ولې ملي ګوند نۀ لرو ؟!

 فضل وزير هيله من
دافغاني تاريخ وياړلې او پرتمينې څېرې  اولوى شخصيت احمدشاه ابدالي په (( ١٧٤٧ )) زېږديزکال نوي افغانستان دبنسټ ډبره کېښوده ، چې په عملي توګه دلومړي ځل لپاره دنړۍ په سياسي او جغرافيايي نقشه کې  دافغانانو ملي اونړيوال  هويت لرونکى خلواک هېواد راڅرګندشو. دشېر سرخ افغان شموله تاريخي لويه جرګه دومره په ډيموکراټيک چاپېريال  اودولسواکۍ په فضاکې دايره شوه ، چې داروپا او امريکې سياسي  اند يالانو اود فرانسې لوى انقلاب تصور هډوشتون نه درلود . اوکه په ساده وينا ووايو ، همدا افغانان وو، چې نړۍ اونړيوالوته يې دسياسي رنساس اندونه په الهامي ډول القاء او ورپوکړل .
خوله هغې ورځې  راهيسې چې زموږ خوږ هېواد تاريخي افغانستان  دنړۍ په سياسي اوجغرافيايي نقشه کې وپنځېد، نو تل دباندېنيو يرغلګرو او بلوسګرو  دبريدو نوډ ګر پاتې شوى او دى . دتاريخ په هر پړاوکې چې زموږ هېواد دتيري سره مخ شوى ، و پرضديې دهېواد له هر ګوټ څخه ملي مبارزين او قايدين راپورته شوي ، اوخپل دښمن تې داسې سياسي اوپوځي ګوزارونه ورکړي ، چې دنړۍ تاريخونه يې ناويات مثالونه او بېلګې لري .
دافغانانو په اړه  ويل کېږي ، چې دوى تل پوځي ميدان ګټلى ، خو سياسي هغه يې بايللى دى ،چې دا دافغان ولس يو ه تاريخي نيمګرتيا او دسياسي پوهې او سواد نشتوالى بلل شو . دهد براعظمګي ته دانګرېزانو په فزيکي راتګ پسې دافغانانو داستونزه لا پراخه او ډېره شوه ، ځکه افغانستان په عملي ډول ددوو امپراتوريو تزاري روسيې او انګرېز امپراتورۍ ترمنځ دبېلوونکې کرښې په توګه واقع شو.
افغانان دتاريخ په هر ستونزمن پړاوکې چې هېواد يې دبهرني يرغل سره مخ شوى دسياسي نشې سره مخ شوي دي . خولکه څنګه چې مقوله وايي : ( احتياج دايجاد مورده ) نودافغان ملت په هر دورکې دهېواد ملي ګټو او ملي خپلواکۍ د خونديتوب اوساتنې په موخه ملي مبارزين  راوتلي ، اودهېواد ملي مشرتوب يې سمبال کړى اوبهرني بريد ګرځواک يې له خپلې خاورې پسې  اخېستى دى . داډول  ملي مشران کله دسيدجمال الدين  افغان په بڼه ، کله دمحمود طرزي او عازي امان  خان په څېروکې رادېره شوې ، چې هېواد ته يې سياسي سمون  اوسياسي تګلورى ټاکلى او ورکړى دى ، اوسياسي مقوله ده ، چې وايي ،( لويې ستونزې لويې حماسې زېږوي .) نو دهېواد دنورو ملي او سياسي څېروتر څنګ پورتنيو يادو درې شخصيتونو هېواد او فغان ملت ته سياسي شعور، سياسي پوهه او سياسي تګلورى ورکړ.
دمحمدظاهر شاه دټولو اکۍ پرمهال د ( ١٣٤٢_١٣٥٢ ) لېږديز لمريز کلونو ترمنځ په هېواد کې دولسواکۍ لسيزه اعلام شوه .
په هېواد کې دوالسواکۍ لسيزې څخه وروسته سياسي فغاليتونه په خورا شور اوزوږ سره پيل شول ، چې په لږه موده کې ګڼ شمېر ښي لاسي اوکيڼ لاسي سياسي ګوندونه جوړشول ، او په فعاليت يې لاس پورې کړ ، چې ورسره جوخت سياسي بازارهم تودشو.
خوله بده مرغه چې په ډېره کمه موده کې ددغو ګوندونو اصلي څېرې اوبرنامې ولس ته په ډاګه او ښکاره شوې ، چې دغه ګوندونه دپرديو په سياسي ملاتړ او اشاره جوړ شوي وو، چې هېڅ ډول  افغاني اصالت ، سپېڅلتيا او صبغه يې نه درلوده . داښي لاسي اوکيڼ لاسي سياسي  ګوندونه په هېڅډول سره زموږ افغانستان او دهېواد ملي ګټو ته ژمن او متعهد نه وو، بللکې دغو ګوندونودمسکو او واشنګټن په تاشاره خپلې ګوندي اوسياسي تګلارې چمتو کولې او پرمخبېولې .
