خوست او آينده يې!!؟


  خوست او آينده يې!!؟
اقبال منګل
درنو لوستونکو!
زموږ زیاتره ليکوال وروڼه داسې ليکنې کوي چې نه خو لازم وي او نه هم ورته کومه اړتيا ليدل کېږي، مګر ځیني داسې ليکوال وروڼه شته چې خپل حق يې اداء کړی وي،  او هغه څه ته د مسوول اشخاصو پام اړوي، چې يا خو يې ورته پام نه وي او ياهم ورڅخه پوره معلومات نه لري، دا چې يو ژورناليست يا ليکوال بايد همېشه کوښښ وکړي او د خپلې ټولڼې رېښتونی درد انځور کړي، مسوول اشخاص خپلو کړنو ته متوجه کړي، او ولس باخبره وساتي د داسې ليکنو او خبرونو  ليکل او خپرول زموږ ټولنې ته ضرورت ليدل کېږي، زه له ټولو ليکوالانو څخه غواړم چې بايد د هغه څه څخه دې جدي خودداري وکړي کوم څه چې زموږ ټولڼې ته کومه ګټه نه رسوي، محترمو وروڼو داسې فکر ونه کړئ، چې ګواکې کوم تکړه ليکوال، ژورناليست يا اديب موږ ته لارښوونه کوي، ما تراوسه کومه ليکنه نه ده کړې، او که کړې مې هم وي ډېره ماته او ګوډه به وي، خو نن چې بيا کومه ليکنه کوم، د خپل قوم، ولس او ملت درد راسره دی، هر چا سره، چې درد وي او د خپلې ټولنې رېښتونی درد احساس کولای شي، هغه خامخا چپه خوله نه پاتې کېږي د هغه څه په اړه خامخا خپل قلم ته حرکت ورکوي او څه ليکي چې يو عمل د هغوی ټولنې ته د ګټې پرځای نقصان رسوي، که ټول ليکوالان د خپل لوړپوړچارواکو د ناتوانۍ، شته ضعف، فشار او يا د بې غورۍ، د مسووليت په نه پيژندنې  او  سياسي ګوندونو د تړاوونو په اړه ليکنې وکړي شايد هره ورځ په بې شمېره ليکنو مو سترګې ولګي، او هره ليکنه که سل فيصده حقيقت و نه لري د پنځوسو فيصدو به کم درواغ هم پکې نه وي، حقيقت دی، چې افغانستان د تېرو څو کلونو راپدېخوا په ټوټو وېشل شوی، او ځينې کړئ کوښښ کوي چې نور يې هم په برخو ووېشي او ټوټې ټوټې يې کړي، چې په دې برخه هغه کړئ ښه رول لوبوي چې يا بې موره او يا بې پلاره وي، مطلب مې د هغو شوراګانو، ټولنو، سياسي ګوندونو او انجوګانو څخه دی کوم چې د افغانستان اسلامي جمهوريت سره رسميت نه لري، دغه ډلې ټپلې په ګران افغانستان کې د ناورينونو د راوستول په هڅه کې دي، همېشه يې کوښښ کړی چې د افغان ملت د لويو ګټو پرځای خپلې وړې خو شخصي ګټې غوره وګڼي، دغه تش په نامه ډلو افغانستان دغه حالت ته راوستلی چې په ځینو برخو کې امنيت له ګواښ سره مخ کړی، اوس هم کوښښ کوي، چې نور يې له ګواښ سره مخامخ کړي، ځکه دوی د ښکلي افغانستان په ناامنۍ کې خپلې ګټې ګوري، همدوی دي چې افغانستان دغه پاک او سپيڅلی نظام يې بدنامه کړی، که چېرته موږ او تاسو ټول لږ فکر وکړو چې پورته يادې شوې ډلې د څه لپاره فعاليتونه کوي، او ولې منځ ته راغلي؟ خامخا به مو ځواب داوي چې دوی د افغانستان د سپيڅلي نظام د له منځه وړولو په هڅه کې دي، دغه ډلې په خپل منځ نور خلک هم لري، چې د هغوی وظيفه په عاميانه لهجه بوټ پاکي ده، په هر ترتيب له دې ناندريو تېرېږو او خپلې اصلي موضوع ته راځم، ما نن په خبريال وېب پاڼه کې يوه خبر ولوست چې سرليک يې وه (خوست ته نوی امنيې قوماندان وروپېژندل شو) د دغه خبر په لېدو مې په زړه کې ټک شوه، چې ما ته مې ملګرو څه ويل هغه رېښتا شوه، دا چې اوس فعلاً په پوهنتون کې محصل يم، او د خپل هېواد ترڅنګ د خپل سمسور او ښايسته ولايت خوست پرمختګ، سوکالي او آرامي غواړم نو ځکه هک پک پاتې شوم، غوږو ته مې د هغه تلېفون زنګ آواز بیا بیا تکرارول شروع کړل چې څو ورځې وړاندې مې يوه ملګري له کابل څخه راته کړی وی، ماښام وخت وه، چې زنګ يې راغی او راته يې وويل چې د خوست نوي امنیه قومندان سره په يوه مجلس کې ناست يم، بیا يي وويل چې ياد مجلس ورته د خوست يو بداخلاقه شخص غازي نواز تڼي جوړ کړی، د دغه ملګري څخه مخکې هم څو ملګرو راته زنګونه وهلي وه  او د قومندان صاحب د تبديلۍ خبر يې راته راکړی وه، مګر هغه ملګري چې نوم يې اخيستی نه شم د کابل څخه راته زنګ وهلی وه وويل، چې غازي نواز زياتو خلکو ته زنګونه وهلي او د پخواني قومندان د ګوښه کولو مبارکي يې ورکولې.
