زه شاهد خان اپریدی یم



مورمې په  شاهد یادوي، نور مې خان بولي او خانان راته اپریدی وایي.

زه د عجب خان اپریدي لمسی یم.هغه د انگریز سره وهلې وه او گټلې یې وه. ما د هندو سره ووهله او ومې بایلله.ځکه چې عجب خان بابا سره تیراوال ملگري وو او زما یو خوا ته  جټ و او بل خوا ته بټ.

ما د خپل عجب خان بابا کیسې  یوازې د خپلې ادې نه اوریدلي دي .ځکه چې ما چې د تاریخ کوم کتابونه مکتب کې په اردو کې لوستي دي. هغې کی زما اتلان عجب خان اپریدې، فقیر اېپي او دترنگزو حاجي صاحب نه دې. بلکې هغه خو سرسید ،محمد علي جوهر اوعبدالرب نشتر دې. خو نن یې سر او جوهر نورو ته پاتې دې او نشتر ېې زما په خیټه ننوتې.

زما بابا به ویل

 چې موږ ېو د خیبر ځلمي ،پښتو زموږه شان دې. مونږه پښتانه یو،په وطن مو ځان قربان دې.

خو دا وطن موږ ته  د پاک سرزمین په صورت کې رسیدلې دې او تل مو ورته شاد باد ویلي دي. دې کشو‏ِرحسین ته ایوب خان څه وکړل او خلکو ورته د کوم چارپای خطاب ورکړو. غلام اسحاق څه وکړل او د چا غلام شو. لرې به نه ځو.ما ورته څه څه ونکړل او نن زما حیثت د یو مجرم نه کم نه دې.

د کرکټ په میدان کې مې ورته  د ټولو نه تیزې منډې وکړې . لوړ لوړ شاټونه ووهل.نور خو لا نور په اسټریلیا کې مې ورته  د دې ملک د نیک نامۍ دپاره ځان بدنام کړو او درغلۍ کې مې ورته په توپ غاښ ولگوو. ټول جهان ولیدل چې یو پښتون دپاک سرزمین دپاره ځان غل کړو. خو د سکرو په دلالی  کې مخ د چا تور شو او کور د چا جوړ شو.

نن بټ او جټ د خان نه حساب غواړي چې تا دې وطن دپاره څه کړیدي.او زه ځان سره وایم چې هندو ستړی خدای ناراضه.ماته سزا راکوي چې ته گستاخ یې.  تا دا څنگه ویلي دي چی پنجاب ماسره تعبیض کوي او د پښتون کیدو سزا راکوي.  ته شکر نه وباسې چې پنجاب په خپلې غیږ کې ځای درکړیدې. د پینځو اوبو نه کبان  درکوی .د غنم دانه درکوي.دکرکټ بیټ درکوي.نور خو لا نور خپل نشان حیدر

 ېې ستاسو کرنل شیرخان ته ورکړو.

 خو زه ځان سره وایم چې دې پینځو  اوبو دپاره ما څومره وینه ورکړیده. د غنم دڅو دانو دپاره مې خپل جنت وطن دوزخ کړیدي. دغه بیټ نن زما سر ته نیول شوېدې او کرنل شیرخان د کارگل شکست ته  وژاړي ، که  په خپل قبر دحیدر نشان ته .   

زه شاهد خان اپریدی یم. ما د کرکټ په میدان کې د پاک سرزمین دپاره میدانونه گټلي دي.هندو سره مې ډغره وهلې . خو نن زه د همدې وطن په عدالت کې لاس تړلې ولاړ یم. جټ وکیل دې. بټ قاضي دې او خان مجرم. هغه خان چې یووخت د ټیم کپتان و،نن د ملک غدار دې. په ما ټولې لارې تړل شوي. زما د بچو د خولې نه ډوډۍ اخیستل کیږي. په ما سفري بندیزونه لگوي.  زما گناه دا وه چې ما دا ویلي چې زه کپتان یم خو بې اختیاره یم.  پخپله خاوره خپل اختیار غواړم.  زه شیر یم خو وزن مې  د پاؤ نه زیات نه شو.  زه فضل حق یم خو د ضیاالحق مخې ته سلامي ولاړ یم. زه قاضي یم خو د منصورې مفتي نه فتوا  اخلم. زه رحمن فضل یم خو په ډیزلو چلیږم.  زه د ولی باغ خان یم خو آمونه د سنده نه غواړم. زه د اچکزو محمود یم . خو څادر  مې دومره لنډ دې چې سر پټوم نو پښې مې ښکاري او که پښې پټوم نو سرلوڅی کیږم.

