
انګېزې او انګېرنې
ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ...... هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ...... وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
پاکستان: "شرير دولت، يا، ناکام دولت"
ترهګري د "برتانوي پاکستان" له زېږونې سره غبرګه زيږول شوې
ناټو او انډيوالان يې بايد د خپلو وسلو خولې د په لاهور اوراولپينډۍ کې د ترهګرۍ روزونکو، ځالو او خپرونکيو پر لور واړوي
لومړۍ برخه:
د ٢٠٠١ کال د سپتامبر پر ١١ نيټه د امريکا پر متحده ايالاتو مخامخ بريد نړۍ وښوروله. د هماغې نيټې پر سهار د ترهګرو يوې ١٩ کسيزې ډلې په نيويارک کې څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې. د تښتولو الوتکو دوه وزره يې په نيويارک کې د نړيوالې سوداګرۍ د مرکز پر دوو برجونو ور وتوغولې. په پايله کې يې دواړه برجونه ونړيدل. الوتک تښتوونکو تښتولې درېيمه الوتک واشنګټن ته نږدې په ارلنګټن کې د پنتاګون (د امريکا د دفاع وزارت) له ننوتخولې سره وجنګوله. څلورمه الوتکه، چې موخه يې پخپله سپينه ماڼۍ وه، هدف ته له رسيدو د مخه په هغې کې د مسافرو د مقاومت له کبله نسکوره کړل شوه. د الوتک تښتوونکيو ١٥ تنه د سعودي عربستان وو. دوه تنه يې د متحده عربي اماراتو؛ يو يې مصرى اويو تن يې هم ليبنانى و. د مصر تبعه، محمد عطا، د الوتک تښتوونکيو مشر و.
دا پېښه د ٩/١١ په نوم مشهوره شوه.
له هغې نيټې راهيسې د "ترهګرۍ" مفهوم په نړيواله کچه د سياسي-امنيتي مسايلو په سر کې مرکزي ځاى موندلى دى. څيړونکيو، شنونکو او پوهانو هڅه کړې ترڅو د دې مفهوم په مانا اولاملونو ځان پوه اوترې د وتلو ليارې چارې ولټوي. خو، واقعيت دا دى چې د دې پوهانو او څيړونکيو ډېرى پدې نه دي بريالي شوي چې د هغه د ريښو پر لټولو کار وکړي. پر ځاى يې په عمدي توګه د هغې د زيږندو (معلولونو) په هکله پر بې پايله بحثونو بوخت شوي دي.
په ٢٠٠٣ کال کې د "ترهګرۍ" د ريښو په اړه د وينا په ترځ کې د ملګرو ملتو سرمنشي،کوفي عنان، پدې خبره ټينګار وکړ چې د ترهګرۍ پر خلاف د بريالۍ جګړې لپاره اړينه ده چې د هغې د ريښييزو لاملونو په هکله اقدام وشي. نوموړى وايي: "که وغواړو چې ترهګري ماته کړو، نودا زموږ دنده او واقعاً زموږ ګټه ده چې د دې وژونکي مفهوم په بنسټيزو لاملونو ځان پوه کړو. او په خورا غور دا خبره وازميو چې پر خلاف يې په جګړه کې څه اغيزمن او څه نااغيزمن دي".
نو د دې مفهوم د پوهيدو او له هغه سره د اغيزناک چالچلن پر موخه، اړينه او واقعاً حياتي ده چې د تاريخ ژورو تلو ته ورښکته، ريښې يې پيدا او وڅيړل شي.
تاريخ:
ترهګري کوم نوى او د دې زمانې مفهوم نه دى، بلکې د اوږدوزمانو محصول او د تکامل په بهير کې يې په بيلابيلو بڼو سر راپورته کړى دى. دولتونو او نړۍ ورانوونکو دا تخريبي او ويجاړوونکې وسله پر پراخو تودو د خپلو حاکميتونو او سياسي موخو د تپلو لپاره په بيرحمۍ سره کارولې، کاروي يې او کاروي به يې. په ځانګړې توګه د مذهب پر بنسټونو ولاړه ترهګري هغه تيره چاړه وه او ده چې له ١٩ پيړۍ راهيسې د پرنګي کلونياليزم له خوا د "بيل يې کړه، ايل يې کړه" پاليسيو د پرمخ بيولو لپاره يې استعمال کړې. دا مفهوم، چې په هيڅ بڼه کوم "نوى" مفهوم نه دى، د دولتونو پر ګډون، د بيلابيلو لوبغاړو له خوا په اساسي توګه د سياسي موخو د پرمخ وړلو لپاره استثمار شوى دى.
په ١٨٩١ زيږديز کال د ختيزې اروپا په هنګري کې زېږېدلى يو يهود، تيودور هرزل، د يهودو لپاره د يوه هيواد د جوړولو په فکر کې شو. په هغه زمانه کې يهودان د نړۍ په هر ګوټ کې خواره پراته وو او د ژوند له لومړنيو اسانتياو څخه بې برخې د ناهيلۍ شپې ورځې يې تيرولې. د منځنيو زمانو په بهير کې يهودي ټولنې، چې په پيړيو- پيړيو په جهان کې لالهاند ګرځيدل، شمالي افريقا او عربي منځني ختيځ ته کډوال او هلته يې استوګنې غوره کړې. په فلسطين کې د ډېرى يهودي وګړو د اوسيدو لامل سياسي نا، بلکې مذهبي و. هغوى ټولو، مسلمانو او يهودو، يو د بل تر څنګ په سوله کې ژوند کاوه.