دا چې اوس غازي نواز تڼی د يوې تش په نامه شوراء مشري په غاړه لري، خپل هېواد ته د سوکالۍ او پرمختګ پرځای د ناورینونو او غضبونو زېږنده دی، همېشه يې کوښښ کړی، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د خپل هېواد ملي ګټې ترپښو لاندې کړي، د نوي قومندان د راتګ څخه مخکې تقریباً ټولو هغه خلکو چې د تليفونه شمېرې يې درلودې زنګونه يې ورته وهلي او مبارکۍ يې ورکړي دي، چې نوی قومندان مې داسې یوه شخص راوستی چې زما په اشارو په چلېږي او هرهغه څه به کوي، چې زه يې غواړم، دا قومندان مې د څو قومندانو له جملې څخه خپل ولايت ته خوښ کړی، ځکه د پخواء هم زما سره په ډېرو غلاوو کې لاس درلودلی دی، نه پوهېږم هغه کس چې ولسي جرګې ته لاره پیدا نه شي کړای، د تش په نامه (افغانستان د قومونو د پیوستون د شوراء) مشري هم په غاړه ولري، په خپل ولايت کې ورته څوک د قدر په سترګه ګوري هم نه، څنګه کولای شي چې د يوه ولايت امنيه قومندان بدل کړي، د لوړوپوستونو بدلول، منفک کول او نوی مقرر کول ځانته يو پروسیجر غواړي څنګه دغه بدکرداره شخص وايي چې امنیه قومندان مې بدل کړی، د نوی قومندان د اعلان څخه بعد يې قومندان څو ځله په کابل کې په مختلفو هوټلونو او رېستورانتونو کې ميلمه کړی   او د هرې ميلمستيا په دوران کې يې نورو خلکو ته بې ځايه زنګونه وهل، او د خبرو په جريان کې به يې هسې یادوله چې (اوس مې دې احوال اخېسته د نوي قومندان سره په فلاني ځاي کې په مېلمستيا کې ناست يم بیا به درته زنګ واهم) دا د غازي نواز خپل يو څو مخی سیاست دی چې هم د خلکو احوال اخلي او هم ورته په عين حال  کې ځان دومره غټ معرفي کوي چې فکر به کوي دا غل کوم بل کار نه لري صرف د لوړپوړو چارواکیو سره ګوري، په کابل کې په پټه مګر دلته په خوست کې يې په ښکاره نوي قومندان صاحب ته ميلمستيا وکړه، چې پکې نورو په لسګونو بداخلاقه، او تش په نامه قومي مشرانو ګډون کړی وه، چې بیا يې په محلي مطبوعاتو کې انعکاس هم کړه، يادې غونډې په خوست کې نوې فکرونه او سوچونه زيږولي دي، اوس   ټولو خوستميشتو  ته ثابته شوه، چې د قومندان صاحب په تبديلۍ کې بداخلاقه او لوپر غازي نواز تڼي لاس درلود.
د پخواني قومندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي سره د غازي نواز تڼي مشکل صرف د غازي نواز د جيب ته د تلونکيو پيسو په خاطر راغلی وه، قومندان صاحب غوښتل، چې د غازي نواز تڼي څخه ټول هغه عسکر واخلي کوم چې پخواني قومندان صاحب ورکړي وه، او د يادو سوق شويو عسکرو ټوله عیاشه به غازي نواز خپل جیب ته کوله، له ځانه سره د عسکرو پرځای يو ژڼکی (هلک) چې دريور يې دی له ځانه سره ګرځوي، چې د خپلې بداخلاقۍ لپاره ترې فايده اخلي، بداخلاقه، منفور، او غل غازي نواز چې اوس د افغانستان د قومونو د پيوستون د شوراء رئيس ځان ښایي، اوس هم په اونۍ کې د خپل کار په دفتر کې داسې د موسيقۍ پروګرامونه کوي، چې د خپلې  کورنۍ د نوروغړيو سره يوځای نڅا کوي. غازي نواز هغه عسکر چې پخواني قومندان صاحبانو ورکړي وه، د موسقۍ کارانو سره يې د شاګرانو په شکل سره کړي وه، چې ترڅو ترې د موسقۍ د الو د غږولو هنر زده او بيا يې هره شپه دغه بداخلاقه ته وغږوي او دا ورته په ساعتونو ساعتونو نڅا وکړي.
په هرحال اوس اوبه له ورخه تېري دي، نوی قومندان معرفي شوی، زه خپله پیشګوي په دې شکل سره کوم چې د نوي قومندان په راتګ به د خوست امنيت په خپل حال پاتې نه شي، مافيايي کړئ، د غلو او انسان تښتوونکو ډلې او ناامني به د زیاتېدو ترڅنګ په خوست کې دوهم امنيه قومندان ټول مشرغل، بداخلاقه او جاهله غازي نواز تڼی شي.