زما قام انقلاب غوښتو ،نو خدای افراسیاب ورکړو. او اخو پښتنو چې په دین سر ورکؤ. خدای گلبدین ورکړو.

زه شاهد اپریدی یم.  د عجب خان نه واخله د باچا خان  پورې زما مشرانو  دې خاورې دپاره  قربانۍ ورکړې .خو انجام ېې دا شو چې  یو په بلخ او بل جلال اباد شو.خو افسوس  چې موږته په نه  قندهار نصیب شي  او نه مزار. ځکه چې د قندهار انار هم په سکروټو بدل شوي او د مزار جنډا هم  د بل په لاس کې ده.

هغه یو زوړ متل دې. چې خپلو نه پردي ښه دي او د پرود نه اپریدي.  خو مشکل دا دې چې د اپریدو نه هم اوس ښه پیدا شویدي. چې  د اپریدو په قدر نه پوهیږي.  که چرې زما په  قدر څوک پوهېدای نو نن به زه د بټ او جټ په عدالت کې نه ووم ولاړ. که زما خپل وطن وایی نو نن به زما په نوم میدان جوړ شوی وای . که زما خپل شناخت وای نو نن به  زه داسې نه کړیدم .

خو زه ښه شوه چې دا کانه راسره وشوه او ٦۴ کاله پس  پوه شوو چې دلته که موږ  ډیره  هم خواري وکړو. ډیر هم ورته  پاک سرزمین شاد باد ووایو.خو ژوند مو نه ښادیږي.که زه ورته ډیر اوجي. ټیک ده جي او انیس بیس ووایم ،خو زما د ژوند نولس به شل نشي.

 که ډیر هم ورته چوکیداري وکړو. خو زموږ د کور غل  بیا هم نه معلومیږي .که ډیر هم د هوټلو دروازې  ورته ونیسو. څپلۍ ورته پالش کړو. ټاټکي ورته په سر کړو.او کشمیر ورته ازاد کړو. خو بیا هم موږ په خیټه نهر  او په پښو ابله گرځو او زموږه خپله پښتونخوا د اردو او ملی اردو  غلامه ده.   زه تل د لاهور په ډرامو کی د  ټوقو مسخرو  موضوع گرځیدلی یم.خو د   زما د شبقدر په مړو  هیچا  هم راسره عاشوره جوړه نکړه 

خو اوس لکه د ستر خاط‏ر اپریدي .زه هم فکر کووم  چې ځه ښه شوه چې د اصلیت نه خبر شووم .

 

گل مې شوکوه، ازغی مې ماته کړه

که دا مې یاد وي بیا به نه شکوم گلونه.

ځواني مرگ خاطر اپریدی لکه چې د شاهد خان اپریدي د انجام نه خبر و  او کلونه پخوا  ېې ویلي وو.

 
ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړو
زما د  واړه عمر کار دې وکړو
خلک چې نخښه ولي ګوري ورته
تا چې مخ پټ کړ نو ګوزار دې وکړو
هله پوښته زما د زړه زخمونه
خو که د خپلې خندا شمار دې وکړو
زه لا څه نه وايم چې داغ دی په زړه
ته لا پېغور کړې چې ديدار دې وکړو
چې د راتلو يې زړه مايوسه نشي

چې دغه دومره انتظار دی وکړو " خاطره" زه دا ستا نه چا وړی يم
وار به دې راشي که لږ وار دې وکړو