غزل


دسوي لوي ژونـد هـرباب ومخ ته ویر کــومه
ناست یمه ګرانه دګلاب و مخ ته ویر کومــــــه
دبيلتـــانه تندې اخيستی يمه ستـــــــړی شومـــه
دښت دهجران دی دسراب و مخ ته وير کومـه
زه چـې د نورو وطـــنونو ښـــکلاګانې وينــــم
وطنه ستـــا خراب تراب ومــخ ته وير کومــه
مونږه دوخـــت طــلاب دظلم طوفان لولپه کــړو
ځکــه دنـن سبا  طــلاب و مخ  ته  وير کومــه
لکه امـــــين دهرپرهر فريـاد ته غوږ پرانيــزه
پاچـــا قربــــان دستا جناب و مخ ته وير کومـه
 
آميــــــــن متونوال
متحده عرب امارات العین
2011-4-2