دافغانستان پوځي دوکتورين دجوړېدا په درشل کې !

 فضل وزير هيله من
 
که چېرې دافغانستان پېنځه زره کلن تاريخ ته يو ځغلندنظر وکړو ، نو ددغه هېواد دتاريخ هر سياسي او نظامي اوښتون او بدلون باب په سرو وينو ليکل شوى ،چې دالړۍ بې له ځنډ او ځنډ پرته تر دا اوس مهاله راروانه ده .
دهېواد دسياسي تاريخ هر باب ددې څرګندويي کوي ،چې هر واکمن دخپل سياسي او پوځي پيدايښت او پايښت په موخه له زور او ځواک څخه کار اخېستى او په دغه لار کې يې دوينو لښتي بهولي ، چې ښايي دبشريت تاريخ يې ډېره کمه بېلګه او سارى ولري.
له آدمه تردې دمه دافغانستان هر واکمن پاچا، امير او ولسمشر دخپلې واکمنۍ دبقا او پايښت په لړ کې دهېواد  دوخت واکمن نظام لښکرې ، پوځي ځواکونه او وسله واله اردو په خپله ګټه  کارولې ،چې دغې چارې په لنډ او اوږدمهال کې دهېواد دملي اردو حيثيت او پرستېژ پيکه او بد کړى او افغانستان دګډوډۍ  او بې ثباتۍ په لور ښو يېدلاى ،چې ناوړ ه او منفي اغېزيې تر دامهاله  څرګند او راروان دى .
خو دهېواد  په اوسني تاريخ کې ،چې کله سردارمحمد داود خان دخپل ترۀ زوى محمدظاهره شاه پر ضد  وسله واله کودتا وکړه، هماغه ورځ زموږ  دملي اردو دزوال  پيلامه بللى شوه ،ځکه ،چې زموږ ملي اردو په عملي توګه په سياست کې ونډه واخېسته او داکار ديوۀ هېواد دملي اردو له عسکري ضوابطو او پوځي دوکتورينوسره نه ښايي، ځکه ،چې داردو او وسله والو ځواکونو دنده دهېواد خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا دفاع او ساتنه ده نه په سياست کې ګډون .
خوله بده مرغه ،چې دمحمدظاهره شاه پر خلاف دسردارمحمد داودخان په پوځي کودتا کې دښي لاسو او کيڼ لاسو ګوندونو سره اړوند پوځي افسرانو او صاحبمنصبانو بنسټيز رول درلود ،چې دغې پديدې زموږ  دملي اردو ليکې دسياست په ويروس لژند او اردو مود سياست په ناروغۍ اخته شوه .
په سياست کې دافغاني اردود ککړېدا ناوړه پايله د (١٣٥٧ ) لېږديز لمريز کال دغويي مياشتې داوومې نېټې په اوښتون کې راڅرګنده شوه ، چې عمده او اساسي لامل يې دسياست ډګر ته داردو وردانګل ؤ ،ځکه د ١٣٥٧ لېږديز کال وروسته  دکمونېستي رژيم په راتلوکې اساسي ځواک او فکټور ملي اردو  وه ،چې عملاًيې دهېواد سياسي بازار واګي په خپلو لاسونو کې واخېستې . دافغانستان ملي اردو دکودتا يي  دريځ او دوکتورينو په خپلو لو سره  دواک دحصول په موخه کودتا ګانى پيل کړې .
،چې دغې چارې دډاکټر نجيب الله تر واکمنۍ پورې  دوام درلود . او داشان دنجيب الله  دحکومت دړنګېدا يو اساسي لامل هم ددۀ او ددۀ دولت  د دفاع  وزير شهنواز تڼي ترمنځ داختلافاتو له کبله دکودتا کېدل ؤ ، چې دنجيب حکومت ته يې دننه څخه ډېر سخت ګوزار ورکړ،چې دغې چارې دنجيب حکومت ډېر زيات  کمزورى او په پايله کې له حتمي سقوط او نسکورېدا سره مخ کړ .
