د مينې ليوال او سرښندونكى ليكوال مخبت څه شو؟

 خليل الله قتيل زوى


 
له تېرو څو ورځو مې په شهادت ويبپاڼه كې د تكړه ليكوال، زړور ژورنالست او د ټينگې عقدې د لرونكي ارواښاد مخبت سرليكنې لوستې نه وې؛ نن مې ، چې پرانسته د مړينې خبر يې خپور شوى و. الله پاك ته مې لاسونه لپه كړل؛ ارواښاد ته مې د مغفرت غوښتنه وكړه، تنكي زوى ته يې دده بركتونه او درنې كورنۍ او سپن ږيري پلار ته يې د دغه لوى غم زغم غواړم.
مرگ هم  لكه ژوند حق دى او ټول ترې برخمن كيږو. ما له تېرو څلور كلونو د ارواښاد اخلاقي، فرهنگي او سياسي ليكنې په بشپړغورلوستي او څه ناڅه شپږ مياشتې مې ورسره نژدې ناسته ولاړه كړې؛ قلم او قدم  يې په بشپړډاډ پورته كړى او زه يې هم د نورو په څېر د ډاډمنتيا لوري ته هڅولى يم.
د ارواښاد نرم خوى او د ژورفكر ميراث دې الله پاك د ده د تنكي زوى په برخه كړي.
هو! مخبت مړ شو، خو د علامه اقبال لاهوري پرشعر څرگندونې ترې د فرهنگي ميراث په توگه پاتې شوې. د شهادت ورځپاڼې مشرتابه او درانو همكارانو ته لومړى له الله پاكه د صبر غوښتنه كوم او بيا هيله من يم، چې د علامه اقبال لاهوري پرشعرڅرگندونې يې راټولې كړي او د يوې ټولگې په توگه يې چاپ او خپرې كړي. 
روح دې تاند او ښاد وي(آمين).