ، د رشوت او اداري فساد پرضد دمبارزې پرستراتيژۍ د څارنې عالي اداره ، د کنترول او تفتيش اداره ، په قضائيه قوه کې د څارنې او کنترول اداره ، د اداري اصلاحاتو کميسيون او د سترې محکمې د رئيس اوقاضي القضات پر مشرۍ يوبل کميسيون ، چې دا ادارې پرته له وظيفوي تداخل او تشکيلاتي پاړسوب (تورم ) څخه بله هيڅ پايله نلري او نه يوازې دا چې د نه همغږيتوب له لامله لاسته راوړنه نلري د جوړښت لپاره يې قانوني توجيه هم نه ليدل کيږي
له قضايي تعقيب او مجازاتو څخه معافيت او له مسؤلو کسانو څخه د دولتي لوړپوړو چارواکو ملاتړ ددې سبب شوى، چې اداري درغلۍ ورځ تر ورځ زياتې شي او حتى علني بڼه خپله کړي ځکه هيڅوک ويره نلري چې ددې عمل د ارتکاب له لامله به مجازات کيږي . په همدې تناسب خلکو هم په دې برخه کې توقع له لاسه ورکړې ده هيڅوک په دې اړه يوې رسمي مرجع ته د شکايت کولو زړه نه کوي او که يې د ستونزې دحل په وخت کې څوک درشوت غوښتنه ترې کوي بې له کوم ځنډه يې ورکوي .
دافغانستان دلويې څارنوالۍ وياند تېره اونۍ څرګنده کړه چې له دوى سره د ٢٥ په شاوخواکې د وزيرانو او دولسي جرګې دوکيلانو داختلاس او اداري فساد دوسيې ترڅېړنې لاندې دي . داخپله ددې لپاره ښه ثبوت دى ، چې حکومت په پراخه پيمانه دلايل اوشواهد لري ، چې وزيرانو او وکيلانو اختلاس کړى دى خو دا چې نه يې محاکمه کوي ، نه يې توقيفوي او له دندو يې نه ګوښه کوي دليل يې همدا دى ، چې تراوسه پورې په حکومت کې داداري فساد پروړاندې دمبارزې او داداري مفسدينو دمحاکمې اراده نشته .