ښوېيدلې اوښکه

            ښوېيدلې اوښکه                                         لنډه کيسه                                        خيال الدين خيال څڼې يې له گردونوڅنډ وهلې، لرې پريوه پوله کښېناست،دتندي خولې يې په خپل سرۀ خامک شوي دسمال پاکې کړې،له هرې خواپرې دشاباس او آفرين بارانونه را ورېدل. -ياره په ځوانۍ دې برکت شه،ټولو ته دې ماته ورکړه. -دډم خوارکي لاسونه دې وچ کړل؛ خو ته ستړى نه شوې. ما اتڼونه ډېر ليدلي؛خو گل خان چې کله لاسونه تاووي، دسړي ټول وجود ورسره گډېږي. گل خان په فاتحانه انداز پاڅېدو،دخلکو له منځه ووت، له يو چايې پوښتنه وکړه:هغه حاجي رحيم گل چېرته دى،چې کار ورسره لرم؛هغه ورته په منډه حاجي صاحب راپيدا کړ؛گل خان ورسره څنگ ته شو، ورته يې وويل: ياره حاجي صاحب! مړي په ويرښۀ ښکارېږي او ښادي په ډنگ و ډونگ.خداى درباندې ښادي راوستې ده؛که بېگا ته پکې ډنگ و ډونگ جوړ نه کړو،ولله که خوند وکړي، داسې شېبې کله-کله راځي. حاجي صاحب به دگل خان غوندې شوخ ځوان ته څه ځواب درلود؟ داخو يوازې حاجي صاحب نه و،چې دگل خان دشوق احترم يې وکړ. گل خان په ټول کلي کې په داسې شوقي پېژندل کېده، چې داتڼ او ساز له موجوديته پرته يې دچا وادۀ ته گام هم نه اخيست او ويل به يې: ښځه يې په دې وادۀ... موږ لکه چې دوريجو او غوښو وږي ورته ښکارو، په خداى قسم،چې دگل سندرې پکې وانۀ ورم؛که يې مبارکي ورکړم... گل ځوان و ؛خو داسې ځوان چې په ټوله معناگل و ؛کله به يې چې له خپل جادويي غږ سره دخپلې ښکلا ناز او ادا هم بدرگه کړل؛داورېدونکيو داحساساتوسمندرونه به يې بې واره توپاني کړل. په داسې وخت کې به يې دډېرو بخيلو ځوانانو له جيبونو هم دخپل هنر په گوتو پيسې را ايستلاى شواى. گل خان دلومړي ځل لپاره((گل)) درې کاله مخکې دخپل کلي په يوۀ وادۀ کې وليد.هغه نه پوهېده، چې گل خان په لومړي ځل ولې دومره خوږ ورباندې ولگېد؟ خوکله به چې گل سندرې کولې؛نو دگل خان په وجود کې به د درد او خوند خوږې څړيکې تلې- راتلې او هغه ته په ليدو به يې يو بل ډول کيف حس کاوه،داسې کيف چې هغه تردې وړاندې نه و ليدلى. کله چې گل خان هماغه کاله وړاندې دساز په شپه کورته راغلى و،تر سهاره يې سترگه نه وه پټه کړې،دگل دمينې او هنر ريښې يې دروح ژورته دومره ورکوزې شوې وې،چې دې ناڅاپي کيف ته دى پخپله هم حيران و. سهار وختي يې دگل خان دځاى پوښتنه کړې وه او دهغه کېږديو ته ورغلى و،ټوله ورځ يې ورسره تېره کړې وه،پيسې يې ورکړې وې،ځان يې دهغه دهنر پېژندونکى معريفي کړى و او له ساز سره پر خپلو اوږدو اړيکو دهغه پام ځان ته را اړولى و. گل خان خدايي له گل سره مينه درلوده، دهغه په اواز کې يې دخپل زړۀ ددرزا غږ اورېدۀ او هغه په خوى بوى کې يې عجيبه زړۀ راښکون او ورته والى ليدۀ. يوه ورځ يې له گل خان نه په خبرو کې دا هم پوښتلي وو: (( ياره! شتا خوى-بوى هېڅ دمسليانو په څېر نه دى، رنگ دې هم هغوى ته نه دى ورته،نه پوهېږم ،چې ته ددغو تورو کاڼو په منځ کې څنگه گل راټوکېدلى يې؟ خو گل خبره په خندا تېره کړې وه او ويلي يې وو: دخداى قدرتونه دي.)) له هماغه ورځې نه گل او گل خان سره ياران وو. گل  هم نه پوهېده، چې له گا خان سره دگل مينه ولې دومره سپېڅلې وه؛که څه هم گل پوهېدۀ ، چې هغه دزرو روپيو په مخکې له يوې غوښتنې هم انکار نشي کولاى؛خوحيران په دې و،چې گل خان سره له دومره راکړې- ورکړې له هغه يوه ناروا غوښتنه هم نه کوي؟ حال داچې دگل خان کرېکټر په بلا تورونو او تهمتونو لړلى و. داوږدې حجرې په بر سر کې دسازنده وو ډله ناسته ده. دحجرې په منځ کې پر يوه څوکۍ درحيم گل زوى دامېلونو په گلونو کې پټ ناست دى .حجره ټوله له کليوالو ځوانانو ډکه ده ، څوک غورځي او چيغې وهي، څوک چکچکې وهي، څوک يو بل دگډېدا لپاره را کاږي.