
Wednesday, 06.15.2011, 02:13am (GMT)
تیاره وه، مور د خپل آته کلن زوی انځیر ګل په نرمو وېښتو کې ګوتې تېرولې، زوی یې په تنکۍ ژبه وویل:
مورې ! نن شپه مې پلار ډېر یادېږي.
ناڅاپه درب شو، د کلا به کونج کې تړلي سپي خوله وازه کړه، په غپ غپ شو.
د کلا په منځ کې یو لنډی ځوان ودرېد، سترګې یې دروازې خواته واړولې، چټک ګامونه یې ور واخیستل، تر اوږده واسکټ لاندې یې لاس تېر کړ، تر ملا تړلی خنجر یې له چرمي پوښ څخه را و ایست، په قلف کې یې بند کړ، در وازه له دېوال سره ولګېده.
دوه کسان چې تورې جامې یې په تن وې ، په سپوږمو (پزو) یې خړ څادر تړلي وو، دټوپک سرونه یې د آسمان په لور له څادر څخه ښکارېدل، کلا ته د ننه شول، په خپل منځ کې سره وغږېدل.
انځیر ګل و وېرېدو، خولې پرې را و بهېدلې، له مور څخه یې لاسونه چاپېر کړل، ورو یې وبوښتل: مورې بیا همغه کسان دي؟
* * *
انځیر ګل ته خپل پلار آدم خان ور په زړه شو، چې یو کال مخکې، د شپې په لسوبجو د ماما له کور څخه خپل کلی ته راتلل، د بر کلي جومات ته نیږدې دویالې په غاړه دری کسان ناست وو.
د دوی په لیدو سره ولاړ شول، آدم خان هم ودرېد، خو دوی ورنیژدې شول.
یوه وویل: همدا دی چاقو پرې سور کړﺉ.
د آدم خان دسر وېښته ځیږه شول، پښې یې ولړزېدې، انځیر ګل یې خپل ځان ته ور کش کړ، پر سر یې لاس ور تېر کړ.
انځیر ګل ته په توره شپه کې خلک ځناور ښکاره شول، چیغه یې بنده شوه، په سلګو یې شروع وکړه، د پلار پښې یې ټینګې کړې.
آدم خان کاکا په ور خطایۍ سره وویل: ماڅه کړي؟ ما ولې وژنی؟ آخر د دغه یو زوی په خاطر مې مه وژنی، ماپرېږدﺉ.
ولاړ سړي له ونې لاندې خپل ملګري ته اشاره وکړه، هغه هم سر وخوځاوه، خپلو پښو ته ټیټ شو، چپه پایڅه یې پورته کړه، له جرابې څخه یې یو خنجر را وه ایست، ولاړ سړي ته یې ورکړ.
آدم خان لړزې واخیست، انځیر ګل یې له لاسه ونیو، کوښښ یې وکړ چې منډې کړي خو پښه یې په تیږو کې بنده شوه، او پړ مخې په ځمکه ولوېد، په رډو رډو سترګو یې انځیر ګل ته کتل، خولې پرې را ماتې شوې، وجود یې لوند شو، مرګ یې په سترګو کې تاوېده.
ولاړ سړي وار له واره خنجر له تېکي (پوښ) څخه را و ایست، د آدم خان په ټټر کې یې خښ کړ، وینې و بهېدلې، خنجر سور شو، د انځیر ګل لاسونه هم لانده شول او یوه وحشت ناکه چیغه یې له خولې ووتله، پلاره ... پلاره...
خلکو منډې کړې، خو آدم خان دویالې پر غاړه ساه ورکړه، انځیر ګل بې هوښه شو او تر نن پورې وېرېده.
* * *
د انځیر ګل مو ټیکری په سر کړ، تر بالښت لاندې ګوګړ یې را واخیست، د لاسو نو او پښو په واسطه وخوځېده، ورسۍ ته نیژدې چیراغ ته یې لاس کړ، په کوټه کې رڼا شوه، انځیر ګل یې ښکل کړ، په رېږدېدلي غږ یې وویل: څوک یې؟
یو دم غږ وشوو ونه خوځېږﺉ، کنه نو په وینو کې به مو سره کړم.
د انځیر ګل مور چوپ شوه، لږ وخت وروسته یې په وېرېدلي غږ سره وویل: څه ـ څه غواړﺉ؟ موږ پرېږدﺉ ، په کور کې هېڅ هم نه لرو.
یوه شېبه وروسته د دهلېز در وازه په لغته ووهل شوه، د آینو شرنګ شو، ټوټې یې پر ځمکه خورې شوې، دوه کسان کوتې ته دننه شول.
انځیر ګل یو ځل بیا د پخوا په شان و وېرېد، یوه بې اختیاره چیغه یې له خولې ووته.. مورې ! مورې! ، لاس او پښې یې سره کاږه شول، سترګې یې پورته وختې او بې هوښه شو.
مور یې د لېونۍ په شان په لوڅ او ببر سر ور منډې کړې، ځان یې پرې واچاوه، په نارو یې شروع وکړه، انځیر ګله ، انځیر ګله زویه پاڅه! زه خو در سره یم، مه وېرېږه...
لنډی سړی هم کوټې ته دننه شو، او هرې خواته یې بکسونه لټول، خو څه یې پیدا نه کړل، د المارۍ تر څنګ بکس یې چې لوی قلف پرې اچول شوی ؤ تر سترګو شو، په رنګ کې یې لږڅه سرخي پیدا شوه، چټک ګامونه یې ور واخیستل، خنجر یې پکې بند کړ، قلف یې له زلفۍ سره والوزاوه، له بکس څخه یې یوه توره دوسیه را واخیسته، یوه شېبه یې سترګې پکې خښې کړې، وروسته یې په خپل ټټر پورې کلکه کړه.
مسک شو ویې ویل: ښه ښه داده د کلي دڅټ د باغ قباله، لاس ته مې راغله.
د انځیر ګل مور دا حالت ونه شو زغملای، جذبې واخیسته، په لاسونو او پښو کې یې حرکت پیدا شو، په تاخچه کې د اوبو ښیښیي جګ ته ور نیژدې شوه، په دواړو لاسونو یې اوچت کړ، دلنډي سړي په ککرۍ یې ورمات کړ، د سړي په ستر ګو توره تیاره شوه، زنګنونه یې پر ځمکه ولګول، تر سپوږمو تړلی خړ څادر یې له مخې لرې شو.
د انځیر ګل مور یو دم غږکړ، جنت ګله !! ته .. ته... ته د خپل کاکا قاتل یې.
پای.