دافغانستان ملي اردو زوال  يو اساسي لامل په دغه ملي مرجعې کې دپرديو  ايډيالوژيو ورننوتل ؤ،چې  ددغې ملي مرجعې افسرانو او صاحبمنصبانو دهېواد ملي ګټو پرځاى ګوندي ګټې غوره او محترمې وګڼلې ،چې دې مسلې په هېواد کې دکودتايي سيستم لپاره زمينه برابره کړه اوزموږ هېواد يې تر دامهاله  له بېلابېلو ناخوالو او کړکېچنو حالاتو سره مخ کړى د ى.
په هېواد کې دکمونيستي رژيم تر ړنګېدا وروسته  دکورنۍ جګړې يو بل  ډول راڅرګند شو ،چې بيايې هم اساسي اصل  دپوځي ځواک  درلودل او په زياتو سيمو دواک ټينګول و . همدې شخړې او کورنۍ جګړې دې ته زمينه برابره کړه ، څو دافغانستان  څوسوه کلنه ملي اردو ړنګه شي، او دسيمې په کچه مجهز او سمبال ملي اردو موړنګه،وسلتونو نه ، بارکونه پرمختللى هوايي او ځمکنۍ ځواک يې له يوې مخې وران او ويجاړشي اووسلې او زغر ګاډي. ټانکونه او الوتکې يې ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق او بيا دهغوى دملي اردو او پوځيانو جز وګرځي . او يايې هم دکباړ په بيه واخېستل او په خپلو فابريکو يې ويلي کړل .
،چې دغه تاريخي ننګ او شرم دهېواد په پېنځه زره کلن تاريخ کې سارى او بېلګه نه لري . دپاکستان دهغه مهال لومړي وزير نواز شريف به په وياړ سره ويل ،چې ما دپاکستان لپاره  يو ډېر لوى او عظيم خدمت کړى ، او هغه دا،چې  ما دخپل ګاونډي دښمن هېواد افغانستان يوه څو سوه کلنه ملي اردو ړنګه ،ورانه او ويجاړه کړه ،چې دپاکستان څخه يې دپښتو نستان غوښتنه کوله . دغه شان دپاکستان دپوځي ستخباراتو پخواني مشر جنرال حميدګل به په زغرده ويل ،چې دپاکستان (٧٠٠ ) زره کسيز پوځ ، اټومي بمونه او په سيمه او افغانستان کې دپاکستان ملي ګټې زموږ څخه غواړي ،چې افغانستان دلاسه ورنه کړو . او په کابل کې بايد پاکستان پلوه حکومت شتون و لري او زموږ په خوښه او اشاره وچليږي .
د٢٠٠١ زېږديز کال  دسپټمبر ١١ مې نېټې پېښې دنړۍ په سياسي تاريخ کې ديونوي باب په توګه بلل کېږي . له دغې نېټې وروسته  دامريکې متحده  ايالتونو او دهغې لويديځوالي ټلوالې دملګرو ملتونو  دامنيت شورا  تر پرېکړې لاندې په خورا زور او ځواک سره پر افغانستان بريد وکړ او دطالبانو رژيم يې نسکور کړ . په هېواد کې دنوي سياسي نظام  تر ټينګېدا وروسته  دافغاني ټولنې  داډانې بيا رغون پيل شو،چې  په دغوکې يو هم دملي اردو تشکيل او جوړېدل دي .
هو!
دملي اردو  او بنسټ له سره کېښودل شو او موږله  صفر څخه دخپلې اردو په جوړولو پيل وکړ ،ځکه زموږ کورني او بهرني ميرڅي (دښمن ) زموږ دملاشمزۍ ( ملي اردو ) ړنګه کړې وه ، او موږ يې په لوى لاس يرغمل او برمته کړي وو او په تدريجي ډول يې  زموږ  تاريخ ، کلتور ، ملي هويت، خپلواکي او هېواد له منځه وړل .
نوې ادارې دافغانستان ملي اردو په جوړولو  په خورا جديت او قاطعيت سره پيل وکړ ، خوپه دغه برخه کې لويديځ  او زموږ ګاونډيان بېلابېل خنډونه  اچوي ، ځکه دخپلو اوږدمهاله ستراتېژيکو موخو ته درسيدا په لړ کې  افغانستان  کمزورى ساتي . او پاکستان  دپښتونستان  دخپلواکۍ داعيې څخه ويريږي او ايران هم دافغانستان فزيکي وجود نه مني . او دپان ايرانېزم کمپاين پرمخ بيايي او دفارسي ژبو هېوادونو  دمثلث دجوړېدا لپاره کار کوي .
