انتقام

زه پوهيږم چې نن زه ستا په زړه ډېر ورېږم او ستا په سترگو کې زما تصوير ښخ دى
نن ته پر خپلو پخوانيو خبرو هم نه يې ولاړه نوره نه غواړې چې زما په باره کې د هغې خبرې ته غوږ ونيسې او دا هم نه غواړې چې د هغې پاتې خبروته رښتيني وزر ورکړې
او زما لپاره په قهرجنو شېبو کې ځان ته مشغولا پيدا کړې. زما لپاره داسې الفاظ په زړه کې وکاروې چې ستا د قهر تنده پرې ماته شي.
ته نن هغه رقم نه يې ولاړه لکه پخوا به چې درېدې ستا پر وجود نن بل شان چوپيتيا خوره ده نه پوهيږم چې ته به نن ما د خپل خيال په زور چېرته وړې او راوړې او ماته به نن په کومو ټکو ښکلا راکوې.
خوگرانې ، ما په دې ورځ له ډېر پخوا نه باور وو او دا ورځ مې د خپلو خوبونو او خيالونو په زور راوسته او له هغې تورې شپې نه خلاص شوم چې زما سترګې پکې له رڼا نه بې برخې وې.
اوس نو ته راته گوره چې د هغې بدن په رپېدو شي او ورو ورو قدم زما پر لور را اخله چې هغه راته گوته په غاښ پاتې شي. دومره رانږدې شه چې هغه پر خپله کوزه شونډه دومره زور وکړي چې څاڅکي څاڅکي وينه ترې دغو سپېرو خاورو غېږې ته ورولويږي
او دغه ارمانجنه ځمکه يې خپلې خېټې ته ورکش کړي. لاس دې زما په لاس کې کيږده چې دده پر بدن اور بل شي او بې انگاره يې وجود ايره شي ځکه چې ده زما اوستا ډېرې گل ورينې شېبې واخيستې او د نشتو په هديره کې يې دفن کړې.