غم دې چې نه وي په دردونو کې به څه پاتي شيزما دزړه په کنډرونو کې به څه پاتي شي
...خدای دې لري زمونږ دمینې درد اشنا کنه نو ستا په غرور زمونږ په زخمو نوکې به څه پاتي شي
خپلواکه ژوند مو سرمایه ده که مو داهم بایلودزمونږ دتاریخ په کتابونوکې به څه پاتي شي
ژوند مې ستا مینې ګلورین کړو یاره ته چې نه يېددې چمن په سرو ګلونو کې به څه پاتي شي
ښه ده ناخوالې دې احساس تخنوي دا که نه وي(حسنه) ستا په غزلونو کې به څه پاتي شي
ډاکتر حسن
وروستي