دحجرې يوۀ دېوالۀ ته دوو کسانوډډه وهلې ده، يوۀ يې دبل غوږ ته خولۀ ورنژدې کړه، نه پوهېږم چې څه به يې ورته ويلي وي؟ خو دويم کس ځواب په زوره ورکړ؛په داسې حال کې ، چې گل خان په حيرانتيا کې ډوب و؛دويم کس دهغه په لوري په ستگو اشاره کوله ويل يې : ((نه پوهېږم چې په دې مسله کې دۀ څۀ ليدلي، چې کله په کېږديو کې ورسره ورک وي او...؟؟)) گل چې په سندرو او ټپو کې د ذوم او دهغه دکورنۍ نومونه يادوي، له هرې خوا پرې دپيسو باران وي.((گل)) تريوې رباعۍ وروسته دا سندره را واخيستله:  تور او په سپين نه ده چې له چاسره دې زړۀ لگي   يار په سړي ښۀ لگي تور وي که سپين څه؟ گل خان دگل اواز ته داسې يوه خوا او بل خوا زنگېده، تابه ويل چې شراب يې خوړلي؛بې واکه يې له خولې د واه-واه،جارشم، مړمه شې...نارې ووتې،ناستو کسانو به يو بل ته وکتل او موسکي به شول؛پر درې ساعته ساز او مستيو وروسته گل کښېناست. دچاي پتنوسونه وشرنگېدل او خپل منځي هاى و هوى، خبرې او کيسې پيل شوې. گل خان دتور رنگه تبله مار ترڅنگ ناست و او له هغه سره يې دگل دهنر او اواز په اړه خبرې کولې؛گل خان نا ببره بل ډول پوښتنه وکړه : ياره ما تر اوسه په تاسې کې دگل پلار پيدا نه کړ؛آخر مړ خو نه دى؟ تبله مار په خپل ځاى کې نور هم دگل په لور را وگرځېدۀ او خوله يې دهغه ښه ورنژدې کړه... تر يو څه خبرو وروسته گل خان له تبله مار څخه په جدي انداز وپوښتل: ((دټل تر پلۀ لاندې؟په تور څادر کې؟شپاړس کاله وړاندې ...؟؟؟)) بيا يې دېوالۀ ته تکيه وکړه او په اوږدۀ سوچ کې ډوب شو. اُف خدايه!نن څومره اوږده ورځ ده؛کله به شپه راځي؟ته ودرېږه چې ساعت وگورم. دمازديگر پاو کم پنځه بجې دي. دوولسوبجو ته پوره پاو باندې اووۀ ساعته پاته دي؛خو ځه خير تېر به شي،نن يې وروستۍ وعده راکړې ده ؛که مري که پاته کېږي، راسره مني به يې؛آخر دا دومره خرچې او ستړې دڅه لپاره کوم؟ گل خان دشپې تر دوولسو بجو پورې دزرمينې دوعدې شېبې دقيقه په دقيقه وشمېرلې؛کله به کور ته ننوت اوکله به راووت. دادى پاو کم دوولس بجې شوې .له ځان سره يې وويل:تر هغه ځايه،چې ورسېږم، دا وخت به هم تېرشي.هغه به انتظار وي ، دروازه به يې تياره خلاصه کړې وي،کوټه يې رامعلومه ده ،بس سيده ورځم؛کله چې دزرمينې کورته ورسېد؛زړۀ يې درزا پيل کړه ، ورو يې پر دروازه لاس کېښود،لږ زور يې ورکړ ، دروازه وازه شوه ، گل خان ننوت او په رپېدلو گامونو دزرمينې تر کوټې ورسېدۀ. -     آه! چې څوک راويښ نه شول. - ځه ډارېږه مه، هغه يو ړوند خُسر مې دى ، که را ويښ هم شي ، څوک نه ويني. - زرمينې! نن به راته بانې- مانې نه کوې، بس دټول عمر ارمان به مې پوره کوې. - گوره هرڅه چې غواړې وبه يې منم؛ خو زما حيا مه لوټه؛زه به هغه مسافر مېړۀ ته څه ځواب وايم؟ - وايم نور دې په دې بانو نه پرېږدم؛هر څه چې کېږي، کېږي به،زه وروسته په چل پوهېږم. زرمينې نور نشواى کولاى، چې په بانو-مانو گل خان تېر باسي؛مجبوره شوه،چې دهغه دهوس په اور کې دخپلې حيا او عفت هستي وسوځوي. تر پېښې لس مياشتې وروسته،هغه سهار دگل خان په ذهن کې ور تېر شو،چې په تور څادر کې يې څۀ شى اخيستي وو او په توره شپه کې يې دټل تر پلۀ لاندې ورو خپله غوته کېښوده؛هغه په رپېدلو گامونودکور خواته روان و ؛ خو له غوټې وړه-وړه ژړايې لا هم او رېده.گل خان ته له زرمينې سره ډېرې شېبې وريادې شوې؛ خو دتبله مار دتبلې درزايې دخيال لړۍ وشلوله.گل ټپه را واخيسته:     چې په ورکړې مين مه شې     سبا به سرې سترگې ولاړ وې دا به وړينه گل خان له جيبه سور خامک شوى دسمال راوايست او له لېمو راښويېدلې اوښکه يې پرې له پنډ محفل نه پټه کړه!.                             پاى