اوس ،چې دامريکې متحده ايالتونه اودهغې ټلواله په تدريجي ډول دافغانستان څخه دوتو تابيا نېولې ، نو غواړي ، تريوۀ حده افغان ملي اردو جوړه کاندي ،ځکه هغوى غواړي ، څو د هېواد ځينو سيمو دامنيت واک او سمبالښت افغان ملي اردوته وروسپاري .
دافغانستان ملي اردو په ورو ورو درښتيني بڼې نيونې په حال کې ده، نو بايد ورته په اساسي ډول کار وشي . ديوې  پرمختللې او پياوړې اردو دجوړېدا لپاره  بايد لانديني څلور ارونه په پام کې  ونيول شي:
١ – انساني ځواک ٢ – پوځي ښوونه او روزنه  ٣ – سرچينې (منابع ) ٤ – په وسلو سمبالښت (تجهيزات )
پورتني څلور  اصله کولاى شي ، زموږ ملي اردو په رښتيني ډول  سره په پښو ودروي . له نېکه مرغه اوس امريکې او دهغې ټلوالۍ  پتېيلې ، څو افغان ملي اردو  داوسني عصر په ټولو پرمختللو او مجهزووسلو سمبال کړي . په دې لړ کې دامريکې دفاع وزارت ژمنه کړې ، چې ديو ميليار د او څه باندې (٥٠٠ ) امريکايي ډالرو په ارزښت  افغان اردوته پوځي توکي ورکړي ،چې  په دغه لړکې به يو شمېر امريکايي او دپخواني شوروي ځينې جمهوريتونو څخه افغان اردو ته زغر ګاډي او الوتکې وپېرودل شي .
داشان  پتېيل شوې ،چې د (٦٠٠ ) مېليونو ډالرو په ارزښت (٥٠٠ ) به په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال زغر ګاډي زموږ  اردو ته  رانيول کېږي .
او ديونيم مېليارد ډالرو په بيه به چورلکې ، ټانکونه او ټرانسپورټي او اکتشافي الوتکې واخېستل شي او پردې سره بېره (٢١ ) مي (١٧ ) ډوله  روسۍ چورلکې پېرل کېږي ،چې په نوو او پرمختللو وسلو دافغانستان ملي اردو تجهيز او سمبالول به په سيمه کې دافغان اردو پر ستيژلوړ او په خپلواک ډول د هېواد څخه دفاع په چارو کې په ځان باوري او متکي کړي ځکه نړيواله ټولنه غواړي ،چې تر ٢٠١٤ زېږديز کال پورې  افغان ملي اردو ددې جوګه وړوګرځي، څو دهېواد دامنيت او دفاع چارې په خپل لاس کې واخلي اوله  بلې خوا لکه څرنګه ،چې افغانستان  په تېرو درې نيمو لسيزو جګړو کې ډېرزيات زيان لېدلى ، نو اوس بايد افغان ځواکونه دخپلې خاورې څخه دفاع او ساتنې جوګه شي ، او بل دافغانستان جيو پولېټيک  موقعيت ته په پام سره بايد موږ پرمختللي ملي اردو ولرو  ، ترڅو په دغه سيمه کې پوځي انډول  وساتل شي ، او په هېواد کې دپرديو لاسوهنو  او کورنيو کودتا ګانو مخنيوى وشي .
دګران انقلابي افغانستان  راتلونکي پوځي دوکتورين بايد دهېواد ملي او بين المللي ګټو ته ژمن او متعهدوي ، ترڅويوځل بيا زموږ نازولى ټاټوبى افغانستان  داوسنۍ غميزې په شان له يوۀ بل ناورين سره مخ نشي .
ټيټ مې مه بوله  ، غورځنګ راباندې مه کړه
زۀ په دې افتاده ګۍ کې لوى ګړنګ يمه
فضل وزير هيله من