د١٣٥٧ لېږديزکال دغو يې مياشتې له (٧) مې نېټې له او ښتون  وروسته هېواد په عملي ډول دسياسي بې ثباتۍ په لور راون شو ، دکموېستي رژيم پرضد  په کوردننه او بهر کې خورا سخت  مقاومت پيل شو ، چې په لږه موده کې جګړ ه دهېواد ګوټ  ګوت  ته پراخه شوه ، خو کله چې پخواني شوروي اتحاد پرافغانسان پوځي يرغل وکړ، نو افغان جګړه  خپل اوج ته ورسېده  او هر خواته  دوخت واکمن نظام پرضد ولسي پاڅونونه اووسله والې مبارزې زور واخېست  له بله پلوه  دکرښې ها خواته دمجاهدينو اسلامي ګوندونه  هم دبې اتفاقۍ په ناروغۍ اخته  وو، دپاکستان  دوخت پوځى زورواک ضياء الحق دمجاهدينو ګوندونه تجزيه او ووېشل ، چې مجاهدينو ته يې سخت ګوزار ورکړ.
په افغانستان کې دروسانو په سياسي او پوځي ماتې پسې جوخت يوڅو کاله وروسته دکابل واکمن نظام چې مشريې ډاکټر نجيب ؤ ړنګ شو او پرځاى يې مجاهدين واک  ته ورسېدل ، چې په کورنۍ کچه خونړۍ جګړه پيل شوه . په دغه ورانو ونکې جګړه کې دهېواد مادي او معنوى شتمني چور او تالان شوه، او دکابل ښکى ښار په کنډواله بدل شو، چې په دغو تنظيمي  جګړو کې (٦٠ ) زره بې ګناه دکابل  ښاريان شهيدان شول .
مقوله ده ، چې وايي : ( هر عمل له ځان څخه غبرګون لري.) نو دطالبانو غورځنګ هم دغو ناخوالو او جګړوته دځواب  اوبديل په توګه راڅرګندشو. طالبانو په لومړيو کې ښه پرمختګ وکړ، چې په کم وخت کې پې دکابل په ګډون پراخې سيې ترخپل واک  لاندې راوستې ) لامل يې داؤ ، چې هېوادوال  داوږدو جګړو څخه ترپزې رسيدلي وو . خو دطالبانو غلطو تګلارو اوسياستونو نورو  ترهګروته  په افغاستان کې  داستوګنې  زمينه مساغده  کړه . همدغو ډلو چې په سرکې يې القاعده وه ، دطالبانو له اقتصادي مجبوريت ، عقيدوي حساسيت ، سياسي حماقت اود يو شمېر غړوله ملي خيانت  نه په استفاده پر امريکا تر هګريز بريدونه وکړله ، چې په ترڅ کې يې امريکې انورو لويديځوالو پر افغانستان وسله وال بريد وکړ او طالبان يې رانسکور کړل .
په افغانستان کې دنوي سياسي نظام تر راتګ وروسته سياسي ميدان يوځل بيا ښه تودشو، چې بيا هم په خوراکثرت سره سياسي ګوندونه رامنځ ته شول .دعدليې وزارت  ديوۀ خبر ليک له مخې له (١٠٧ ) څخه زيانو ګوندونو له دوي سره خپل نومونه ثبت کړي ، چې يويې هم په ولس کې محبوبيت ، پېژندګلوي او سياسي بازار نه لري. ځکه دغو ګوندونو افغانان دومره  له سياست څخه زړه تور کړي ، چې ان له نه سياست  څخه کرکه اونفرت لري . اوپه دغه ځاى کې دلويديځ اسعمار هم خپل رول لوبوي . ځکه هغوى دلته ديوې ورځې ، يوې مياشتې او يوۀ کال لپاره نه دي راغلي ، بلکې په سيمه کې اوږد مهاله پروژې اوسناريو لري ، چې بايد هغه پلي اوهدفونه يې تر لاسه کړي .
استعمار يوه مقوله لري ، چې وايي :                                              Divide  in rule !
                            بېل يې کړه ! اېل يې کړه !
دپورتنۍ مقولې پراساس يې افغانان سره وېشلي ، اونه غواړي ، چې په دغه خاوره دملت پالنې روحيه او احساس سرراپورته کړي .
نو دهمدغې مقولې پر بنسټ  په افغانستان کې له سلوزيات ګوندونه جوړشول ، چې يويې هم ملي بڼه اوملي صبغه  نه لري . اوس چې په هېواد کې ځواکمن مخالف سياسي ګوندته اړتيا لېدل  کېږي ، خوله بده مرغه موږ تر دامهاله دولسواکۍ له دغه اصل او ارڅخه  محروم يو . يوقوي اوځواکمن مخالف اپوزېسيون  کولاى شي ، دافغانستان دولت او حکومت  دخپلسريو او نيمګړتيا وو مخنيوى وکړي ، اوپه هېواد کې ځوانه ولسواکي په سم لوري رهبري کړي .
خو په ډېرې خواشينۍ او خپګان سره بايد ووايم ، چې موږ په هېواد کې لکه څنګه چې ښايي نملي څېرى  لرو اونه هم ملي ګوند . نو ځکه له افغانانو څخه سياسي  لاره ګودره ورکه ده ، چې دغې چارې افغانان له سخت سياسي تر ينګلتيا اوسياسي کړکېچ سره مخ کړي دي .