د شلمې پېړۍ له پيل سره سم صهيونيزم وزېږيد: داسې يوه ايډيولوژي چې د معاصرې نړۍ لپاره يې پايلې خورا بوږنوونکې چي تر دې دمه پورې بشريت ورسره لاس و ګريوان دى. د صهيونيزم د ايډيولوژي بنسټ ايښودونکي، تيودور هرزل، فلسفه په فلسطين کې د مذهب پر اساس د "ځانګري يهودي دولت" جوړول وو. د داسې يوه دولت د جوړولو پر لور اړينه وه چې د دې خاورې، فلسطين، اصلي عرب اوسيدونکو ريښي وباسي له خپلو کورونو او ځمکو څخه يې وشړي. له عربي ځمکه والو - پر خپلو مينو کې پرتو سوبو او ناسوبو- فلسطنيانو څخه يې په زرو، زور، تزوير ځمکې غصبولې اوپدې توګه يې له هغو خاورو څخه محرومول چې له اوومې ميلادي پيړۍ راهيسې پرې پراته وو. هرزل وايي: "موږ به تکل وکړو چې بې پيسو بېوزلو عرب ولسونو ته، په نورو هيوادونو کې د هغوى لپاره د مزدورۍ پيدا کولو په ترڅ کې، د کار کولو پر وړاندې خنډونه واچوو، ويې شړو او له پولو څخه يې واړوو. له ځمکو څخه د هغوى محرومول او له هيواد څخه د دې بيوزلو عربو د شړولو دواړه پروسې بايد په خورا زرنګۍ او پټه کې سر ته ورسول شي".
په ١٩١٤ زيږديزکال برتانيا د عثماني خلافت پر خلاف – د عربي لاسپوڅو شيخانو او بدوي ملکانو د غولونې له لارې – جګړه پيل او له منځه يې يووړ. د دې کار په تر سره کولو سره پرنګي په سيمه کې د خپل تسلط د خورولو او ټينګولو لپاره لار هواره کړه. د ټي اي لارنس پر مشرۍ د پرنګي څارګري دستګاو پر لاس يې په "ريګونو کې کرښې" ويستلې، ګرده عربي خاوره يې په يو شمير لاسپوڅو بدوي رژيمونو او شيخناستو کوچنيو "امارتونو" وويشله. په دې شيخناستو لاسپوڅو کې کويټ، قطر، عمان، بحرين، ابوضبي او عربي امارات شامل دي. له دې کبله چې انګريز يو سمندري ځواک و، نودا شيخناستي امارتونه يې په خليج کې د خپلو بيړيو د لنګر اچولو لپاره بېلې او تر خپلې ولکې لاندې وساتل. او د سعودي په ګډون، بدوي کورنۍ يې چې خپلې ځانګړې ګټې يې د استعمار په ګټو ساتلو او ورته په چوپړ کې خوندي بللې، د ولسونو پر اوږو ور سپرې کړې. وروسته کله چې بيا په سيمه کې "تور زر" يانې تيل پيدا شول، دا مزدورې کورنۍ يې لا تر پخوا زياتې د عربو پر برخليک مسلطې کړې. پر هغه سربيره يې د پياوړي سولييز اوپر "سلام" ولاړ اسلامي عثماني خلافت ځاى، چې وړاند- ليد يې نرم او مودرن و، يوې نوې زېږولې افراطي "سياسي مذهبي ايډيولوژي"، وهابيت، ته حواله کړ چې د برتانوي امپيرياليزم له پلان سره سمه وه.
په ١٩١٧ زيږديزکال په تزاري روسيه کې د بُلشويک له اوښتون سره د هغې زمانې پر مذهب روانې کړل شوې ايډيولوژي ځاى نا مذهبي ايډيولوژي ونيو. پر "اکتوبر انقلاب" مشهور، بُلشويک پاڅون شعار د استبداد له منګولو څخه تر استبداد لاندې تودو ژغورنه اوملي ازادۍ غورځنګونه وو. د شلمې پېړۍ په پيل کې د ناسيوناليزم او خپلواکۍ هوډ له بنسټ څخه د مذهبي ايډيولوژي بڼه واړوله او په تدريجي توګه د راديکال سياسي فکر ودې، چې د مارکسيزم نظريه يې مرکزي پنګه وه، د سيکيولريزم فلسفه پياوړې کړه. سيکيولريزم دې پروسې ته، له نړيوالې دويمې جګړې وروسته، په اسيا، منځني ختيځ او افريقا کې کلونياليزم ضد پاڅونونو او ملي ازادي غوښتونکو غورځنګونو د لويديز برلاسى وننګاوه او له چلنج سره يې مخامخ کړ. خو د امپرياالستي برتانيا په مخکښۍ، لويديز بيا د "کمونيزم مهارولو" لپاره د مذهب لمنه ونيوله. د همدې بهير په ترڅ کې او خپلو کرغيړنو امپريالستي موخو ته د رسيدلو پر لور، برتانوي استعمار په سهيلي اسيا اومنځني ختيځ کې د مذهب په نوم دوه غبرګوني مصنوعي دولتونه جوړکړل.
نور بيا
يا ربه توفيق! غلام محمد زرملوال