عجیبه دی زموږکلی
عجيبه یې دود،دستوردی
له رڼانه موشي کرکه
ځکه ورک مودلمرنوردی
په دعاکې وریځې غواړو
دسپین رنګ نه موخوښ توردی
هرپردی مودزړه سردی
خپل که ورورموهم تربوردی
عجیبه دی زموږکلی
عجيبه یې دود،دستوردی
سترګورموټپ ړانده دي
خوړانده موسترګه وردي
غوږوردروندپه غوږونو
خوکاڼه موغوږوردي
ژبه ورموچوپه خوله ناست
خوګونګیان موژبه وردي
عجیبه دی زموږکلی !
عجیبه یې دود،دستوردی!
اوږدبهیرموداوښانو
خره لکۍ پورې تړلی
عزتمن لاندې ترپښومو
سپک پرسرموکینولی
عقلمندته څوک غوږنه ږدو
احمق سټیج ته خیژولی
عجیبه دی زموږکلی
عجیبه یې دود، دستوردی
غرونه لوړموندي ،ټیټ دي
خوپه سریې بس لار نشته
ژرنده هم زموږدپلارده
خوپه زورده ،پرې وارنشته
غواموسپينه ،شیدې تورې
خودچاپرې هیڅ کارنشته
عجیبه دی زموږکلی
عجیبه یې دود، دستوردی
کلی نه پریږدو، میشته یو
خوله نرخه ټول وتلي
څوک هم ټيټ په موږکې نشته
ووړ اوزوړ یوټول ښاغلي
له پردونه ګټه نکړو
دیوبل جیب ته یوغلي
عجیبه دی زموږکلی
عجیبه یې دود،دوستوردی
ناچارۍ اوبې وزلۍ نه
یولګیاګرځووژرنده
خوله کبره یې مزدنه اخلو
راته ښکاري ځان بې خونده
پرپرون باندې موویاړو
رانه ورک سبااونن ده
عجیبه دی زموږکلی
عجیبه یې دود،دستوردی
زه چې ګورم یې راتلونکې
راته ښکاري خړه پړه
که تدبیرموبدل نکړ
مېنه ورانه به وي شړه
(منتظر)نوریم ستومانه
لدې حاله ، دې ګړبړه
خدایه سم کړې زموږکلی
وربدل یې دود،دستورکړې
14/12/2010
جلال اباد
وروستي